د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

عبدالله: د قطر مذاکراتو دوام به د جګړې پای ته زمینه برابره کړي


عبدالله عبدالله په اسلام اباد کې د سټراټیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د خبرو پرمهال
عبدالله عبدالله په اسلام اباد کې د سټراټیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د خبرو پرمهال

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي، په قطر د سولې مذاکراتو پیل دا هیله پیدا کړې چې افغانستان جګړې سره خدای په اماني وکړي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله چې پاکستان ته‌یې د خپل درې ورځني سفر په دوام کې نن د اسلام اباد د سټراټیژیکو مطالعاتو په مرکز کې یوې غونډې ته خبرې کولې، د افغانستان په سوله کې د پاکستان ونډه مهمه وبلله او د دوام هیله یې وکړه.

ښاغلي عبدالله وویل، پاکستان او افغانستان دواړه داسې هېوادونه دي چې ښه راتلوونکې ته اړتیا لري او په خبره یې د دې کار لپاره په افغانستان کې سوله ډېره مهمه ده.

عبدالله عبدالله له پاکستاني چارواکو سره خپلې خبرې اغېزناکې بللي

ایا د افغانستان پر وړاندې د پاکستان سیاست کې بدلون راغلی؟

ښاغلي عبدالله په خپلو خبرو کې د افغانستان په اړه د پاکستان سټراټېژۍ ته هم اشاره درلوده او په یوه ډول یې هغه د توطیې تیوري وبلله، خو اوس یې د نویو اړیکو د جوړولو لپاره د تازه فصل د پرانېستې غوښتنه هم وکړه.

هغه زیاته کړه: "اوس دا فرصت برابر شوی، څو زموږ ملتونه د خپلو سټراټیژیکو ټاکنو په اړه له سره غور وکړي، د فکر یوه نوې تګلاره ومومي، ستونزې او خپلې ګډې ګټې معرفي کړي او په دې باید پوه شي چې په افغانستان او یا هم د مرکزي او سویلي اسیا په هر هېواد کې سوله او ثبات د خپلو ګاونډیو او د سیمې هېوادونو لپاره مثبت پیغام لري."

د اسلام اباد د سټراټيژیکو مطالعاتو په مرکز کې د ښاغلي عبدالله د خبرو ډېر بحث د افغانستان او پاکستان په اړیکو متمرکز و، خو په قطر کې یې د سولې د روانو خبرو په اړه هم وویل.

ښاغلي عبدالله دې خبرو ته هیله‌ وښوده او زیاته یې کړه چې دوام به‌یې په افغانستان کې د جګړې پای ته زمینه برابره کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام اباد کې د سټراټیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د خبرو پرمهال
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام اباد کې د سټراټیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د خبرو پرمهال

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ډاډ ورکړ چې هېواد به‌یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

ښاغلي قریشي په تېر کې د افغانستان په اړه د پاکستان سیاست په اشارې وویل: "د واقعیتونو په ویلو باید و نه شرمېږو، بلکې هغه وننګوو او تکرار یې نه کړو."

ښاغلي قریشي په افغانستان کې د سولې له روان بهیر ملاتړ وکړ او تر خوا یې په قطر کې د سولې اوسنۍ خبرې او له امریکا سره د طالبانو د سولې هوکړه چې د فبروري په ۲۹مه، لاس‌لیک شوه، د پاکستان د هڅو پایله وبلله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو هم ټینګار وکړ.

نوموړي زیاته کړه: "په تاوتریخوالي کې کمی سولې ته لار هواروي او دا د سولې لپاره مهم او لازم شرط ګڼل کېږي، نن زه په ډاډ سره ویلای شم او ډاکتر عبدالله هم راسره پرون شریکه کړه چې اکثریت افغانان هم د سولې په اړه ورته نظر لري."

د یادونې ده چې د افغانستان حکومت تل پاکستان له ترهګرو نه په ملاتړ تورن کړی خو پاکستان بیا ترې انکار کړی دی.

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله به پاکستان ته د خپل سفر په دوام نن د دې هېواد د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سربېره، د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هم وګوري.

د دې کتنو د بحثونو منځ‌پانګه که څه مطبوعاتي شوې نه‌ده، خو پاکستاني رسنۍ لیکي، په دې غونډو کې به د افغانستان ـ پاکستان د اړیکو سربېره، د افغانستان د سولې په روان بهیر هم خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG