د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۵

'افغانستان کې ۷ میلیونه ماشومان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي'


د کرونا ویروس کړکېچ او له همدې امله د ښارونو تړل کېدو هغه ماشومان سخت زیانمن کړي، چې په ورځ کې یو وخت کې سمه غذا نه لري.
د کرونا ویروس کړکېچ او له همدې امله د ښارونو تړل کېدو هغه ماشومان سخت زیانمن کړي، چې په ورځ کې یو وخت کې سمه غذا نه لري.

د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله اداره (سېف د چلډرن) وايي، چې کرونا ویروس له امله د ښارونو تړل کېدو، د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو له امله په افغانستان کې ۷میلیونو ماشومان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله اداره له نړیوالې ټولنې او له افغان حکومت غواړي، چې په افغانستان کې له لوږې سره مخ ۷ میلیونو ماشومانونو غم دې په خپل وخت وخوري.

په افغانستان کې د دغې ادارې ویاندې مریم عطايي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل ۷ میلیونه افغان ماشومان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

هغه زیاتوي: "هغه سروې چې د خوراکي توکو د امنیت ډلې له لورې ترسره شوې، ښکاره کوي، چې د مې او اپرېل په میاشتو کې د افغانستان له یو پرې درې میلیونه نفوس څخه چې ۷ اعشاریه ۳ میلیونه یې ماشومان جوړه وي، د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي."

مېرمن عطايي زیاتوي، له بده مرغه د کرونا ویروس کړکېچ او له همدې امله د ښارونو تړل کېدو هغه ماشومان سخت زیانمن کړي، چې په ورځ کې یو وخت کې سمه غذا نه لري.

د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله اداره ټینګار کوي، که چېرې په خپل وخت دوی ته خوراکي توکي ونه رسېږي، نو په لرې پرتو سیمو کې ماشومانو او امیدوارې له مړینې سره مخ شي او یا به هم خوراځواکي زیاته کړي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله له تېرې یوې میاشتې راهیسې د پلازمینې کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر سترو ښارونو کې ګرځبندیز لګول شوی.

له تېرې یوې میاشتې راهیسې د پلازمینې کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر سترو ښارونو کې ګرځبندیز لګول شوی.
له تېرې یوې میاشتې راهیسې د پلازمینې کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر سترو ښارونو کې ګرځبندیز لګول شوی.

د حکومت له دغه اقدام سره په ښارونو کې د خوراکي توکو بیې څو چنده لوړې شوې او هغه کسان او ماشومان بېکاره شوي، چې په ورځني روز مزد یې د ژوند چارې سمبالولې.

که څه هم افغان حکومت تر اوسه په اړه څه نه دي ویلي، خو دوه ورځې وړاندې یې په کابل ښار کې د نانوایانو له لارې بې ‌وزلو او اړمنو ته د ډوډۍ د ورکړې لړۍ پیل کړه.

ولسمشر محمد اشرف غني په خپل پيغام کې ویلي دا بهیر له کابله پیلېږي او د روانې اوونۍ تر پایه به په هرات، مزار شریف، کندهار، کندز او جلال‌اباد ته هم وغځېږي، همدا ډول به ډېر ژر په ټولو ولایتونو کې خلک له دې مرستو برخه ‌من شي.

XS
SM
MD
LG