د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

ولسمشر غني: دښمنان غواړي چې د افغانستان بیرغ په تور رنګ بدل کړي


ولسمشر محمد اشرف غني
ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر غني په دارلامان ماڼۍ کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت په خپلو خبرو کې وویل، دښمنان غواړي چې د افغانستان بیرغ په تور رنګ بدل کړي، خو امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد له درې رنګه بیرغه کلکه دفاع کوي.

ده وویل: دښمن غواړي څو د افغانستان ملي بیرغ په تور رنګ بدل کړي، خو مونږ له خپل درې رنګه بیرغ او ملي نښانه کلکه دفاع کوو، زه نن له خلکو سره د غم پر ټغر ناست یم، په خورا جدیت ژمنه کوم چې داعش او ترورېستان به له منځه یوسم او ملاتړي به یې د غم پر ټغر کېنوم.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر غني همدارنګه له خلکو وغوښتل څو هغه کسان افشا کړي چې داعشي افکار لري.

د کابل د شهر دُبۍ په نوم د ودونو په تالار کې درنې چاودنې چې داعش یې مسؤلیت منلی، د ولسمشر غوصه راپارولې ده.

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې د دې حملې غچ به واخلي.

دی زیاتوي: مونږ د دې او نورو حملو غچ اخلو، زمونږ ژمنه دا ده چې د داعش ځالې که هغه په شمال کې وي یا په ختیځ کې، له منځه وړو، د داعش په وړاندې به رحم ونه شي، زمونږ جدې مبارزه روانه ده.

د کابل په وروستۍ خونړۍ پېښه کې ۶۳ تنه وژل شوي او ۱۸۲ ټپیان شوي دي.

طالبانو هم دغه حمله غندلې او وحشیانه یې بللې ده.

خو ولسمشر غني ظاهراً طالبان د دې حملې مسؤل ګڼي.

ښاغلي غني وویل، د زړه بوږنوونکو او بې رحمانه وژنو بنسټ طالبانو ایښی او په وینا یې چې په کراتو په جماتونو، ښوونځيو او نورو عامه ځایونو کې یې عملي کړي او مسؤلیت یې منلی دی.

د طالبانو کړنې داسې مهال غندل کېږي چې دغه ډله له امریکا سره د سولې په وروستۍ هوکړې مشوره کوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

​خو اوس پوښتنه دا ده چې په داسې حال کې چې د سولې لپاره هیلې راټوکېدلي، ولسمشر غني ولې په دغې ډلې انتقادونه زیات کړي؟

د سیاسي چارو کار پوه فیض الله جلال وايي: کوم مذاکرات چې د افغان حکومت له استازي پرته د امریکا او طالبانو ترمنځ روان دي، ولسمشر غني ترې ناراضه او په دې باور دی چې د مذاکرو ځای او عناصر دې بدلون ومومي.

ولسمشر غني همدارنګه د ډيورند د کرښې له اخوا اوسېدونکو هم غواړي چې د ترورېستانو ځالې نړیوالو ته په ګوته کړي.

که څه هم افغان حکومت په کراتو پاکستان د ترورېزم پر ملاتړ تورن کړی، خو اسلام اباد دغه تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG