د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

د ایران نوی پارلمان پرانیستل شو


د ایران پارلمان
د ایران پارلمان

د ایران نوي پارلمان د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۰۷» کار شروع کړ.

په دې پارلمان کې د ولسمشر ملاتړي لږ دي، خو حسن روحاني د پارلمان د پرانیستو پر مهال هیله ښکاره کړه چې د ولس استازي به ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

د ایران نوی پارلمان پرون پرانیستل شو. دا انتخابات د فبرورۍ به میاشت کې وشول. اصلاح غوښتونکي او منځلاري محافظه‌کاران چې د ولسمشر حسن روحاني ملاتړي دي د پارلمان په دې دوره کې په اقلیت کې دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

تمه ده چې د محافظه‌کارانو او بنسټ‌پالو ائتلاف د ایران په پارلمان کې دا ځل ډېر برلاسه وي.

خو د ځینو راپورونو له مخې په انتخاباتو کې د دې ائتلاف تر بریالي کېدو وروسته د پارلمان د رئیس پر سر جنجالونه پیدا شوي دي.

د تهران پخوانی ښاروال محمد باقر قالیباف د محافظه‌کارانو له لوري د پارلمان ریاست ته نومول شوی او ویل کېږي چې بنسټ‌پاله دې کس ته د زیات منځلاري په سترګه ګوري.

محافظه‌کاران د پارلمان د ریاست لپاره مصطفی میر سالم غوره ګڼي. میر سالم هغه څوک دی چې د ولسمشر حسن روحاني پر تګلارو او په ۲۰۱۵ کال کې د ایران او د نړۍ د پياوړو قدرتونو ترمنځ‌یې پر اټمي تړون تل انتقاد کړی دی.

اکثر بنسټ‌پاله په دې باور دي چې اټمي تړون د دې سبب شو چې پر ایران نور بندیزونه ولګول شي او ایران‌یې نور هم اقتصادي کړکېچ ته ورداخل کړی دی.

د فبرورۍ په میاشت کې ۴۳ په سلو کې رأی ورکوونکو په پارلماني انتخاباتو کې رایې ورکړې. دا د ایران د اسلامي جمهوریت په ۴۳ کلن تاریخ کې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون تر ټولو ټیټه کچه ده.

ایران کې د نوي پارلمان د پرانیستې مراسمو پر مهال حسن روحاني وینا وکړه
ایران کې د نوي پارلمان د پرانیستې مراسمو پر مهال حسن روحاني وینا وکړه

د ایران چارواکو تمه لرله چې د رای ورکوونکو شپيته په سلو کې به ګډون وکړي، خو د کرونا ویروس خپرېدو او د ولسمشر روحاني د ملاتړو اصلاح‌طلبانو چلند په انتخاباتو کې د لږ ګډون اصلي عوامل بلل کېږي.

ولسمشر روحاني پرون د پارلمان د پرانیستو پر مهال هیله ښکاره کړه چې د ده د حکومت په پاتې یوه کال کې د پارلمان او حکومت ترمنځ همکاري وي او تمه‌یې وښوده چې په پارلمان کې ډلې ټپلې تر خپلو ګټو ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

د ایران نګهبان شورا تر انتخاباتو مخکې د ۵۶ فیصده نوماندانو چې انتخاباتو ته درېدل، صلاحیت رد کړی وو، په دوی کې په ایران کې یو شمېر پېژندل شوې سیاسي څېرې وې.

XS
SM
MD
LG