د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

مسیر: ولې طالبانو نوی پلاوی اعلان کړ او دا بدلون به د سولې پر خبرو څه اغېز ولري؟


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د طالب پلاوي په غړو کې د بدلون په مسئلې لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د طالبانو نوي ۲۱ کسیز پلاوي ته په اشارې لیکلي چې په ټیم کې یوازې قطر مېشته طالبان نه، بلکې د طالبانو د رهبرۍ شورا مهم غړي هم شامل دي.

ورځپاڼې پوښتنه کړې چې طالبانو ولې نوی پلاوی اعلان کړ او دا بدلون به د سولې پر خبرو څه اغېز ولري؟

د سرمقاله لیکونکي په باور، د خبرو لپاره داسې یوه ټیم ته اړتیا وه چې تر ډېره پورې د پرېکړو صلاحیت ولري او په مذاکراتو کې وروستۍ خبره هم وکړای شي او د همدې دلایلو پر بنسټ د طالبانو په پلاوي کې بدلون راغلی او نوی ټیم‌یې ټاکلی دی.

مسیر ټينګار کوي چې افغان حکومت ته هم په کار ده چې یو با صلاحیه ټيم وټاکي چې د سولې په برخه کې پرمختګ ته لاره هواره کړي.

سرمقاله کې په دواړو لورو غږ شوی چې اوس د نرمۍ وخت دی او دواړه لوري باید تر وروستي حده نرمي وکړي او ټول تمرکز یې باید د سولې د خبرو پر کامیابۍ او پرمختګ وي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې په حکومت او طالبانو غږ کړی چې اختلافات شاته پرېږدي او پر سوله تمرکز وکړي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي، اوس چې د افغانستان د سولې پروسه د مخامخ بین‌الافغاني خبرو پړاو ته رسېدلې له تازه مشکلاتو سره مخ شوې ده.

سرمقاله کې د ملي روغې جوړې عالي شورا د غړو د ترکیب پر سر د ارګ او سپېدار ترمنځ اختلافات او په قطر کې د طالبانو په دفتر کې اختلافاتو ته په اشارې راغلي چې دا ټول د دې لامل شوي چې د سولې پروسه وځنډېږې.

ورځپاڼې ټينګار کړی چې نور باید له رامنځته شوي فرصت څخه ښه ګټه واخیستل شي او له خپلمنځي اختلافاتو ډډه وشي.

سرمقاله کې په سیاسیونو هم غږ شوی چې د اختلافاتو پر ځای دې هڅه وکړي چې د افغانانو هیله چې سوله ده، هغه پوره کړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په سرمقاله کې پوښتنه کړې چې د طالبانو مذاكراتي پلاوي بدلون به كومه پايله ولري؟

ورځپاڼې لیکي، له ملا شېر محمد عباس ستانكزي څخه د مذاكراتي ټيم مشري، يوه اخوندي مشر مولوي عبدالحکيم ته ورکړل شوې ده.

او ادعا یې کړې چې ستانکزی په روسيه، هند او پاكستان كې روزل شوی دی. د سرمقاله لیکونکي په وینا، مولوي عبدالحکيم چې د طالبانو قاضي‌القضات هم بلل کېږي د طالبانو د مخکېني مشر، ملا محمد عمر نږدې ملګرى و.

د ورځپاڼې په باور، پاكستان د دې موخې ترلاسه كولو لپاره طالب ډله تېر باسي او دا ډله نه‌پرېږدي چې له افغان حكومت سره سوله وكړي، نو د هېواد په خبره بايد د سولې په بدل كې د هر ډول ناوړې هوكړې او تصميم مخنيوى وشي.

XS
SM
MD
LG