د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

د امریکا په ځینو ایالتونو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې بیا زیاتې شوي


د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په متحدو ایالاتو کې پرون د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ لږترلږه ۴۲ زره تازه پېښې ثبت شوي.
د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په متحدو ایالاتو کې پرون د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ لږترلږه ۴۲ زره تازه پېښې ثبت شوي.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د کرونا ویروس د نویو پېښو له زیاتېدو سره څو نور ایالتونه هم د بارونو، رستورانتونو او نور کاروبارونو د بیا پرانیستو له پرېکړې تر شا شول.

چارواکي شکایت کوي چې اکثره خلک د ماسک د اغوستو او ټولنیزې فاصلې د رعایتولو لارښوونې له پامه غورځوي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په متحدو ایالاتو کې پرون د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ لږترلږه ۴۲ زره تازه پېښې ثبت شوي او له دې داسې ښکاري چې د کرونا ویروس تازه پېښې خورا په چټکۍ په زیاتېدو دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ساري ناروغیو مخکښ متخصص ډاکتر انتوني فاوچي په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د نویو پېښو د زیاتېدو په اړه اندېښنه وښوده.

دی چې د سپینې ماڼۍ له خوا د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې لپاره د ضربتي ډلې غړی دی وايي، نوې شمېرې په هغو ایالتونو کې ثبت شوي چې د دې ناروغۍ د مخنیوي مقررات یې بې وخته نرم کړل.

ډاکتر انتوني فاوچي
ډاکتر انتوني فاوچي

فاوچي به نن سې شنبه د مشرانو جرګې استماعیه غونډې ته په دې اړه چې ایا خلکو ته دې کارونو او ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړل شي که نه، معلومات ورکړي.

دی وايي، دوی باید دوې اوونۍ نور هم صبر کړی وای او بیا یې محدودیتونه لیرې کړي وای.

په امریکا کې د کرونا وایروس ډېری نوې پېښې د دغه هېواد په جنوبي او لوېدیځو ایالتونو کې ثبت شوي دي.

د اریزونا والي ډاګ دوسي بارونو، سینماګانو، جیمونو او د لامبو پارکونو ته سم د لاسه د ۳۰ ورځو لپاره د تړل کېدو امر کړی دی.

والي وروسته له هغې عکس العمل وښود چې تېره یکشنبه په دغه ایالت کې چارواکو د کرونا ویروس د ۳۸۵۸ نویو پېښو راپور ورکړ، چې دا په دغه ایالت کې په یوه ورځ د کرونا وایروس تر ټولو لوړ شمېر دی.

د اریزونا والي پرون وویل، اټکل دا دی چې دغه شمېر به راتلونکې اوونۍ تر دې هم زیات شي.

د فلوریډا او ټکزاس ایالتونو چارواکو سر له راتلونکې جمعې د ټولو تازه پرانیستل شویو بارونو د تړلو امر کړی، بلخوا د نیوجرسي والي فیل مرفي ویلي، هغسې چې په پام کې وه د دې اوونۍ په وروستیو کې به سرپټي خوړنځایونه بېرته نه پرانیستل کېږي.

پرون دوشنبه ډېری ایالتونو خپلو وګړو ته امر وکړ، چې په عامه ځایونو کې ماسکونه وکاروي، حال دا چې د مخکنیو پالیسیو له مخې د ماسک کارول اختیاري و.

د جانس هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر لسو میلیونو اوښتی او تر پنځو لکو او ۴۰۰۰ ډېر کسان یې له کبله مړه شوي دي.

دغې وبا د نړۍ په سطحه د امریکا متحد ایالتونه سخت ځپلي، چې د دغه ویروس تر دوو میلیونو او شپږو لکو زیاتې پېښې په کې ثبت شوي او د مړو شمېر هم په کې تر یو لک او ۲۶۰۰۰ اوښتی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیدروس اډهانوم ګیبریسوس پرون دوشنبه خبرداری ورکړ، چې د کرونا وبا به ژر ختمه نه شي.

نوموړي زیاته کړه نړۍ به په راتلونکو میاشتو کې هم لا ډېر زغم، حوصلې، تواضع او سخاوت ته اړتیا ولري.

XS
SM
MD
LG