د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

د شخصي رسنیو مسؤلین: د رسنیو قانون کې تعدیل کودتا بولوو


ارشیف
ارشیف

افغانستان کې د شخصي رسنیو یو شمېر مسؤلین د حکومت له لوري د رسنیو په قانون کې تعدیل د رسنیو پر وړاندې کودتا بولي.

له هغې وروسته چې افغان حکومت د رسنیو په قانون کې د تعدیل خبره راپورته کړه دغې چارې په افغانستان کې د یو شمېر شخصي رسنیو تند غبرګون راوپاراوه.

دغو شخصي رسنیو ان حکومت د بیان ازادۍ په برخه کې په سانسور کولو هم تورن کړ.
د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کي وویل، حکومت په دې حساسو شرایطو کې نور مهم لومړیتوبونه لري او باید هغې ته پام وکړي.

هغه وايي: "حکومت د اوس لپاره ډېر لومړیتوبونه لري باید خپلو لومړيتوبونو ته لومړیتوب ورکړي په دې حساسو شرایطو کې چې د افغان حکومت د رسنیو په برخه کې د سیمې په کچه ډېر ښه قانون لري نو د دې قانون تعدیل زما په باور د رسنیو پر وړاندې یو کودتا ده."

د ښاغلي دانش په خبره، د بیان ازادي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ترلاسه شوي باید په لوړ ارزښت سره وساتل شي.

د اریانا شخصي ټلویزیون د نشراتو مسؤل خوشحال آصفي بیا به دې برخه کې حکومت په بې غورۍ تورنوي.

دی وايي: "موږ یوه ژوره اندېښنه چې لرو هغه د رسنیو د جواز اخیستلو او د کار په برخه کې تعدیل له دې وړاندې د محکمې صلاحیت و خو اوس دغه کار د رسنیو د تخطۍ کمېسیون ته وسپاره کله چې دغه کار دې کمېسیون ته وسپارل شي هلته بیا قومي، ژبني، مذهبي او داسې نورو مسایلو ته هلته لمن وهل کېږي."

افغان حکومت روانه اوونۍ د رسنیو په قانون کې د تعدیل وړاندیز وکړ چې له مخې به یې په رسنیو یو شمېر محدویتونه وضع شي.

په نوي تعدیل شوي قانون کې هغه موارد چې د رسنیو د جدي غبرګونونو سره مخ شوي، هغه سرچینې چې رسنیو ته اطلاعات ورکوي دغو سرچینو نوم او ټول معلومات باید امنیتي، عدلي او قضايي بنسټونو سره شریک شي، دویم د اندېښنې وړ خبره، د رسنیو جواز اخیستل او د کار تعدیل دی چې وروسته له دې د رسنیو د تخطۍ کمېسیون د دې کار صلاحیت لري حال دا چې دغه کار له دې وړاندې د محکمې صلاحیت و، په نوي قانون کې د شخصي رسنیو لپاره تعریف شوي چې هغه هم ګونګ دی.

دغه نوي قانون په ۶ فصلونو او ۵۹ مادو کې ترتیب شوی چې په نږدې راتلونکې کې به پارلمان ته د تأیید لپاره واستول شي.

خو د رسنیو دې اندېښونو ته د افغانستان حکومت په ځواب کې وايي، د بیان ازادۍ ساتل د افغان حکومت لپاره یو اصل دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د پنچشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، ولسمشر او ټول حکومت د بیان ازادۍ ملاتړ کوي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

هغه زیاته کړه: "حکومت هېڅ وخت هم د بیان ازادۍ د محدویت لپاره پلان نه لري، افغان ولسمشر او ټول حکومت د بیان ازادۍ لپاره ژمن دي، زموږ د بیان ازادي دغه ستره لاسته رواړنه د سیمې په کچه نظیر نه لري او افغان حکومت د رسنیو د ملاتړ لپاره ګوټلي ګامونه هم پورته کړي او د رسنیو شتون زموږ ټول لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده."

له دې وړاندې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش هم ويلي و چې حکومت د رسنیو د ازادۍ محدودولو نیت نه لري.

ښاغلي دانش د چهارشنبې په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي وو چې افغان حکومت اساسي قانون او دغه راز د خپلو اتباعو اساسي حقونو ته ژمن دی، نو پر همدې اساس د رسنیو د ازادۍ محدودولو اراده نه لري.

دانش همداراز ويلي چې د بیان ازادي او د رسنیو ازادي د افغانستان تر ټولو مهمه لاسته راوړنه او د افغان حکومت سره کرښه ده.

څو ورځې وړاندې یو شمېر رسنیو، خبريالانو او د ژورنالیستانو د ملاتړ ادارې ولسمشر اشرف غني ته په یوه پرانستي لیک کې د رسنیو په قانون کې د تعدیلاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

XS
SM
MD
LG