د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

اروپايي ټولنه کرونا ویروس ځپلو هېوادونو سره ۷۵۰ میلیارده یورو مرسته کوي


د اروپايي ټولنې د غړیو هېوادونو غونډه
د اروپايي ټولنې د غړیو هېوادونو غونډه

د اروپايي ټولنې مشرانو د کرونا ویروس د زیانونو د جبران لپاره د ۷۵۰ میلیارد یورو په ارزښت د مالي مرستو پر یوه بسته سلا وکړه.

د اروپايي ټولنې مشرانو په بروکسل کې په خپله غونډه کې د کرونا ویروس د مالي زیانونو د جبران لپاره پر مالي مرستې ګډ توافق وکړ، چې دغه مرستې به د پورونو او مالي مرستې په توګه هغو هېوادونو ته ورکول کېږي، چې کرونا ویروس سخت ځپلي دي.

د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه د بحثونو پر مهال پر دوو ډلو وېشل شوي وو، یوه ډله هغه هېوادونه وو، چې کرونا ویروس سخت مالي زیانونه وراړولي او بله ډله هغه هېوادونه وو، چې د مالي مرستو د لګولو د څرنګوالي په اړه اندېښمن وو.

دغو مشرانو په بې مخینې ډول د راتلونکو اوو کلونو لپاره د یو اعشاریه یو ټریلیون یورو په ارزښت د اروپايي ټولنې پر بودجه هم سلا وکړه.

د اروپايي ټولنې د شورا مشر شارل میشل په ټویټر کې لیکلي: "موافقه وشوه!"

بلخوا د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون دا د اروپا لپاره تاریخي ورځ بللې ده.

ایمانویل مکرون
ایمانویل مکرون

د اروپايي ټولنې د شورا مشر شارل میشل تر دې مخکې ډاډ ښوولی و، هغه جوړجاړی چې ده د اروپايي ټولنې ۲۷ مشرانو ته پېشنهاد کړی، پر پورونو او مالي مرستې د بستې پر سر به د یوې موافقې سبب شي او د مالي مرستو دغه بسته به له اروپا سره مرسته وکړي ځان له هغه اقتصادي رکود څخه وباسي، علت یې د کرونا ویروس وبا ده.

د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون د ارقامو له مخې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۱۴ ملیونو او ۷ لکو اوښتی دی او په دې ویروس په نړۍ کې تر ۶ لکه او لسو زرو ډېر کسان مړه شوي دي.

ښاغلي میشل چې د خبرو مشري یې کوله ویلي، د اروپايي ټولنې مشرانو ته یې واضحه کړې: "دا د دوی مسئولیت دی، چې په بحراني حالت کې د یو بل تر څنګ ودرېږي."

د اروپايي ټولنې دغه سرمشریزه تېره جمعه پیل او د دوو ورځو لپاره پلان شوې وه، خو څرنګه چې د اروپايي ټولنې ۲۷ مشرانو هڅه کوله د کرونا وبا د زیانونو د جبران لپاره پر یوه موافقه او په ټوله کې پر بودجه سلا شي، دغه سرمشریزه دوه وارې تمدید شوه.

دا په تېرو ۲۰ کلونو کې د اروپايي ټولنې تر ټولو اوږده سرمشریزه ګڼل کېږي، چې ۴ ورځې یا شا و خوا ۹۰ ساعته دوام کوي.

د فرانسې په نیس ښار کې په ۲۰۰۰ میلادي کال کې مذاکرې پنځه ورځې غځېدلې وې.

ګڼ ډیپلوماتان وايي، د اروپايي ټولنې مشران پرون ناوخته یو له عمده خنډونو له مخې لیرې کړ، دوی موافقه وکړه چې دا مالي مرستې او پورونه د زیان د جبران په بڼه ورکړل شي.

که څه هم کرونا ویروس د اروپايي ټولنې ټول ۲۷ غړي هېوادونه په اقتصادي لحاظ زیانمن کړي، خو د اروپا په سویل کې د کرونا تر وبا مخکې هم ځینې هېوادونه د بهرنیو پورونو له بحران سره مخامخ وو.

د میشل په وړاندیز کې د مالي مرستو نوې اندازه ۳۹۰ ملیارده یورو ته رسېږي چې ځپل شویو هېوادونو ته وړیا ورکول کېږي او ۳۶۰ ملیارده یورو هم د پور په بڼه ورکول کېږي.

مخکې ۵۰۰ میلیارد یورو په وړیا توګه په پام کې نیول شوې چې بیاکتنه ورباندې شوې ده.

دا د اتریش، هالنډ، ډنمارک او سویډن ترمنځ هغه جوړجاړی دی، چې د مالي مرستې په توګه د دغو پیسو له ورکړې سره مخالف وو.

هالنډ د هغو هېوادونو لپاره چې مالي مرستې ترلاسه کوي په اقتصادي اصلاحاتو کې د نه پرمختګونو په صورت کې د ویتو یا د ردولو لپاره هلې ځلې کولې، خو ډیپلوماتان وايي اوس یې له هغه میکانېزم سره موافقه کړې چې له مخې یې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه د بودجې لګول د درېیو میاشتو لپاره ځنډوي او پر دې پروسې به بیا کتنه کېږي.

بل لوی خنډ هغه وخت لیرې شو، چې پولنډ او هنګري د هغه میکانیزم له ورګډولو سره موافقه وکړه چې د اروپايي ټولنې مالي بودجې د قانون له حاکمیت سره ارتباط ورکړل شي- هغه اصطلاح چې د بیان د ازادۍ او خپلواک قضايي سیسټم په تړاو د قوانینو د تقویې لپاره کارول کېږي.

XS
SM
MD
LG