د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

د کورنیو چارو وزارت: پر لغمان او ننګرهار د پرې شوې برښنا په اړه مرسته نه‎ده غوښتل شوې


په‎داسې حال کې چې له نغلو څخه ننګرهار او لغمان ته تللې برښنا پوره ۳۶ ورځې وړاندې د لغمان په بادپښ ولسوالۍ کې د وسله‎والو کسانو له لوري پرې شوې او ننګرهار او لغمان ولایتونه تیاره دي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د پرې شوې برښنا د لاینونو د بېرته تړل کېدو د امنیت د تأمین په برخه کې ترې د مرستې رسمي غوښتنه نه‎ده شوې.

د دې وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۴» ازادي راډيو ته وویل، دوی پوره چمتووالی لري چې د دغه لاینونو د تړلو پر مهال د سیمې امنیت تأمین کړي.

نصرت رحیمي
نصرت رحیمي

نوموړی وايي:

"موږ په امنیتي لحاظ کاملاً اماده یو، کوم تسهیلات چې په‎دې برخه کې ورته اړتیا ده، اماده کوو یې، د برښنا شرکت او اړوند بنسټونه که له موږ په هره برخه کې مرسته وغواړي امنیتي ځواکونه به د دوی په خدمت کې وي، تر اوسه د برښنا شرکت له موږ څخه په رسمي ډول د مرستې غوښتنه نه‎ده کړې که دوی د پوځي مرستې غوښتنه وکړي موږ هره لحظه اماده یو."

دا په داسې حال کې ده چې ۳۶ ورځې وړاندې په بادپښ ولسوالۍ کې چې د لغمان نسبتاً نارامه ولسوالۍ بلل کېږي، د وسله‎والو له لوري له نغلو نه لغمان او ننګرهار ته د تللې برښنا لاینونه پرې شوي دي چې له امله‎یې د ننګرهار او لغمان ولایت اوسېدونکي برښنا نه‎لري.

دا لومړی وار دی چې په بادپښ ولسوالۍ د برښنا یاد لاینونه قطع کېږي، بلکې له دې وړاندې په وار وار د وسله‎والو له لوري په لغمان او ننګرهار کې برښنا قطع شوې ده، خو دا لومړی ځل دی چې بېرته ترمیم‌يې له میاشتې زیات وخت نیسي.

د بادپښ اوسېدونکو له دې وړاندې ویلي وو چې باید دغه ولسوالۍ ته هم برښنا ورکړل شي، خو دا ځل‌يې غوښتنې نه‎دي په ډاګه شوي.

د وسله‎والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته په یو لیکلي پیغام کې یاده ستونزه سیمه‎ییزه مسئله یاده کړې او ویلي یې دي چې دوی يې د حلولو په هڅه کې دي.

د افغانستان د برښنا شرکت وايي، که امنیتي ځواکونه ورسره مرسته وکړي، یاده ستونزه په څو ساعتونو کې حلولای شي.

د دې شرکت ویاند وحیدالله توحیدي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، هڅه کېږي چې یاده ستونزه د سیمې د قومي مشرانو او سپین‎ږیرو په وسیله د خبرو له لارې حل شي.

وحیدالله توحیدي
وحیدالله توحیدي

ښاغلي توحیدي زیاته کړه:

"که موږ ته امنیتي ستونزه حل کړای شي، موږ کولای شو چې په ډېر کم وخت کې یعنې په درې یا څلورو ساعتونو کې د ننګرهار او لغمان برښنا وصل کړو، هلته امنیتي ستونزه شته، که موږ ته امنیتي حالات ښه شي او موږ ته اجازه راکړل شي، که هره مکمنه لاره وي که د سپین‎ږیرو د خبرو له لارې هم وي او ساحه امن شي، زموږ همکاران ځي او برښنا رغوي."

ښاغلی توحيدي وايي چې له نغلو څخه ننګرهار او لغمان د تللې برښنا د دایمي ستونزې د حل په هدف په بدیلو لارو هم بحثونه پیل شوي، خو نوموړي ونه‌ویل چې بدیله لاره به کومه یوه وي.

په همدې حال کې په ننګرهار کې په لسګونه مدني فعالانو د برښنا د نه‌موجودیت له امله په جلال‎اباد ښار کې د عدالت غوښتنې خیمه وهلې او د اعتراض په ډول‌يې یو شمېر لاټینونه په سړکونو ايښي دي.

مدني فعال راحت ګل زیارمل ازادي راډيو ته وویل، د عدالت غوښتنې دا خیمه به تر هغه ولاړه وي تر کومه ننګرهار او لغمان ته د تللې برښنا د امنیت دایمي حل‎لاره ونه‌لټول شي.

نوموړی وايي:

"دا بېخي له تصوره پورته خبره ده، دلته د سیلاب قول اردو پرته ده، له دې نه شااوخوا په ۱۵ کېلو مترۍ کې یو څوک د برښنا لاینونه قطع کوي او د قول اردو په موجودیت او د حکومت په دومره امکاناتو کې بېرته نه‌تړل کېږي دا د ختیځو ولایتونو له ولسونو سره ستره جفا او غداري ده."

خو د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا له ناستې مخکې رسنیو ته وویل چې د ننګرهار او لغمان د برښنا په اړه په امنیت شورا کې د دغې ستونزې په دایمي حل بحثونه کېږي.

ښاغلي عبدالله دغه‌شان وویل چې د برښنا د مزو پرې کېدو د ننګرهار او لغمان په اقتصادي وضعیت بد اغېز کړی او خلک‌یې له سختو ننګونو سره مخ کړي دي.

راپور: اکرام‎الله اکرام

XS
SM
MD
LG