د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

مسافرین: د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره بیا ناامنۍ زیاتې شوي


د کابل - جلال اباد لار د ماهیپر سیمه
د کابل - جلال اباد لار د ماهیپر سیمه

د کابل ـ جلال اباد د لویې لارې د نا امنۍ له امله د خلکو اندېښنې.

د لغمان اوسېدونکي او پر دغې لارې تېرېدونکي مسافر وایي، په دې وروستیو کې له نسبي امن او کرارۍ وروسته یو ځل بیا ناامنۍ زور اخیستی چې په خبره یې، ستونزې جوړې کړي دي.

د کابل ـ جلال اباد د لویې لارې په اوږدو کې وسله والو فعالیتونو او ناامنۍ د خلکو اندېښنې راپارولي دي.

دوی زیاتوي چې پر دغه لار په ځانګړي ډول د لغمان په سیمو کې وسله وال کسان کمینونه نیسي او حکومتي چارواکي، مامورین او ځيني نور خلک ځوروي او بریدونه پرې کوي.

د کابل ـ جلال اباد د لویې لارې تېرېدونکي مسافر او ځایي خلک وایي، امنیتي مسؤلین په ځانګړې توکه د لغمان چارواکي د دغې لویې او ټرانزیټي لارې امنیت ته پاملرنه جدي نه ګړي، نو لویې ستونزې او ننګونې به رامنځته شي.

یو تن وویل: "نوم مې اجمل دی، په دې نږدې وختونو کې د کابل – جلال اباد لویه لاره ډېره نا امنه شوې ده، په ډېرو خلکو بریدونه وشول، د دې لپاره چې دغه لاره ډېره اهمه او ستراتیژیکه لار ده، هره ورځ پرې زرګونه کسان تګ راتګ او تجارت کوي، نو باید امنیت ته یې پاملرنه وشي او که ناغېړي وشي، نو د ناامنۍ پېښې او ستونزې به زیاتې شي."

یو بل کس وايي: "ظاهرالله نومېږم، دغه لاره یواځې د کابل – جلال اباد نه ده، بلکې د څو ولایتونو او له پاکستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ لاره ده، ډېره نا امنه شوې، حکومتي چارواکي، والیان، سوداګر،ډاکتران او عام خلک زورول کېږي او بریدونه پرې کېږي، نو د لغمان له ولایت مقامه مو جدي غوښتنه ده چې د ناامنۍ مخه یې ونیول شوي."

دغه راز یو بل مسافر وویل: "زما نوم شېرمحمد دی، په دې لنډ وخت کې دغه لویه لاره ډېره نا امنه شوې، دغه لاره ډېره مهمه ده، څخه ټرانزیټي لار ده او څو ولایتونه له یو بل سړه وصلوي، پر دغه لار د لغمان په سیمو کې دولتي چارواکي، مامورین او نور خلک ځورول کېږي او بریدونه پرې کړي، نو له لوړپوړو چارواکو مو هیله دا ده چې دغه لاره دې وژغوري او د مسلمانانو ژوند خوندي کړي."

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا ۱۵ ورځې وړاندې د کابل- جلال اباد پر لویه لار د لغمان په سرخکانو سیمه کې د کونړ د والي د موټرو پر کاروان وسله وال برید شوی و.

د لغمان د سرخکانو سیمه
د لغمان د سرخکانو سیمه

هغه مهال ځينو سرچینو ازادي راډيو ته ویلي وو چې په دغه برید کې خپله والي ته کوم زیان نه دی اوښتی خو دوه ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

له دې پېښې یوه اوونۍ وړاندې پر همدغه لار د نورستان د پخواني والي حافظ عبدالقیوم پر موټریز کاروان هم برید شوی و چې خپله ترې روغ وتلی و، خو ساتونکو او موټرو ته یې زیان اوښتی و.

حافظ عبدالقیوم
حافظ عبدالقیوم

د دغو بریدونو مسؤلیت لا هم چا نه دی منلی.

اخوا د لغمان ځایي چارواکي هم د خلکو اندېښنې مني خو وایي، ولایتي اداره له خپلو ټولو امنیتي ارګانو سره په دې هڅه کې ده چې د لویو لارو او د خلکو د خوندیتوب لپاره ډاډمن امنیت تامین کړي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي ازادي راډيو ته وویل چې په دې وروستیو کې امنیتي ارګانونو د لارو د امنیت لپاره هڅې تېزې کړي او نه یواځې د کابل- جلال اباد بلکې ټولې لارې چې د دغه ولایت مربوط دي، ډاډمنې کړي.

هغه زیاتوي: "د کابل جلال اباد د لارې د لا ډامن امنیت لپاره زمونږ افغان ځواکونه شپه او ورځ هڅه کوي څو خلک په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي، تېره اوونۍ هم د دغې لارې د امنیت ګډوډولو لپاره په یوه کمین کې د قاري روح الله په مشرۍ د طالبانو ګمارل شوې وسله والې ډلې ۱۶ تنه ووژل شول او خپله د روح الله په ګډون ۶ نور یې ټپیان شول، زمونږ هڅه دا ده چې نه یواځې اووم نمبر شاهراه بلکې ټولې لارې ډامنې کړو."

اخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې د دوی ډله د کابل جلال اباد په په لویه لاره په ځانګړي ډول د لغمان په سیمو کې ګزمې کوي او په دولتي کسانو او پوځیانو او د دوی پر موټریزو کاروانونو بریدونه هم د دوی د وسله والو له خوا کېږي.

د کابل – جلال اباد لویه لار په دې سربېره چې د هېواد ختیځ ولایتونه ننګرهار، لغمان، کونړ نورستان او همداشان د کابل سروبي ولسوالۍ له مرکز کابل او له دې لارې نورو ولایتونو سره تړي، د افغانستان او پاکستان د صادراتي او وارداتي توکو د لېږد رالېږد او ټرانزیټ یوه مهمه لاره ګڼل کېږي.

د یادونې وړ ده چې د کابل – جلال اباد لاره ۱۶۵ کیلومټره اوږدوالی لري چې نېږدې نیمایي یې د لغمان په مربوطاتو کې پرته او هره ورځ پرې سپرلۍ لرونکي او په سوداګریزو توکو بار سلګونه لوی او واړه موټر تګ راتګ کوي.

XS
SM
MD
LG