د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۱

محصلین: کابل پوهنتون کې روغتیایي سپارښتنې په پام کې نه نیول کېږي


د کابل پوهنتون محصلین
د کابل پوهنتون محصلین

د کابل پوهنتون یو شمېر محصلین وايي، په دې پوهنتون کې روغتیایي سپارښتنې په پام کې نه نیول کېږي.

د افغانستان کابینې دولس ورځې وړاندې پوهنتونونو ته اجازه ورکړه چې د روغتیایي سپارښتنو په پام کې نیولو سره فعالیت پیل کړې.

په داسې حال کې چې د پوهنتونونو له بیا پیل نږدې دولس ورځې تېرېږي خو په یو شمېر پوهنتونونو کې د کرونا ویروس د لاخپرېدو د مخنیوي په هدف روغتیايي سپارښتنو ته پام نه کېږي.

افغان حکومت د روغتیايي سپارښتنو د عملي کولو په شرط د لوړو زده کړو بنسټونو ته د فعالیت اجازه ورکړې ده.

د پوهنتونونو په داخل کې د ماسکونو اچول، د میکروب ضد توکو استعمال، ټولنیز واټن ته پام او په ټولګیو کې د میکروب ضد توکو شیندل هغه سپارښتنې دي چې د عامې روغتیا وزارت يې اړینې بللي دي.

د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی چې د زده کړو ټول بنسټونه د دې سپارښتنو په عملي کولو مکلف دي او ځانګړې کمېټې به له دې بهیر څارنه وکړي.

خو داسې ښکاري چې د کابل پوهنتون محصلین دا سپارښتنې په سمه توګه نه عملي کوي.

د حضوري درسونو د پیل په لومړیو ورځو کې د کابل پوهنتون محصلین
د حضوري درسونو د پیل په لومړیو ورځو کې د کابل پوهنتون محصلین

یو شمېر محصلین هم دا موضوع ازادي راډیو ته تاییدوي او وايي چې حتا مسئولین هم دا موضوع جدي نه ګڼي.

میر افغان مخلص وویل: "موږ ۵۷ کسان په یو ټولګي کې له ۶ تر ۷ مترو کې یو، اصلاً ټولنیز واټن نه مراعت کېږي، کله چې ټولنیزو واټن مراعت نشي، که له ماسک هم ګټه واخلو په درد نه خوري، لومړیو ورځو کې به یې ویل چې باید له ماسک څخه ګټه واخلو خو دې ورځو کې یې نه زده کوونکي رعایتوي او نه استادان، ځکه چې ټولنیز واټن نه مراعت کېږي."

بله زده کوونکې زینب وايي: "د روغتیايي سپارښټنو رعایت کولو په اړه باید ووایم چې په ټوله کې دا ټکي نه رعایت کېږي، د ماسکونو اغوستو تر ټولنیزو واټن یو هم نه مراعت کېږي او باید دې برخې ته پاملرنه وشي."

هغوی وايي، د پوهنتونونو د درسونو پیلېدو سره تر اوسه د میکروب ضد مواد نشته.

د کابل پوهنتون په پوهنځیو کې روغتیايي سپارښتنې له پامه غورځول کېږي.
د کابل پوهنتون په پوهنځیو کې روغتیايي سپارښتنې له پامه غورځول کېږي.

د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي مشره جاویدې احمدي ازادي راډیو ته وویل، د پوهنځي مسئولینو، استادان او محصلین د روغتیایي سپارښتنو په عملي کولو مکلف کړي خو دا سپارښتنې د پوهنتون انګړ کې نه عملي کېږي.

هغې زیاته کړه: "موږ که د ټولګیو او فاکولتې دننه هرڅومره په دې ټکو ټینګار او ترمنځ یې واټن رامنځته کړو خو د پوهنتون انګړ کې دا کار نشو کولی هلته اجتماع ګانې لویې دي، له ۱۲ تر ۱۵ محصلین یوې حلقې کې راټولېږي، ماسکونه نه کاروي او یو بل غېږو کې نیسي."

خو د لوړو زده کړو وزارت وايي، ټول د لوړو زده کړو بنسټونه د روغتیايي سپارښتنو پر عملي کولو مکلف دي.

د دې وزارت ویاند مرستیال حنیف فرزان ازادي راډیو ته وویل، د سرغړونکو بنسټونو سره به جدي او قانوني چلند وشي.

د کابل پوهنتون انګړ کې محصلین
د کابل پوهنتون انګړ کې محصلین

هغه زیاته کړه: "د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره باید پوهنتونو او ټولګیو کې حضور پیدا کړي، که د محصلینو او بنسټونو لخوا سرغړونې دوام وکړي د لوړو زده کړو وزارت قانوني اسنادو پر بنسټ به ورسره جدي چلند وشي."

د ښاغلي فرزان په خبره د د میکروب ضد مایع او نورو روغتیايي توکو چمتو کول د تحصیلي بنسټونو پورې اړه لري او دا توکي باید له خپلې بودیجې وپلوري.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۷۷ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

په همدې موده کې په کويډ ۱۹ اخته دوه کسان مړه او ۸۹ نور له یادې ناروغۍ روغ شوي دي.

افغانستان کې د کرونا ویروس خپرېدو څخه تر اوسه ۳۷۶۷۶ کسان په دې ویروس اخته چې له دې ډلې ۲۷۳۱۲ یې روغ او ۱۳۷۷ مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG