د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

زده کوونکي: د ښوونځیو په پرانیستو سره د کویډ۱۹د خپرېدو وېره شته


ارشیف
ارشیف

د افغانستان پوهنې وزارت په دولتي او شخصي ښوونځیو کې په محدود ډول د زده کړو د پيل خبر ورکوي.

د دې وزارت ویاندې نوریه نزهت نجرابي، د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د روغتیا وزارت د لارښود پر بنسټ د دولتي ښوونځیو په ځانګړو ټولګیو یوولسم او دولسم او د شخصي ښوونځیو ټولو ټولګیو کې د حضوري زده کړو بهېر پيل شوی دی.

د روغتیا وزارت د طرحې پر بنسټ، د کابیني د تائید او پنځه میاشتيني قرنطنین وروسته نن د دولتي ښوونځیو یوولسم او دولسم او شخصي ښوونځیو ټولو ټولګیو کې حضوري زده کړې پیل شوي.

د کابل ښار د عبدالهادي ښوونځي زده کوونکي د کرونا ویروس له امله د ۵ میاشتو رخصتیو وروسته بیاځلي زده کړو ته حاضر شوي دي.

د دې ښوونځي زده کوونکي روغبر کوي، خوشحاله دي او ښايي په خپلو کې د قرنطین د مهال کیسې کوي، خو یو شمېر دوی اوس هم په کرونا ویروس له اخته کېدو وېره لري.

د عبدالهادي داوي ښوونځي زده کوونکی میلاد احمد چې ماسک یې اچولی وايي: "له نیکه مرغه نن مو ټولګي پيل شول او ټولګی مو چې مخکې یې ۴۰ کسان درلودل اوس په دوه برخو ویشل شوی دی، د ټولنیزو واټن رعایت لپاره ما ماسک اچولی خو ډېری ټولګیوالو مې ماسکونه نه دي اچولي، هیله لرم، هغوی هم دا مسئله پام کې ونیسي او د ښوونکو له لوري ټولنیز واټن پام کې نیول په جدي توګه عملي شي."

د بي بي مهرو د هلکانو ښوونځي زده کوونکی شاکر وايي، د ماسک کارونې ترڅنګ، ټولنیز واټن پام کې نیول او د لاسونو مینځل اړینه ده خو په خبره یې زموږ ښوونځي کې دا مسایل هېڅ په پام کې نه دي نیول شوي.

هغه زیاتوي: "زه په یوولسم ټولګي کې درس وایم، نن چې راغلو ټولګی مو تجزیه شوی و، ډېریو ماسک نه درلود، خپله هم لالهانده راغلم چې د درس وخت معلوم کړم، له همدې امله مې ماسک و نه کاروه، د لاسونو مینځلو مسئله هم اړینه ده چې اصلاً نه عملي کېږي، باید پاملرنه ورته وشي، ځکه چې اوس هم د کرونا وېره شته."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت د کرونا ویروس په خپرېدو سره ټول تعلیمي او تحصیلي بنسټونه رخصت اعلان کړل، خو د قرنطین موده کې ځینو ښوونیزو بنسټونو دا بهېر په انلاین ډول پیل کړ.

خو د کابینې تر پرېکړې وروسته د اسد په پنځلسمه د لوړو زده کړو موسسې او پوهنتونونه او بیا د وږي یا سنبلې په لومړۍ نېټه د خصوصي ښوونځيو د ټولو ټولګیو او د دولتي ښوونځیو د یولسم او دولسم ټولګیو زده کړې پیل شوې.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند نورالله تره کی په ښوونځیو کې د روغتیايي سپارښتنو په عملي کولو د ټینګار ترڅنګ وايي، زده کوونکي کولای شي د روغتیایي ستونزو سره د مخ کېدو په صورت کې ۱۶۶ شمېرې سره اړیکه ونیسي.

په ورته وخت کې د د افغانستان د پوهنې وزارت ویاندې نوریه نزهت نجرابي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل روغتیايي سپارښتنو ته به جدي پاملرنه کېږي.

نوریه نزهت نجرابي
نوریه نزهت نجرابي

هغې زیاته کړه: "د راټولېدنو څخه د مخنیوي په لپاره مو ټولګي په دوه برخو ویشلي دي یعنې که ټولګي ۳۰ کسیزه وو په دوه برخو ۱۵ کسانو مو ویشلي دي، د هغوی ترمنځ ټولنیز واټن عملي کېږي، کورنیو ته سپارښتنه شوې چې زده کوونکي له کورنیو ماسکونو ګټه واخلي، په ټولو ښوونځیو کې اوبه شته او زده کوونکي کولای شي د مکروب ضد مایع او صابون په راوړلو سره د لاسونو مینځل هم رعایت کړي."

اغلې نجرابي وايي، د پوهنې وزارت په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د زده کړو بهېر څاري او هغه ښوونځي چې روغتیايي سپارښتنې په پام کې و نه نیسي، قانوني چلند به ورسره وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا وزارت د وروستیو رسمي شمېرو له مخې افغانستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۹ مثبتې پېښې ثبت شوي او په دې موده کې له دې ویروسه څوک نه دي مړه شوي.

افغانستان کې د کرونا ویروس خپرېدو څخه تر دې دمه د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو پر بنسټ ۳۷۹۵۳ کسان په کرونا ویروس اخته شوي، چې له دې شمېر ۱۳۸۵ مړه او ۲۷۹۹۰ بېرته روغ شوي دي.

XS
SM
MD
LG