د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

له دایکندي تر ویرجینیا؛ زینب محسني د امریکا کانګرس ته نومانده ده


زینب محسني
زینب محسني

زینب محسني له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، د امریکا کانګرس ته یې د نوماندۍ یواځنی هدف د افغان مېرمنو د زړورتیا ښودل او هلته مېشتو افغانانو ته خدمت کول دي.

په افغانستان کې له خپل منځي جګړو امریکا ته تللې افغان کډواله، زینب محسني!

اغلې محسني هغه مهال چې په افغانستان کې خپل منځي جګړو زور واخیست پاکستان ته مهاجره شوه او له هغه هېواده بيا په ۲۰۰۳ میلادي کال کې امریکا ته ولاړه.

نوموړې هلته له لوړو زدوه کړو وروسته اوس غواړي چې د ډیموکرات ګوند له ادرسه د امریکا کانګرس ته ځان نومانده کړي.

اغلې محسني د خپلې نوماندۍ په اړه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "په امریکا کې غریب او هغه طبقه خلک چې خپل حقوق ورته نه رسېږي ډېری هغه کسان چې دی چې مهاجر او کارګران دي نو ما هم په همدې دلیل کانګرس ته ځان نوماند کړ چې د دې خلکو یو څرګند غږ وواسم، ځکه دوي په اقلیت کې راځي."

اغلې محسني په افغانستان کې د دایکندی ولایت ده.

نوموړې په امریکا کې د اړیکو په برخه کې د لوړو زده کړو ترڅنګ اوس مهال د امریکا په ویرجینیا ښار کې د ښځو د حقونو د مدافع ټولنې غړې هم ده.

زینب محسني
زینب محسني

۳۱ کلنه زینب محسني له خپلې کورنۍ سره چې ۳ ورونه او یو خور لري د امریکا په ویرجنیا ښار کې ژوند کوي.

له نوموړې مې د افغان مېرمنو په اړه هم پوښتنه وکړه، د هغې لیدلوری د افغان میرمنو په اړه داسې دی.

هغې زیاته کړه: "افغان مېرمنې زموږ لپاره الهام بخښونکي دي، که څه هم په افغانستان کې زیاتې ستونزې دي خو بیا هم افغان مېرمنې له دې ستونزو سره مبارزه کوي او دا موږ ته امېد راکوي، الهام راکوي چې ښځې کولای شي د ژوند په سختو حالاتو کې مبارزه وکړي."

دغه افغان مېرمنه د ۱۲۵ رضاکاره ځوانانو او نجونو په مرسته خپلې بریا ته هیله منده ده او زیاتوي، هغه افغان مېرمنې او ځوانان چې د امریکا په ګوټ ګوټ کې له ستونزو سره لاس او ګریوان دي له بریا وروسته به ورته رسېدنه کوي.

XS
SM
MD
LG