د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

سېف دې چلډرن: له ۸ میلیونو زیات افغان ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري


ارشیف، د کابل په یوه کمپ کې دوه کورني بې‌ځایه شوي ماشومان.
ارشیف، د کابل په یوه کمپ کې دوه کورني بې‌ځایه شوي ماشومان.

د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله مؤسسه (سېف دې چلډرن) وايي، اوس‌مهال ۸،۱۲ میلیونه افغان ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري.

همدې مؤسسې مخکې له دې بشري مرستو ته د اړو افغان ماشومانو شمېر ۵،۲۶ میلیون ښودلی و.

په افغانستان کې د 'سېف دې چلډرن' مؤسسې ویاندې مریم عطايي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د کرونا ویروس خپرېدو د افغان ماشومانو اوسنی ناوړه وضعیت تر پخوا لا زیات خراب او له نور ګواښ سره مخ کړی دی.

اغلې عطايي زیاتوي: "داسې کورنۍ شته چې له ګواښ سره مخامخ دي، په لیرې پرتو سیمو کې اوسي او په قرنطین کې خپلو ماشومانو ته ښه او کافي خواړه نه‌شي ورکولای. دا په دې معنی ده چې دا ماشومان ځورېږي. د ماشومانو د خوندیتوب مؤسسه له نړیوالې ټولنې غواړي چې سمدستي اقدام وکړي او دې ماشومانو ته لږترلږه سم او کافي خواړه برابر کړي."

د ماشومانو د خوندیتوب مؤسسې مشر میلان دنیچ هم پرون افغانستان ته د بشري مرستو او تجارتي موادو د واردولو او هغو سیمو ته چې بې‌وزلي خلک په‌کې اوسي د دې موادو د رسولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

ارشیف، کابل کې یو ماشوم د پلاستیکي خلطو د پلور پر مهال
ارشیف، کابل کې یو ماشوم د پلاستیکي خلطو د پلور پر مهال

د ملګرو ملتونو یونېسیف ادارې په اپرېل میاشت کې ویلي و چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د محدودیتونو د دوام له کبله کورنیو د خپلو عوایدو سرچینې له لاسه ورکړي چې ورسره د خوارځواکۍ ستونزه هم د زیاتېدو په حال کې ده او دا حالت به پر ماشومانو ناوړه اغېز وکړي. په افغانستان کې د یونېسف استازي ابوبکر کامپو شاوخوا دوه میاشتې مخکې ویلي و، د ټول هېواد په کچه له پنځو کلونو د ټیټ عمر لرونکو هغو ماشومانو شمېر چې په خوارځواکۍ اخته دي، په ۱۰۰ کې ۱۱ زیات شوی.

د نوموړي د اټکل له مخې د دې ماشومانو شمېر اوس‌مهال ۶۹۰ زره تنو ته رسېږي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په ټوله کې شاوخوا ۱۴ میلیونه افغانان عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

په کابل کې یو شمېر کورني بې‌ځایه شوي ماشومان
په کابل کې یو شمېر کورني بې‌ځایه شوي ماشومان

'سېف دې چلډرن' په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو ماشومانو د شمېر د زیاتېدو خبرداری داسې مهال ورکوي چې افغان حکومت په دې وروستیو کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره محدودیتونه د درېیو نورو میاشتو لپاره وغځول.

په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر پرون د غبرګولي په ۲۳مه شاوخوا ۲۴ زرو ته ورسېد.

XS
SM
MD
LG