د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په اړه د کرکټ لوبه د ګلبدین نایب لوبډلې وګټله


د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د سلمې کلیزې په مناسبت د کرکټ په لوبه کې د ګلبدین نایب لوبډلې راشد خان لوبډلې ته ماته ورکړه.

د دې لوبې پچه د ګلبدین نایب په مشرۍ د افغان ځوانانو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

افغان ځوانانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۹ منډې وکړې چې له ډلې يې ګلبدین نایب ۵۴ احسان الله جنت او حشمت الله شهيدي هر يوه ۴۵-۴۵ او نجیب الله ځدراڼ ۱۳ منډې وکړې.

د افغان اتلانو له لوري دولت ځدراڼ او فريد احمد ۲-۲، شاپور ځدراڼ او ضيا شريفي ۱-۱ لوبغاړي وسوځاول.

په ځواب کې یې د راشد خان په لوبډلمشرۍ د افغان اتلانو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په زیان سره ۱۳۹ منډې وکړې او لوبه یې د ۴۰ منډو په توپیر بایلوده.

د افغان اتلانو له لوري جاوېد احمدي او دروېش رسولي هر يوه ۲۸-۲۸ منډې وکړې، په نورو لوبغاړو کې فريد احمد ۲۲ او شرف الدین اشرف ۲۱منډې وکړې.

د افغان ځوانانو له لوري يمين احمدزي ۳، سيد احمد شېرزاد او ظاهر خان ۲-۲، ګلبدین نایب، نجیب الله ځدراڼ او حميد حسن بیا يوه ـ يوه ویکټه واخیسته.

د لوبې غوره لوبغاړی ګلبدین نایب شو چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۵۴ منډې وکړې او يوه ویکټه یې هم واخیسته.

د دغې لوبې لیدو ته زرګونه افغان مینه وال د ملي بیرغونو او د غازي امان الله خان عکسونو او د خپلواکۍ د نورو سمبولونو سره راغلي وو.

په پام کې وه چې د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې له خوا د افغانستان د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ډولونو، اټنونو، اورلوبو او يو لړ نندارو سره ونمانځل شي، خو د کابل د خونړۍ چاودنې له امله چې په يوه هوټل کې یې له دوه نیمو سوو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله، دغه مراسم ونشول.

XS
SM
MD
LG