د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

د کابل ښار پر بېلابېلو سیمو د ۱۴ راکټونو لګېدو ۱۰ تنه ټپیان کړل


هغه سراچه موټر چې ورڅخه د کابل ښار پر ځینو سیمو راکټي بریدونه وشول
هغه سراچه موټر چې ورڅخه د کابل ښار پر ځینو سیمو راکټي بریدونه وشول

نن د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۱مه کلیزه ده.

ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې ورځې په سهار د ملي دفاع وزارت په انګړ کې د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۱۰۱ کلیزې په درناوي د استقلال څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

خو د دې مراسمو له پای لږ وروسته، د کابل په پنځو حوزو ۱۴ راکټونه ولګېدل.

کورنیو چارو وزارت وايي، دا راکټونه په لومړۍ، دوهمې، نهمې، ۱۰مې او ۱۶مې ناحیه کې پر ملکي ځایونو لګېدلي دي.

د دې وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته وویل، راکټونه له دوو موټرو توغول شوي او په‌کې د ۴ ماشومانو او ۱ ښځې په ګډون ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.

طارق ارین

ښاغلی ارین وايي: "نن د خلکو په مېشت ځایونو د ترهګرو له‌خوا د ۱۴ راتوغول شویو راکټونو له کبله ۱۰ ملکیان ټپیان شوي. دا یو ترهګریز عمل و. موږ له دې پېښې سره د تړاو په تور دوه تنه نیولي، پوښتنې مو ترې پیل کړي، څو ورسره مل نور کسان هم ونیول شي."

د افغانستان حکومت دا پېښه غندلې.

د خپلواکۍ د بېرته ګټلو په ورځ داسې مهال کابل په نښه کېږي چې د ملي مصالحې عالي شورا له طالبانو سره د مخامخ خبرو پیل ته هیله‌مندي ښيي.

دې شورا په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي: "د خپلواکۍ بېرته ګټلو ورځ په داسې حال کې راځي چې د ۴۲ کاله جنګ او جګړو وروسته، په هېواد کې سولې ته نږدې شوي یوو. په نږدې راتلونکي کې به په دوحه کې د بین‌الافغاني مذاکراتو د تاریخي لومړۍ غونډې شاهدان واوسو، تمه ده چې له دې فرصت څخه به ښه استفاده وکړو."

د یو شمېر هېوادونو سربېره، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت قوماندان سکاټ مېلر هم افغانانو ته د ازادۍ د بېرته ګټلو د ۱۰۱مې کلیزې مبارکي ورکړې او تر خوا یې د تاوتریخوالي په کمېدو او له افغان ځواکونو په ملاتړ ټینګار کړی دی.

ښاغلی مېلر وايي: "د غوڅ ملاتړ مأموریت او ناټو په استازولۍ افغانانو ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي وايم. دا د افغان ځواکونو د ملاتړ او اصلاحاتو او همدا ډول د افغانانو لپاره ښه ورځ ده. ښه وخت دى چې ټول اړخونه د پام وړ تاوتریخوالى کم کړي او نظامي اړخونه د سولې لپاره سياسي هلې ځلې وکړي."

طالبانو هم په یوه خپره کړې اعلامیه کې خلکو ته د خپلواکۍ د بېرته ګټلو مبارکي ورکړې او زیاته کړې یې ده، د خپلواکۍ لپاره دې هېواد کې داخلي اړخونه د ولس غوښتنې په نظر کې ونیسي او د سیمې هېوادونه دې د افغانستان خپلواکۍ او موخو ته د رسېدو په لاره کې مرسته وکړي.

په افغانستان کې د خپلواکۍ ۱۰۱مه کلیزه داسې مهال نمانځل کېږي چې د سولې روان بهیر له بل هر وخت ډېر مخکې تللی او ان په لنډ راتلونکي کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل په اړه هم راپورونه ورکړل شوي دي.

خو یو شمېر بیا د نن په څېر راکټي بریدونو ته په اشارې وايي، هغه سوله چې افغانان په‌کې تل‌پاتې ثبات ته ورسېږي، لا یې تر مخې ډېر واټن پروت دی.

XS
SM
MD
LG