د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

عبدالله عبدالله له پاکستاني چارواکو سره خپلې خبرې اغېزناکې بللي


د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله له پاکستاني چارواکو سره وکتل
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله له پاکستاني چارواکو سره وکتل

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله له پاکستاني چارواکو سره خپلې پرونۍ خبرې اغېزناکې بللې دي.

عبدالله عبدالله د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې ویلي چې د جګړې زیاتوالی په قطر کې د مذاکراتو بهیر زیانمنوي.

عبدالله عبدالله او له ده سره پلاوي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره تر لیدو وروسته د دوشنبې په ماښام (د تلې په ۷مه) د پاکستان د ملي اسامبلۍ د رئیس اسد قیصر پر بلنه په غونډه کې ګډون وکړ.

د ملي مصالحي عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله پاکستان ته د سفر پر مهال
د ملي مصالحي عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله پاکستان ته د سفر پر مهال

ښاغلي عبدالله په دې ناسته کې وویل چې د افغانستان امنیت او سوله د ټولې سیمې او تر سیمې ور وړاندې هېوادونو په ګټه ده.

ښاغلي عبدالله زیاته کړې: "د افغانستان سوله به پر ټوله سیمه اغېز ولري. د دواړو هېوادونو په اړیکو کې پرمختګ یوازنۍ ګډه ګټه ده. نه‌یوازې د افغانستان او پاکستان، بلکې د ټولې سیمې لپاره به لویه ګټه وي."

د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا اسلام‌اباد ته د عبدالله عبدالله سفر ډېر مهم بللی او وايي، د دې سفر هدف د سولې بهیر لپاره د سیمه‌ییزې همکارۍ جلبول دي.

ټاکل شوې ده د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس نن او سبا هم د پاکستان له صدراعظم عمران خان، ولسمشر عارف علوي او د پوځ له لوی درستيز قمر جاوېد باجوه سره وویني.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون د دوشنبې په ماښام ازادي راډيو ته وویل، ښاغلي عبدالله د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې د مذاکراتو پر هڅو سربېره د تاوتریخوالي د زیاتېدو په خاطر اندېښنه څرګنده کړه.

د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون
د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون

ښاغلی خوځون وايي: "د ملي مصالحې عالي شورا رئیس اندېښنه څرګنده کړه چې د مذاکراتو بهیر ورو روان دی او په افغانستان کې جګړه زیاته شوې ده او طبیعي ده چې د جګړې زیاتوالی مذاکراتو ته زیان رسوي."

له عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې د پاکستان د بهرنیو چار وزیر شاه محمود قریشي هم ویلي چې د افغانستان بحران نظامي حل لاره نه‌لري، نو اسلام‌اباد په قطر کې د سولې او مذاکراتو لپاره د هر ډول هڅو ملاتړ کوي.

ښاغلي عبدالله د پاکستان صدراعظم پر بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی.

پاکستان په افغانستان کې د سخت دريځو د ملاتړ په خاطر په دوامداره توګه تر انتقاد لاندې راغلی. بیا هم پوښتنه دا ده چې ایا دا ځل به د اسلام‌اباد همکارۍ رښتينې وي؟

د پاکستان د ملي اسامبلۍ رئیس اسد قیصر له عبدالله عبدالله سره تر لیدو وروسته له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې د خپل هېواد د صادقانه همکاریو خبره وکړه.

د پاکستان د ملي اسامبلۍ رئیس اسد قیصر له عبدالله عبدالله سره
د پاکستان د ملي اسامبلۍ رئیس اسد قیصر له عبدالله عبدالله سره

ده وویل: "موږ په هر وضعیت او هر ګام کې خپلې هڅې کړي دي چې زموږ افغان وروڼه په امنیت، خوشالۍ او پرمختګ کې ژوند وکړي. د افغانستان په امنیت، خوشالۍ او پرمختګ کې د پاکستان امنیت، خوشالي او ترقي ده. او موږ پر دې باور لرو. افغان حکومت غواړي د سولې په بهیر کې سیمه‌یېز ملاتړ ولري. په همدې خاطر له پاکستان سره د اړیکو د نوي پړاو د پيل خبرې کوي."

په داسې حال کې چې د دولت او طالبانو ترمنځ د تماس ډلې په قطر کې له دوو اوونیو راهیسې په خبرو بوختې دي، تر اوسه‌یې خبرو هېڅ نتیجه نه‌ده ورکړې.

بل لور ته په افغانستان کې د جګړې ډګر تود شوی دی. د دوشنبې په ورځ د ناټو ملکي استازي ستيفانو پونتېکورو ازادي راډيو ته په یوه غږیز پیغام کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د ناټو ملکي استازی ستیفانو پونتېکورو
د ناټو ملکي استازی ستیفانو پونتېکورو

ښاغلي پونتېکورو زیاته کړې: "افغان امنیتي ځواکونو خپل مسؤلیت په زړورتیا او مسلکي توګه پر مخ وړی دی. دوی هره ورځ له ترورېزم سره په جګړه بوخت دي او د افغانانو دفاع کوي چې تلپاتې سولې ته شرایط برابر شي. له دې هر څه سره د تاوتریخوالي کچه د نه‌منلو وړ زیاته شوې ده چې باید کمه شي او د سولې پروسې ته فرصت برابر شي."

افغان حکومت بیا بیا له طالبانو غوښتي چې اوربند وکړي چې په نتيجه کې يې تاوتریخوالی کم شي.

بل لور ته طالبان وايي چې حملې یې کمې کړې دي. دوی ادعا کوي چې اوس‌مهال په دفاعي وضعیت کې دي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس اوس‌مهال په اسلام‌اباد کې دی.

دی هڅې کوي چې نه‌یوازې په قطر کې د خبرو لپاره، بلکې د تلپاتې سولې لپاره هم د پاکستان ملاتړ جلب کړي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د تلې په شپږمه نېټه وویل چې هېواد یې د سوله‌يیز، خپلواک او متحده افغانستان ملاتړ کوي چې د ده په وینا له ځان او ګاونډيانو سره په سوله کې واوسي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG