د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

'کووېډ-۱۹'؛ ملګرو ملتونو پر یو شمېر هېوادونو د بیان ازادۍ د محدودولو تور پورې کړ


ارشیف
ارشیف

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د بشري حقونو د شورا مشرې، میشل باچلېت د روسیې او چین په ګډون پر یو شمېر هېوادونو تور پورې کړی چې له کرونا ویروس سره د مبارزې تر نوم لاندې یې د بیان ازادي محدوده کړې او پر خلکو یې سانسور لګولی دی.

میشل باچلېت پرون (د جون ۳۰مه) هغه بیانونه هم د اندېښنې وړ بللي چې له امریکا خپرېږي او د کرونا ویروس په اړه شک په‌کې څرګندېږي یا د دې ویروس له کبله د پېښ خطر حقیقت په‌کې ردېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په بې‌ساري ډول زیاتې شوې دي.

له دې امله، د امریکا په یو شمېر ایالتونو کې چارواکو د رستورانتونو، بارونو او کوچنیو تجارتونو د بېرته بندولو پرېکړه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مشرې پرون په جنوا کې د دې ادارې په ۴۴مه غونډه کې پر نړۍ د کرونا ویروس د وبا د اغېز په اړه خبرې وکړې.

هغې وویل چې روسیه، کوسوو او چین په هغو هېوادونو کې دي چې د ژرونالېستانو، مدني فعالانو، بلاګ لیکونکو پر ضد تهدید زیات شوی او هدف‌یې دا دی چې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره د حکومتونو پر کمزورو هڅو د انتقاد مخنیوی وشي.

میشل باچلېت څرګنده کړه چې سانسور او د بیان د ازادۍ تهدید د هغو معلوماتو د خپرېدو مخنیوی کوي چې د کرونا ویروس پر ضد د روانې مبارزې لپاره ډېر مهم دي. باالعکس، د باچلېت په باور، حکومتونه باید له خپلو خلکو سره د معلوماتو د ازادۍ د اصل پر بنا، حقایق شریک کړي او په منظم او دوامدار ډول ضروري معلومات ورکړي.

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د بشري حقونو د شورا مشره میشل باچلېت
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د بشري حقونو د شورا مشره میشل باچلېت

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د مشرې په وینا، د امریکا، برازیل، بروندای، نیکاراګوا، تازنیا او بلاروس په څېر هېوادونه د اندېښنې وړ دي ځکه داسې بیانونه ورڅخه خپرېږي چې د کرونا د ویروس د راغلې وبا حقیقت ردوي.

باچلېت ویلي چې پر داسې اساسي مسایلو د نظر اختلاف د وبا د لا زیاتې خپرېدا سبب کېږي او د وبا د له‌منځه وړلو لپاره پر هڅو منفي اغېز کوي.

هغې پرون په جنوا کې وویل چې د کرونا ویروس د لومړیو پېښو له ثبته تر شپږو میاشتو زیات وخت تېر شوی دی او واضح شوې چې راغلې وبا د نړۍ سولې او پرمختګ ته تهدید پېښ کړی دی.

میشل باچلېت د لږکیو په اړه په خبرو کې وویل چې هغوی به نه‌یوازې دا چې د کرونا د ویروس وبا له اقتصادي او ټولنیزه پلوه ډېر خوږ کړي، د درملنې په وخت کې به د هغوی پر ضد د رنګ او توکم پر اساس تبعیض د هغوی په ټولنو کې تلفات هم زیات کړي.

هغې له کرونا ویروس سره په مبارزه کې پر دې چې (تبعیض وژونکی دی) او (خلک د هغوی له ټولنیز او اقتصادي حقه محرومول وژونکی دی) ټینګار وکړ.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د راپور په حواله چې پرون مازدیګر خپور شو، ویل کېږي چې په تېر یوه شواروز کې د امریکا په متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس ۴۲ زره نوې مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

دا څرګندوي چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې لږترلږه په متحده ایالاتو کې لا هم د زیاتېدو په حال کې دي.

XS
SM
MD
LG