د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

بدني روزنې ریاست: د کرونا ویروس خپرېدو سپورټي برخه زیانمنه کړې


د افغانستان د فوټبال لوبډله
د افغانستان د فوټبال لوبډله

د افغانستان د بدني روزنې ریاست وايي، د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د سپورتي نړۍ سره اړوند ټول لوبغاړي اړ شوي چې په کورو کې پاته شي او له همدې کبله لوبې زیانمنې شوي.

د دې تر څنګ یو شمېر لوبغالو او روزنیزو مرکزونو ته اقتصادي زیان هم اووښتی.

د افغانستان د بدني تربیې ریاست وايي، د کرونا ویروس له کبله لوبغاړي اړ شوي چې پر کورو پاته شي او خپلې روزنې وځنډوي.

د دغه ریاست ویاند عارف پیمان د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته په دې اړه داسې وویل: "په ټوله کې ټول ورزش کوونکي چې په افغانستان کې ثبت دي، زیانمن شوي دي، دوی د کرونا ویروس له کبله پر کورو پاتې دي، په ځانګړې توګه واليبال، باسکټبال او فوټبال زیات زیان لیدلی دی، همداراز ورزشي ځایونو، د سنوکر د روزنې مرکزونو او د لامبو حوضونو ته اقتصادي زیان اووښتی."

عارف پیمان زیاتوي چې د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال که څه هم د ټولنې ټول غړي له روواني فشار سره مخامخ شوي خو د هغو کسانو د بدن دفاعي سیستم پياوړی وي چې ورزش کوي.

له همدې کبله دې ویروس د ورزش کارانو پر رواني حالت ډېر منفي اغېز نه دی کړی.

د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال د یو شمېر لوبو روزونکي د ویډیو له لارې درس ورکوي او لوبغاړي هم د انټرنېټ له لارې تمرین کوي.

په دوی کې یو داسې ښوونکی افغان غېږه ایستونکی او سوک وهونکی سیر بهادرزاده دی.

د شوټو نړیوال اتل سیر بهادرزاده به په سینګاپور کې د یو ایف سي لوبغاړو ته د ویډيو له لارې روزنه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د دې لوبې مخکښ بهادرزاده هیله لري چې د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال افغانستان ته خدمت وکړي.

په جګړه ځپلي افغانستان کې د لویېدو پر مهال افغان سوک وهونکي سیر بهادرزاده د نړۍ د نورو کوچنیانو غوندي کوچنیوالی نه درلود.

د کابل د یو ایف سي ستوری سیر بهادرزاده په پنځلس کلنۍ کې نیدرلنډ ته کډه شوی و.

دغه افغان کډوال هلته له مارټین ډي جونګ څخه د سوک وهنې لوبه زده کړه.

دی په شوټو کې نړیوال اتل شو.

شوټو د غېږې ایستلو جاپانۍ بڼه ده.

دا لوبه وروسته د ایم ایم اې برخه شوه.

ساوت چاینا مورنینګ پوسټ خپرونې د بهادرزاده له قوله لیلکي چې وايي: "که څه هم زه له افغانستانه لیرې یم، خلک يې زما زړه ته نیږدې دي، زه د کرونا ویروس د وبا پر مهال له دوی سره څنګ پر څنګ ولاړ یم لکه دوی چې زما د ټول مسلکي ژوند پر مهال له ما سره ولاړ وو."

بهادرزاده پر نړیواله کچه د عظیم یا ستر په نوم یادېږي.

دی په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د یو ایف سي غړی شو او په لومړۍ لوبه کې يې پاولو تیانګ ته ماتې ورکړه او د کې او ګټونکی شو.

XS
SM
MD
LG