د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

افغانستان کرکټ ملي لوبډله له ایرلنډ سره دوهمه لوبه کوي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له ایرلنډ سره د روان شل اوریز نړیوال جام دوهمه لوبه ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، لوبه د کابل په وخت یوه بجه پیلېږي او د افغانستان ملي سپورټ ټلوېزیون‌یې په ژوندۍ بڼه خپروي.

د نن ورځې لوبه هم د هند په ګریټر نویدا لوبغالي کې ترسره کېږي.

د دغه جام لومړۍ لوبه د تېرې پنجشنبې په ورځ افغانستان ګټلې وه.

د جام وروستۍ سیالۍ د سې شنبې په ورځ د مارچ په ۱۰مه ترسره کېږي.

له دې وړاندې د افغانستان او ایرلنډ لوبډلو نړیوالې شل اوریزې لوبې کړي چې د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې ۱۲یې افغانانو ګټلې دي.

XS
SM
MD
LG