د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

سرور دانش: طالبان باید د خبرو پیلولو کې خپل مسؤلیت درک کړي


د جمهور رئیس غني دوهم مرستیال سرور دانش
د جمهور رئیس غني دوهم مرستیال سرور دانش

افغان حکومت یو ځل بیا له طالبانو غواړي چې هر څه ژر بین‌الافغاني خبرو ته حاضر شي.

د جمهور رئیس محمد اشرف غني دوهم مرستیال سرور دانش وايي، حکومت د سولې خبرو د پیل پر وړاندې ټول خنډونه لیرې کړي، د سولې لپاره اوس‌مهال د بل هر وخت په پرتله د افغانانو هیله‌مندي زیاته شوې او اوس باید طالبان خپل مسؤلیت درک کړي.

که څه هم ښاغلي دانش د دې خنډونو په اړه ونه ویل چې کوم و، خو ښکاره د افغانستان حکومت تر اوسه د مخامخ خبرو د پیل لپاره د طالبانو یو شمېر شرطونه منلي دي چې یو یې هم د ۵ زره طالب بندیانو ازادي وه.

ښاغلی دانش داسې مهال له طالبانو د خبرو مېز ته د حاضرېدو غوښتنه کوي چې دې ډلې ویلي، لا یې هم ټول زندانیان ازاد نه‌دي او تر هغه چې دا بهیر بشپړ شوی نه‌وي، دوی به خبرې پیل نه‌کړي.

سرور دانش چې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۲۰» د پاکې هوا د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته خبرې کولې وویل، اوس ټول مسؤلیت طالبانو ته پاتې کېږي چې باید صادقانه عمل وکړي.

هغه زیاته کړه: "هغه بهیر چې نن سبا د سولې د راتلو لپاره پیل شوی، د ټولو افغانو اجماع او غوښتنه ده. د افغانستان دولت هم له ټولو امکاناتو په ګټې له دې بهیر ملاتړ وکړ او د باور جوړونې لپاره ټول خنډونه لیرې شوي دي. اوس د طالبانو او هغو ډلو وار دی چې د سولې مقابل دي او باید خپل مسؤلیت درک کړي. که په خپلو ادعاوو کې رښتیني وي، باید ډېر ژر خبرو ته حاضر شي."

سرور دانش دا هم وویل چې افغانستان یوې با عزته سولې او یو ګډ ژوند ته اړتیا لري.

ښاغلی دانش داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د جمهور رئیس پر لومړي مرستیال امرالله صالح پرون بمي حمله وشوه او له امله‌يې خپله صالح سطحي ټپي شو او یو شمېر ملکیانو ته په دې پېښه کې مرګ‌ژوبله واوښته.

که څه هم وسله‌والو طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي، خو د کورنیو چارو وزارت ته نوماند مسعود اندرابي ویلي چې د حملې بڼې او په‌کې کارول شویو موادو ته په کتو سره هغه حملو ته ورته ده چې وړاندې يې حقاني شبکې مسؤلیت منلی وو.

حکومت داسې مهال له طالبانو د سولې د خبرو پیل غواړي چې کورنیو چارو وزارت وايي، دې ډلې یوازې تېره اوونۍ ۳۸۶ بریدونو کې ۴۹ ملکي وګړي وژلي او ۴۹ نور یې ټپیان کړي دي.

پروني برید کې تپي شوی کس
پروني برید کې تپي شوی کس

د دې وزارت ویاند طارق ارین وايي: "د طالبانو د تېرې اوونۍ په بریدونو کې چې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې شوي، تر ټولو زیات تلفات په کندهار او زابل کې خلکو ته اوښتي."

طالبان بیا د خبرو د ځنډ دلیل د خپلو یو شمېر بندیانو نه‌خوشې کول یادوي او زیاتوي، نږدې ۶۵ بندیان لا هم له حکومت سره دي.

له دې وړاندې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک دا شمېر ازادي راډیو ته ۱۰۰ تنه ښودلی و، خو حکومت وايي هغه بندیان‌یې ټول خوشې کړي چې طالبانو یې د ازادۍ غوښتنه کړې وه.

د حکومت له بند نه زاد شوي طالب بندیان
د حکومت له بند نه زاد شوي طالب بندیان

د افغانستان حکومت وايي، دوی مذاکراتو ته بشپړ چمتو دي او ان هغه مرکچي پلاوی چې دوی له طالبانو سره د خبرو لپاره ټاکلی نږدې دوه اوونۍ کېږي چې د خبرو پیل ته په تمه دي.

د جمهور رئیس محمد اشرف غني دوهم مرستیال سرور دانش وايي، حکومت د سولې د خبرو د پیل پر وړاندې ټول خنډونه لیرې کړي او اوس باید طالبان خپل مسؤلیت درک کړي.

XS
SM
MD
LG