د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

امریکا کې د یوه لوړپوړي چارواکي پر لرې کېدا څېړنه پیل شوې


سټیف لینیک د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپيو په اړه په څېړنه بوخت و چې ډونالډ ټرمپ یې د لرې کېدو خبره وکړه.
سټیف لینیک د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپيو په اړه په څېړنه بوخت و چې ډونالډ ټرمپ یې د لرې کېدو خبره وکړه.

د امریکا د کانګرس ډیموکراتو غړو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د یوه لوړپوړي غړي د لرې کېدو په اړه څیړنې ييل کړې.

د بهرنیو چارو وزارت سرپلټونکی سټیف لینیک د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپيو په اړه په څېړنه بوخت و چې ډونالډ ټرمپ یې د لرې کېدو خبره وکړه.

د امریکا د کانګرس ډیموکرات غړي وايي، د بهرنیو چارو وزارت سرپلټونکي د دې لپاره د سیاسي انګېزې له مخې له دندې لرې شوی چې د مایک پومپیو په اړه یې څېړنه کوله.

ډیموکراتان استدلال کوي چې د سټیف لینیک څېړنه د ښاغلي پومپیو د ناوړه اقداماتو په اړه وه.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر ایلیوټ انګل پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، سټیف لینیک د دې لپاره له دندې لرې شوی چې مایک پومپیو له حساب کتابه وژغورل شي.

د کانګرس ډیموکرات غړي وایي، داسې کړنې د امریکا ډیموکراتیک بنسټونه کمزوري کوي او ممکن دا د غچ اخیستنې یو اقدام وي.

امریکایي رسنیو د کانګرس د ډیموکراتو استازو په حواله ویلي، سټیف لینیک د هغو شکایتونو په اړه څېړنه کوله چې له واکه د ښاغلي پومپیو د ناوړه استفادې په اړه وو.

شکایت دا و چې مایک پومپیو د بهرنیو چارو وزارت له کارکوونکو د خپلو شخصي کارونو لپاره ګټه اخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د خوړو بسته بندۍ او د مایک پومپيو د سپي ساتنه هغه مسایل دي چې څېړنه پرې پېل شوې وه.

سپینې ماڼۍ پرون شنبه راپور ورکړ چې ډونالډ ټرمپ د مایک پومپیو په سپارښتنه د بهرنیو چارو وزارت سرپلټونکی له دندې لرې کړی.

مایک پومپیو ټرمپ ته د نژدې چارواکو له ډلې بلل کېږي.

د امریکا د قانون له مخې، سپینه ماڼۍ باید د یوه مفتش یا پلټونکي د لرې کولو خبر دېرش ورځې مخکې کانګرس ته ورکړي.

اوس د کانګرس د دواړو جرګو ډیموکراتانو د سټیف لینیک د لرې کېدو په اړه څېړنې پېل کړي او غواړي چې د ډونالډ ټرمپ اداره هغه اسناد ورسره شریک کړي چې له مخې یې دغه سرپلټونکی له دندې لرې شوی.

له اپریل میاشتې راهیسې لینیک دریم چارواکی دی چې د لوړپوړو امریکایانو په اړه د څېړنو له کبله له دندې لرې کېږي.

له دې سره د ټرمپ پر ادارې دا نیوکې زیاتې شوي چې ګواکې پلټونکي د سیاسي انګېزې له مخې له دندو لرې کوي.

سټیف لینیک پخوا څارنوال و او نوموړی د پخواني ولسمشر بارک اوباما له خوا بهرنیو چارو وزارت کې سر پلټونکی ټاکل شوی و چې هر ډول ناوړه مدیریت افشا کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت منلې چې د ډونالډ ټرمپ د مرستیال مایک پنس یو پخوانی همکار سټیفن اکارد به د بهرنیو چارو وزارت د تفتیش او پلټنې چارې پر غاړه واخلي.

اکارد په بهرنیو چارو وزارت کې د امریکا د بهرنیو ماموریتونو د مشر په توګه کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG