د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

افغانستان کې د 'نړیوال مذهبي ازادیو' په اړه د امریکا راپور په وړاندې غبرګونونه


ارشیف، د عدالت د نشتوالي په اړه اعتراض
ارشیف، د عدالت د نشتوالي په اړه اعتراض

په افغانستان کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغه راپور په وړاندې غبرګونونه راپارېدلي چې "په ۲۰۱۹ کال کې د نړیوال مذهبي ازادیو" په اړه خپور شوی دی.

۲۰۱۹ کال کې د نړيوال مذهبي ازادیو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو راپور خپور کړی چې په هغه کې د مذهبي اقليتونو د ازاديو او امنيت په اړه اندېښنه ښودل شوې.

د دې راپور په يوه برخه کې په افغانستان کې د شيعه مذهبو د نفوس په اړه هم ويل شوي.

د راپور له خپرېدو وروسته چې په هغه کې د افغانستان د وګړو د شمېر، د هزاره قوم او دغه‌شان د شیعه‌ګانو سلنې ته اشاره شوی، په دې هېواد کې یو وار بیا د مذهبي او قومي جوړښت په اړه بحثونه راپورته شوي دي.

تازه د وحدت اسلامي ګوند مشر کریم خلیلي د دې راپور هغه برخه چې په افغانستان کې د شيعه‌ګانو سلنه تر ۱۵ فيصده ښوول شوې، بې‌بنسټه بللې ده.

کریم خلیلي د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یاد راپور سلیقوي، د اندېښنې وړ او په‌کې خپرې شوې شمېرې ناسمې بللې دي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې په افغانستان کې تر دې دمه دقیقه او علمي سرشمېرنه نه‌ده ترسره شوې او ټینګار شوی چې بهرنۍ منابع باید په دې اړه ارقام خپاره نه‌کړي او نه هم سلیقوي چلند وکړي.

کریم خلیلي
کریم خلیلي

که څه هم د اسلامي وحدت ګوند په دې اعلامیه کې په ټینګار ویل شوي چې له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو له مرستې وروسته هم د افغانستان د وګړو د شمېر دقیقې شمېرې نه‌شته، خو د افغانستان د احصائيې او معلوماتو ملي ادارې په روان ۱۳۹۹ لمریز کال کې د افغانستان د وګړو شمېر ۳۲،۹ میلیونه وګړي اټکل کړی دی چې له دې جملې يې ۱۶،۸ میلیونه نارینه او ۱۶،۱ میلیون ښځې دي.

د دې ادارې ویانده روبینا شهابي که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خپور شوي راپور په اړه څه نه‌وايي، خو وايي چې دوی په افغانستان کې د وګړو د وېش په اساس د قومونو شمېرې نه‌لري.

هغې زیاته کړه: "په دې اړه چې په افغانستان کې د وګړو شمېر په قومي، ژبني او مذهبي لحاظ وشي دا نه پخوا شوي دي او نه اوس موږ داسې شمېرې په لاس کې لرو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې بیا دا شمېر ۳۵،۷ میلیونه کسان ښودل شوی دی.

د دې راپور اصلي محتوا په افغانستان کې د مذهبي اقلیتونو د امنیتي او مذهبي ازادیو د وضعیت په اړه ده.

په راپور کې دې ته اشاره شوې ده چې په افغانستان کې شیعه مذهبي، سېکهان او هندوان د داعش او نورو وسله‌والو ډلو تر حملو لاندې راغلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې راپور کې د [پیو] په نوم د یو امریکايي بنسټ له قوله لیکل شوي دي چې شیعه مذهبه د افغانستان د نفوسو ۱۰ تر ۱۵ سلنه جوړوي، هغه موضوع چې د دې غبرګونونو د راپارېدلو سبب شوی.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې په افغانستان کې د شیعه مذهبو ۹۰ سلنه مشران او رهبران د هزاره توکم څخه دي چې زیاتره‌يې جعفري دي او د دې سربيره اسماعیله شیعه‌ګان هم په‌کې شته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دغه راپور کې راغلي په افغانستان کې د سني او شیعه د شمېر په اړه د باور وړ سرچینه نه‎شته او د افغانستان د احصائیې ملي اداره هم د دغه هېواد نفوس د تفکیک پر بنسټ نه‎اعلانوي.

