د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۲

امریکا د ایران د هستوي پروګرام معافیت ختم کړ


د امریکا بیرغ
د امریکا بیرغ

امریکا د ایران د هستوي پروګرام په تړاو ورکړل شوی معافیت ختم کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو پرون وویل چې دوی هېڅ توجیه نه‌لري چې د ایران له اټمي پروګرام سره په ملکي برخه کې د همکاریو ورکړل شوی معافیت تمدید کړي، ځکه چې ایران د خپل اټمي پروګرام په تړاو له خپلو تعهدونو مکرره سرغړونه کړې ده.

د امریکا له دې اقدام سره به هغه روسي، چینايي او اروپايي شرکتونه چې تر اوسه‌یې له ایران سره په ملکي اټمي برخه کې همکاري کوله، له دې کاره منع شي.

په دې ډول به له ایران سره د نړیوالو د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې وروستۍ برخه هم چې تر اوسه عملي کېده، خلاصه شي.

کله چې ایران په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له نړیوالو سره اټمي موافقه لاسلیک کړه، اجازه ورکړل شوې وه چې له روسي، اروپايي او چینايي شرکتونو سره د اټمي پروګرام پر ملکي اړخ همکاري ته دوام ورکړي.

د امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له ایران سره د نړیوالو اټمي موافقه نیمګړې وبلله او د ځان د وتلو اعلان‌یې وکړ. تر دې کار وروسته، امریکا پر ایران بندیزونه له سره ولګول.

له ایران سره د نړیوالو موافقه، 'برجام' بلل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

پومپیو وویل چې د ایران د رژیم اټمي اخاذي به پر ایران فشار زیات کړي او په نړیواله ټولنه کې به د ایران رژیم لا زیات منزوي شي.

خو د یو شمېر کارپوهانو په باور، ایران ته ورکړل شوي معافیت نړیوالو کارپوهانو ته موقع ورکړې وه چې د تهران پر اټمي هڅو او د ساینسي تحقیق پر پروګرامونو چې د ملکي سوله‌dیزو اهدافو لپاره دي لکه د دوا جوړول، کلک نظر ولري.

له ایران سره د ملکي اټمي همکاریو پای ته رسېدل په دې معنی ده چې داراک د درنو اوبو په رېکټر په کار، د تهران د تحقیقاتي رېکټر لپاره د سونګ موادو په برابرولو او له ایرانه د اټمي زبالې د ایستلو په برخه کې همکاري پای ته رسېږي.

د یو شمېر څارونکو له نظره، د معافیت لغو کېدل به واشنګټن له هغو هېوادونو سره چې له ایران سره‌یې په ۲۰۱۵ میلادی کال کې اټمي موافقه لاسلیک کړې، بریتانیا، جرمني، روسیه، چین او فرانسه او د موافقې د بریالیتوب هڅې یې کولې، له پېچلي حالت سره مخامخ کړي.

ځکه امریکا غواړي چې هغوی په ملګرو ملتونو کې ورسره یو لاس شي او پر ایران د وسلو هغه بندیز چې ملګرو ملتونو لګولی تمدید کړي.

د وسلو د کنټرول په ټولنه کې د اټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي برخې مشر، کسلي دیونپورت د ازادې اروپا/ ازادي راډیو خبري برخې ته ویلي چې د معافیت لغوه کېدل په موافقه کې غړي هېوادونه په سخت وضعیت کې اچوي ځکه که چېرې هغوی د امریکا له وروستي اعلانه سره له ایران سره همکارۍ ته دوام ورکړي، د امریکا له لوري د تحریم له ګواښ سره مخامخ کېږي او که له ایران سره همکاري بنده کړي، نو پر هغه موافقه به‌یې تېری کړی وي چې په خپله‌یې له ایران سره لاسلیک کړې ده.

د ۲۰۱۵ میلادي کال په اټمي موافقه کې د ایران له اټمي پروګرام سره د نړیوالو ملکي همکاریو معافیت د دې لپاره ورکړل شوی و چې د ایران اټمي هڅې شفافې شي او د وسلو د جوړولو قابلیت کم شي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

خو په کانګرس کې د دې کار مخالفانو او د امریکا د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ ادارې باور څرګند کړی چې د همکاریو معافیت ایران ته موقع ورکوله چې داسې ټکنالوژي تر لاسه کړي چې د اټمي وسلو په جوړولو کې هم کار ورڅخه اخیستلئ شي.

د ټرمپ پر اداره یو شمېر منتقدان په دې باور دي چې پر ایران د حد اکثر فشار راوستلو پالېسي یې نه‌ده توانېدلې چې تهران قانع کړي چې پر نوې موافقه خبرې پیل کړي.

XS
SM
MD
LG