د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

د بشر حقونو کمېسیون: حکومت د ه‍ر برید او لویې پېښې د څېړنو پایلې پټې ساتي


کابل کې پر دشت برچي روغتون له برید وروسته شېبې
کابل کې پر دشت برچي روغتون له برید وروسته شېبې

که څه هم د افغانستان حکومت د نږدې ه‍ر برید او یا هم هرې لویې پېښې وروسته څېړنیز پلاوی ګماري، خو د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د دې ډول څېړنو پایلې نه‌ډاګیزه کېږي.

دغه کمېسیون وايي، حکومت د هغو حملو د څېړنو پایلې پټې ساتي چې باید له خلکو سره شریکې شي.

دا کمېسیون وروسته تر دې دا خبره کوي چې د کابل په دشت برچي روغتون له حملې د ۲۳ ورځو تېرېدو وروسته، د بې‌پولې ډاکترانو ټولنه وايي، دوی لا هم نه‌پوهېږي چې دا برید چا کړی.

د دې کمېسیون کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور د جمعې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۱۶» ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه پورې د حکومت له‌خوا د هېڅ یوې پېښې وروستی راپور له خلکو او ان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون سره نه‌دی شریک شوی.

شکرالله مشکور
شکرالله مشکور

ښاغلی مشکور زیاتوي: "تر اوسه پورې د حقیقت موندنو کمېټو خپل راپور له خلکو، رسنیو او ان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون سره نه‌دی شریک کړی. زموږ غوښتنه هم همدا ده چې د داسې حقیقت موندنکو کمېسیونونو راپورونه په بې‌طرفانه ډول، له ولس، خلکو او د بشر حقونو خپلواک کمېسیون سره شریک شي."

د همدې شکایتونو په دوام، د چهارشنبې په ورځ د بې‌پولې ډاکترانو ټولنې په یوه اعلامیه کې وویل، تر اوسه دوی نه‌پوهېږي چې د کابل په لوېدیځ کې د دشت برچي په سل بستریز ملي روغتون حمله چا او ولې کړې.

دې ټولنې له افغان حکومته په خپله اعلامیه کې په دې اړه د وضاحت غوښتنه کړې.

اعلامیه کې زیاته شوې "له دې برید نږدې درې اوونۍ تېرېږي، خو موږ تر اوسه نه‌پوهېږو چې دا برید چا کړی، ولې یې زموږ ناروغان او کارکوونکي په نښه کړل. نه‌پوهېږو د دې برید تر شا د چا لاس دی. له همدې کبله له مسؤلو چارواکو غواړو چې په دې اړه واضحه څېړنې وکړي."

د بې‌پولې ډاکترانو ټولنې له دې برید وروسته، خپل فعالیت ځنډولی دی او زیاتوي، د دوی پوښتنو ته له ځواب پرته به ستونزمنه وي چې دوی په دې سیمه کې خپلې چارې له سره پیل کړي.

د کورنیو چارو وزارت په دشت برچي سیمه کې د ښځو او ماشونو په دې روغتون د برید په اړه د څېړنو د جزئیاتو له شریکولو ډډه کوي.

د دې وزارت ویاند طارق ارین وايي، په دې اړه دوی وړاندې معلومات خپاره کړي او هماغه بسنه کوي.

دې وزارت وړاندې دا برید د طالبانو او داعش ډلې کار بللی و، خو ولسمشرۍ ماڼۍ بیا وايي، له هرې ترهګریزې پېښې وروسته څېړنې کېږي.

د ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د پېښو په اړه د پلټنو پایلې وخت په وخت له خلکو سره شریکې شوې دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال

ښاغلی مینه‌پال زیاتوي: "هره ترهګریزه پېښه چې هرې ترهګرې ډلې کړې، حکومت‌یې معلومات له ولس سره شریک کړي دي. د هرې ترهګریزې پېښې په اړه پلټنې په رسمي ډول کېږي او وخت په وخت‌یې معلومات له ولس سره شریکېږي."

دا لومړی ځل نه‌دی چې په افغانستان کې د پېښو د پلټنو د پایلو د ګونګ برخلیک په اړه نیوکه کېږي، بلکې له دې وړاندې هم د ډېرو څېړنو پایلې په یوه ډول خلکو سره شریکې شوي، خو د هغوی قناعت‌یې نه‌دی حاصل کړی.

تازه د افغانستان حکومت په وزیر محمد اکبر خان جومات کې د شوې چاودنې د څېړنې لپاره چې په‌کې د دې جومات خطیب محمد ایاز نیازی ووژل شو، پلټونکی پلاوی ګمارلی، څو دا پېښه په هر اړخیز ډول وڅېړي.

XS
SM
MD
LG