د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۸

د امریکا پخوانی مرستیال ولسمشر ډیک چینی مړشو


د امریکا پخوانی مرستیال ولسمشر ډیک چیني د ۸۴ کلنۍ په عمر مړشو.

نوموړي د امریکا د پخواني ولسمشرجورج ډبلیو بوش د جمهوري ریاست په دوو دورو کې چې لومړی یې پرافغانستان او عراق له پوځي حملو سره مله وه، د هغه د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله. پرامریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبرد یولسمې له تروریستي بریدونو وروسته، واشنګټن په افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په نوم جګړه پیل کړه او دوه کاله وروسته په ۲۰۰۳ کې یې د عراق د پخواني ولسمشرصدام حسین د رژیم د نسکورولو لپاره هغه هیوادته ځواکونه واستول. پرافغانستان د امریکا د پوځي حملې په نتیجه کې د طالبانو د لومړۍ دورې واکمنۍ ته د پای ټکی کیښودل شو او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ نوې اداره رامنځته شوه.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې ډیری داسې انګیري چې ډیک چیني د دې خلاف چې په دودیزډول د یوه مرستیال ولسمشرپه توګه یې رول زیات مهم نه و، د پردې ترشا یې د یوه پیاوړي ځواک په توګه رول ولوباوه.

ډیک چیني چې په کین اړخو سیاستوالو کې یې ښه نوم نه درلود، د خپل عمر په وروستیو کې دغه وضعیت هغه مهال بدل کړل چې نوموړي په ۲۰۲۴ کال کې د ولسمشرډونالډ ټرمپ له بریا سره په ښکاره مخالفت وکړ. د چیني لور لیزچیني چې پخوا یې په کانګرس کې د وایمینګ استازیتوب کاوه، وویل چې جمهوریپال پلار یې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ټرمپ سیالې، ډیموکراټې کاملا هاریس ته رایه ورکړې وه. په هغې اعلامیه کې چې د چیني د کورنۍ له خوا خپره شوې، ویل شوي چې نوموړي د تنفسي او د زړه او رګونو د ناروغیو د پیچلتیاوو له امله ساه ورکړه. ډیک چیني مخکې له دې چې د پخواني ولسمشرجورج بوش د مرستیال په توګه دنده پیل کړي، د امریکا د کانګرس د غړي او د دفاع وزیر په توګه دندې ترسره کړې وې. هغه د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ دوه دورې د ۴۶ مرستیال ولسمشر په توګه پاتې شوی دی.

XS
SM
MD
LG