دوه ورځې وړاندې د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش هم د دغه راپور په اړه غبرګون ښودلی وو.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي وو چې په دې راپور کې د هزاره او شیعه‌ګانو په اړه شمېرې کره نه‌دي او باید د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه کره سرچینې وړاندې کړي.

افغانستان؛ هغه هېواد دی چې لا يې هم د وګړو دقیق شمېر نه‌دی معلوم او په دې هېواد کې د قومونو او مذهبونو د وګړو په شمېر بحث حساسه او پارونکې موضوع بلل کېږي.

یو شمېر افغان سیاسي څېړونکي بیا وايي چې په داسې یو حساس پړاو کې چې افغانستان له هرې خوا له بحران سره مخ دی دغه ډول قومي بحثونه راپورته کول ستونزې لاپسې زیاتوي.

لیکوال او څېړونکی ارشاد رغاند وايي: "په داسې یو وخت کې چې افغانستان ګڼ نور بحرانونه په مخ کې لري، له کرونا نیولې بیا د افغانستان د سیاسي نظام د راتلونکي بحث، له طالبانو سره د سولې خبرې، نو په داسې حساسه مرحله کې د بهرنیو هېوادونو له لوري په دې هېواد کې د قومونو د شمېر بحث راپورته کول یو بل بحران او د تفرقې اور ته لمن وهل دي، زما غوښتنه دا ده چې زموږ سیاسیون باید په اوس وخت کې په شعوري یا غیر شعوري ډول د دغه لوبې برخه ونه‌ګرځي."

د سیاسي چارو بل افغان کارپوه عصمت قانع بیا د افغانستان د وګړو د شمېر په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه خپرې شوې شمېرې غیر اکاډمیکي بولي، خو غوښتنه کوي چې "سیاسي سوداګر" باید په دې موضوع سوداګري ونه‌کړي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان ملت د تاریخ په اوږدو کې متحد ملت وو او دی، د خلکو ترمنځ د قومي کرکې دېوالونه نړېدلي دي او دا ملت په متحده توګه عمل کوي، ښه دا ده چې داسې یو حکومت د دې ملت د ملاتړ له لارې رامنځته شي چې خلکو ته متحدانه او مساوي خدمات وړاندې کړي ځکه افغان ملت اوس‌مهال په سلو کې سل سلنه وږی او تږی دی او د ټولو قومونو پر وجود غربت، بې‌سوادي او وروسته پاتې‌والی مساوي وېشل شوی دی، نو زه ویلی شم چې د افغانستان ملت په یو شي کې اکثریت دی چې هغه فقر دی او فقر په دې هېواد کې د یو ملي او قومي هویت په توګه رامنځته شوی دی."

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دا نش ویلي چې په افغانستان کې د وګړو او د قومونو د دقیقو شمېرو نه‌موجودیت يوه ستونزه ده او افغان حکومت غواړي چې دغه ستونزه د برېښنایي تذکرو د وېش له لارې حل کړي.

نوموړي ویلي حکومت غواړي چې د برېښناني تذکرو د وېش بهیر چټک کړي.

د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر افغان حکومت د تېر ۱۳۹۷ لمریز کال په پسرلي کې پيل کړی دی چې یو شمېر سیاستوالو له مخالفت سره سره د راپورونو په اساس تر دې دمه نږدې ۸ لکه کسانو دغه تذکرې اخیستې دي.

برېښنايي تذکره
برېښنايي تذکره

په برېښنايي تذکرو کې د شخصي معلوماتو ترڅنګ قومي او دیني معلومات هم ځای پر ځای کېږي چې د زیات شمېر کسانو په باور د دې هېواد د وګړو د دقیقو شمېرو ستونزه یو څه کمولای شي.

د یادولو ده چې تر دې مخکې هم د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د مذهبي ازاديو په اړه يو راپور خپور کړی وو.

په دې راپور کې ويل شوي وو چې شيعه مذهبه د امنيت له پلوه په افغانستان کې خوندي نه‌دي او حکومت د هندوانو او سېکهانو په شمول مذهبي اقليتونو ته د ارامې فضا رامنځته کولو کې پاتې راغلی هغه تور چې افغان حکومت تل رد کړی.

XS
SM
MD
LG