د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

روغتیا نړیوال سازمان د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو درملنې برخه لارښود بدلوي


په کرونا ویروس اخته ناروغ د درملنې پر مهال.
په کرونا ویروس اخته ناروغ د درملنې پر مهال.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي هڅه کوي د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې په برخه کې په خپل لارښود کې بدلون راولي.

د ډبلیو اېچ او له‌خوا دا اقدام وروسته له هغه کېږي چې د اکسفورډ پوهنتون روغتیایي متخصصینو ویلي چې دیکسامیتازون هغه ارزان بیه او د لاسرسي وړ درمل دي چې کولای شي په کرونا ویروس د اخته کسانو ژوند وژغوري.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس پرون ناوخته په یوې وینا کې وویل، دا لومړني درمل دي چې د کرونا ویروس له کبله د مړینې په مخنیوي کې مرسته کولای شي.

د نوموړي په خبره ډبلیو اېچ او د دیکسامیتازون په اړه نورې پلټنې پیل کړي او د هغو د نتایجو پر اساس به د دې درملو د کارولو د څرنګوالي په اړه خپل لارښود اعلان کړي.

د اکسفورډ څېړونکو د موندنو له مخې چې پرون سې شنبه خپرې شوې، دیکسامیتازون چې له ۱۹۶۰ لسیزې راهیسې د ارتروز ناروغیو د التهاب د راکمولو لپاره کارول کېږي، دغه‌راز د کرونا ویروس پر وړاندې د بدن د ایمیني سیستم د غبرګون پر وخت د ځینو زیانونو د مخنیوي لپاره ګټور ثابت شوي دي.

دغه تحقیقات د کرونا په ویروس اخته دوه زره کسانو شوي چې په روغتونونو کې بستر دي. هغوی ته لږ اندازه دیکسامیتازون ورکړل شوي دي او بیا د دوی روغتیايي وضعیت له نورو څلورو زرو ناروغانو سره مقایسه شوی چې په یادې ناروغۍ اخته دي، خو دا درمل نه‌دي ورکړل شوي.

د همدې موندنې پر اساس د دیکسامیتازون تر کارولو وروسته د هغو ناروغانو چې د تنفس له مصنوعي دستګاه کار اخلي، د مړینې خطر له ۴۰ څخه ۲۸ ته راټیټ شوی او د هغو کسانو لپاره چې یوازې یې اکسیجن اخیست، خطر له ۲۵ څخه ۲۰ ته راټیټ شو.

بریتانیایي څېړونکي په دې باور دي چې دا لومړني درمل دي چې تر اوسه‌یې ښودلې د مړینې خطر راکموي او دا د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د درملنې لپاره یو لوی تحول بولي.

XS
SM
MD
LG