خبرونه
'میدان وردګو کې پر دولتي ځواکونو د علیپور د وسله والو د برید په اړه څېړنې کېږي'
د کورنیو چارو وزارت په میدان وردګو ولایت کې پر دولتي ځواکونو د عبدالغني علیپور د خپلسرو وسله والو د برید په اړه د څېړنو د پیل خبر ورکوي.
د دې وزارت ویاند طارق آرین نن یکشنبې آزادۍ راډیو ته وویل: "په اړه ارزونې روانې دي، شواهد راټولوو، څرګنده خبره ده چې داسې پېښې د اصولو او قانون خلاف دي، شواهد چې بشپړ شي درسره شریک به یې کړو."
له دې مخکې د میدان وردګو والي مظفرالدین یمین ازادي راډیو ته ویلي و، چې د علیپور د ډلې وسله والو تېره شپه د میدان وردګو په بهسود ولسوالۍ کې پر یوه پوسته برید کړی، دوه سرتېري یې ټپیان کړي او یوبل یې اسیر کړی دی.
له پرله پسې هڅو سره سره ونه توانېدو چې د حکومتي چارواکو د دې ادعا په اړه د علیپور نظر هم واخلو.
علیپور چې په قوماندان شمشیر هم مشهور دی په مرکزي ولایتونو کې د یوې خپلسرې وسله والې ډلې مشر دی.
نوموړی د ملي امنیت ځواکونو د ۱۳۹۷ کال د لیندۍ په څلورمه نېټه ونیو خو د نوموړي د پلویانو له اعتراضونو وروسته د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش په منځګړتوب خوشې شو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د پاکستان د پنجاب حکومت منلې چې د بې اسناده افغانانو په اړه د خبر ورکولو پر سر یې جایزه ټاکلې
د پاکستان پنجاب حکومت چارواکو منلې ده چې په دغه ایالت کې د بې اسناده افغانانو د شتون په اړه د "کره معلوماتو" او خبر ورکولو پر سر د جایزې په توګه نغدې پیسې ورکوي.
د پنجاب ایالت د اطلاعاتي چارو وزیرې عظما بخارۍ د نومبر پر ۱۹مه رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې حکومت غواړي یې اسناده بهرنيان وباسي نو ځکه یې هغه اعلان کړی دی. د هغې په وينا به د پنجاب حکومت په تېرو درو اونیو کې ۶۲۲۰ افغانان، افغانستان ته لېږلي دي.
تر دې مخکې په ټولنيزو رسنيوو خپرو شويو عکسونو کې ښکارېدل چې خبر او معلوماتو ورکوونکو ته ۱۰ زره روپۍ د جايزې په ډول اعلان شوي دي خو بخاري د انعامي پیسو د څومره والي په اړه څه نه دي ويلي.
امریکا د لسګونو میلیونه ډالرو په ارزښت وسلې پر هند خرڅوي
د امریکا متحد ایالتونو موافقه وکړه چې پر هند د درې نوي میلیونه ډالرو په ارزښت وسلې وپلوري.
په دې وسلو کې د ټانک ضد توغندیو سیستم او د یو ډول لارښود توپخانې مهمات شامل دي.
وروسته تر دې چې د اګست په میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هند څخه پر وارداتو پنځوس فیصده تعرفه لوړه کړه دا لومړی ځل دی چې په پوځي برخه کې د واشنګتن او نوي ډيلي ترمنځ دا موافقه کیږي.
د امریکا د دفاعي امنیتي همکارۍ ادارې د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې پر هند د وسلو د پلورلو دا تړون د واشنګتن د بهرني سیاست او ملي امنیت د اهدافو ملاتړ کوي چې دا به د متحد ایالتونو او هند ستراتیژیک اړیکي نور هم پياوړي کړي او د یو لوی دفاعي ملګري د امنیت په تامین کې به مرسته وکړي.
افغان طالبان له پاکستانه د وسلو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکوي
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړ چې له پاکستانه یې افغانستان ته د وسلو د قاچاق مخه نیولې ده.
دغه وزارت په یوه بیان کې نن وویل چې څلور دیرش تفنګچې، څلور ایم فور، څلور کلاشینکوف، یو کرینموف او څه نورې وسلې یې د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالي کې نیولې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دا نه دې ویلي چې کله یې دا وسلې نیولې دي، خو په بیان کې یې څرګنده کړې ده چې قاچاق کوونکي تښتیدلې دي او د هغوی د نیولو هڅې روانې دي.
په لسګونو افغانان له پاکستانه جرمني ته روان شول
د افغانانو یوه ډله له پاکستان څخه جرمني ته په الوتکه کې روانه شوه. دا خبر د اسلام اباد په هوایي ډګر کې د جرمني اژانس( ډي پي اې) یو خبریال ورکړی دی.
په راپور کې د دې الوتنې دقیق وخت نه دی یاد شوی، خو دا یادونه شوې ده چې دوه پنځوس افغانان هانوور او برلین ته لیږدي.
په پاکستان کې افغان کډوالو ازادي راډيو ته ویلي دي چې دوی په سخت وضعیت کې ژوند کوي او تمه لري چې جرمني او نور هغه هیوادونه چې د دوی د بیا میشتیدنې ژمنه یې کړې ده، دا بهیر ګړندی کړي.
د پاکستان پوځ: د ټي ټي پي تر شلو ډیر غړي مو وژلي
د پاکستان امنیتي ځواکونه د درویشت مخالفو وسله والو د وژلو خبر ورکوي.
پوځ وایي چې دا کسان یې د افغانستان پولي ته څیرمه په کرم ولسوالي کې د دوو هدفي عملیاتو په ترڅ کې وژلي دي.
د پاکستان پوځ نن په یوه بیان کې وویل چې دا کسان د تحریک طالبان پاکستان او د هغوی د مربوطو ډلو دي چې هند یې ملاتړ کوي، خو په دې اړه یې اسناد او شواهد نه دې وړاندې کړي او هند هم د اسلام اباد د دې تازه ادعا په اړه څه نه دې ویلي.
حامد کرزی: نور دې د نجونو د زده کړو مخه نه نیول کیږي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن د ماشومانو په نړیواله ورځ د ماشومانو د زده کړې پر حق ټینګار وکړ.
ښاغلي کرزي په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې هرڅومره ژر چې کیږي د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې د نجونو پر مخ پرانیستل شي.
له څه باندې څلورو کلونو راهیسې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو مکتبونه په افغانستان کې بند دي او نژدې درې کاله کیږي چې طالبانو د پوهنتونونو دروازې هم د دوی پرمخ تړلي دي.
د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتو په ویبپاڼه کې د سرمنشي انتونیو ګوتیرش په وینا راغلې دي چې:« ماشومانو ته غوږ شئ او چې کله دوی خپل حقونه غواړي، غږ یې راغبرګ کړئ».
په چک جمهوریت کې په لسګونو کسان ټپيان شوي
د چک جمهوریت په جنوب کې د ریلګاډي د ټکر له امله لږ تر لږه اووه پنځوس کسان ټپيان شوې دي.
چک اژانس( چې ټي کې) نن خبر ورکړ چې د پنځو ټپیانو روغتیایي وضعیت ډیر نازک دی.
دوه ریلګاډي د چسکه بودیوویڅه ښار ته څيرمه د سهار د شپږو بجو خواته ټکر شول. دا ښار د جرمني او اتریش له پولو شاوخوا پنځوس کیلومتره لرې دی.
د پيښې د علت معلومولو لپاره تحقیقات روان دي.
امریکا کې هغه افغان په ۱۵ کاله زندان محکوم شو چې د ټاکنو په ورځ یې د برید پلان درلود
یو افغان وګړی د امریکا د تېر کال د ټاکنو په ورځ د اسلامي دولت ډلې یا داعش په استازیتوب د برید د طرحې په جرم په ۱۵ کاله حبس محکوم شو.
۱۹ کلن عبدالله حاجي زاده په اپریل میاشته کې اعتراف وکړ چې د برید په هدف یې د وسلې او ځینېو مهماتو د اخیستو هڅه کړې وه.
حاجي زاده او یو ملګری یې ۲۸ کلن نصیر احمد توحیدي د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر میاشته کې په اوکلاهما ایالت کې د نومبر د پنځمې له ټاکنو څو اونۍ مخکې ونیول شول.
توحیدي هم خپل جرم باندې اعتراف کړی، خو تراوسه محکمې د هغه سزا نه ده اورولې.
د محکمې د اسنادو له مخې دغو کسانو هڅه کوله چې دوه میله ( AK-47) یا کلاشینکوفونه او پنځه سوه مرمۍ واخلي او د ټاکنو په ورځ برید په وکړي.
د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، نیول شویو کسانو هوکړه کړې چې تر حبس وروسته به افغانستان ته لېږدول کیږي.
پر اوکراین د روسیې تر خونړیو بریدونو وروسته، اردوغان له دواړو لوریو د خبرو د بیا پیل غوښتنه وکړه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له کیف او مسکو څخه وغوښتل چې د ترکیې په کوربه توب خبرې له سره پېل کړي.
دا غوښتنه پرون چهارشنبه څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې روسیې د اوکراین پر لویدیځو سیمو درانه بریدونه وکړل.
د اوکرایني چاروکو په وینا، دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.
اردوغان په انقره کې د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زلنسکي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل " د جګړې دواړو لورو ته د ناوړه اغیزو" له کبله خبرې مهمې دي.
زلنسکي د اردوغان له غوښتنې ملاتړ وکړ او وې ویل چې د ترکیې د ډيپلوماسۍ پر ځواک او پر مسکو یې د اغیزو په اړه باور لري.
د افغانستان د کریکټ الف لوبډلې د اسیا په ځوانانو جام کې هانګ کانګ ته ماتې ورکړه
د افغانستان د کریکټ الف لوبډلې د اسیا د ۲۰۲۵ کال د ځوانانو اسیایي جام په دریمه لوبه کې هانګ کانګ ته په ۲۴ منډو ماتې ورکړه.
دغه لوبه پرون چهارشنبه ( د لړم ۲۸مه) د قطر د پلازمېنې دوحې په ورزشي ستډیوم کې ترسره شوه.
افغان لوبډلې په ټولو شلو اورونو کې سیالې لوبډلې ته ۱۴۱ منډې هدف ورکړ، خو د هانګ کانګ لوبډلې په شلو اورونو کې یوازې ۱۱۶ منډې وکړې.
افغان لوبډلې د دې جام په دویمه لوبه کې بنګله دیش ته لوبه بایللې ده، خو لومړۍ هغه یې بیا له سریلانکا ګټلې وه.