د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

د کرونا ویروس له امله نړیوالو بندیزونو د میلیونونو انسانانو ژوند وژغوره


ارشیف
ارشیف

په داسې حال کې چې نړیوال ورو ورو بندیزونه نرموي، تازه ساینسي څېړونو څرګنده کړې چې سره له دې چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره لګول شویو بندیزونو په ټوله کې نړیوال اقتصاد ته ضربه ورکړه، د میلیونونو انسانانو ژوند ورسره وژغورل شو.

د یو شمېر منتقدانو له نظره د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره کلکو بندیزونو د انسانانو رواني صحت ته تاوان درلود او نورې ستونزې یې هم زیاتې کړې لکه د هغو کسانو لپاره چې له نورو ناروغیو کړېدل، پاملرنه کمه شوې وه.

په کره اسنادو کې څرګنده شوې چې د بندیزونو په وخت کې په کورونو کې زور زیاتی او لوږه زیاته شوې او میلیونونه وګړي بې‌کاره شوي دي.

نورې ستونزې چې له دې کبله پېښې شوې دا وې چې میلیونونه زده‌کوونکي په ټوله نړۍ کې له زده‌کړې شاته پاته شول، د نړۍ اقتصاد کمزوری شو او پر راتلونکي یې د انسانانو باور کم کړ.

له دې کبله، په نړیواله کچه کارپوهان پر دې بحث کوي چې بندیزونه باید څومره ژر لیرې شي یا دا چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره لګول شوي بندیزونه په څومره وخت کې لیرې شي چې پېښ شوی روغتیايي بحران لا زیات نه‌کړي، خو اقتصادي فشار چې نړیوال ورلاندې دي کم کړي.

خو هغه تازه څېړنې چې په بریتانیا او امریکا کې شوي څرګندوي چې هغه بندیزونه چې د کرونا ویروس د خپرېدو په ابتدا کې ولګول شول پر وخت او پر ځای وو او د خلکو د خوندیتوب سره‌یې مرسته وکړه.

ارشیف
ارشیف

د لندن د امپریال کالج د څېړونکو په تازه څېړنه کې چې نيچر ژورنال خپره کړې، اټکل شوی چې د مې میاشتې تر څلورمې نېټې پورې لګول شویو بندیزونو په ۱۱ اروپايي هېوادونو کې د درې میلیونه انسانانو د مړینې مخنیوی وکړ. په دې کې ایټالیا، فرانسه، اسپانیا، بلجیم، اتریش، سویډن او یو شمېر نور اروپايي هېوادونه شامل دي.

خو د دې څېړنیز ګروپ یوه غړي، سیت فلکسمن ویلي چې دا ډول ادعاوې چې د کرونا ویروس خطر له‌منځه تللی، په کلکه ردوي ځکه د هغه له نظره نړیوال تر اوسه د دې وبا په ابتدا کې دي.

هغه ویلي، دا په دې معنی ده چې په داسې وخت کې چې بندیزونه د نرمېدو په حال کې دي، په سږ دوبي یا د مني په پيل کې د کرونا ویروس د دوهمې څپې د راتلو امکان ډېر زیات دی.

همدې اندېښنې ته په پام، د روغتیا نړیوال سازمان مشر د جون په ۱۵مه، خبرداری ورکړ چې هېوادونه باید دا احتمال له پامه ونه‌غورځوي چې د کرونا ویروس یو وار بیا اوج ته رسېدلائ شي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر
د روغتیا نړیوال سازمان مشر

تئدوس ادهانوم ګبریاسوس وویل چې اروپايي هېوادونه هغه بندیزونه چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره‌یې لګولي وو، هره ورځ لا زیات نرموي، خو دې ته باید پام وشي چې د کرونا ویروس خطر لا نه‌دی کم شوی.

کرونا ویروس اول وار په ډسمبر کې د چین له ووهان ښاره راپیدا او بیا ټولې نړۍ ته خپور شو.

د چین حکومت په وروستیو کې ویلي و چې د ویروس حرکت‌یې کنټرول کړی او په تقریباً ۵۰ ورځو کې یې هېڅ نوې پېښه نه‌ده ثبت کړې، خو په دې اوونۍ کې یو وار بیا د پيکنګ په ښار کې د ویروس د خپرېدو له کبله بندیزونه ولګېدل او زیاتې سیمې قرنطین شوې.

ارشیف
ارشیف

د نوي زیلاند حکومت چې کرونا ویروس‌یې له‌منځه وړی او اعلان‌یې کړی و چې هلته د ویروس ریښې ایستل شوي، په دې اوونۍ کې د تازه پېښو د ثبت اعلان وکړ.

خو له دې ټولو مسئلو سره، یوه بله څېړنه چې د امریکا د کالفورنیا په پوهنتون کې شوې او هغه هم د نېچر ژورنال خپره کړې، اټکل کوي چې په چین، ایران، جنوبي کوریا، ایتالیا، فرانسه او متحده ایالاتو کې بندیزونو په کرونا ویروس د ۶۲ میلیونه انسانانو د اخته کېدو امکان ځنډولی یا یې په ویروس له اخته کېدو ژغورلي دي.

سلمان سیانګ چې د دې څېړنیز ګروپ مشري یې کوله ویلي چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره کلک اقدام دومره انسانان وژغورل چې تر دې وړاندې هېڅکله هم نه‌وو ژغورل شوي.

XS
SM
MD
LG