د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

ارګ: طالبان باید تر بین‌الافغاني مذاکراتو وړاندې تاوتریخوالی راکم کړي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي طالبان باید تر بین‌الافغاني مذاکراتو وړاندې تاوتریخوالی راکم کړي.

افغان حکومت یو ځل بیا ټینګار کوي چې د طالبانو له لوري باید تاوتریخوالی راکم شي تر څو د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره زمینه برابره شي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې د افغان ولسمشر او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په وروستۍ لیدنه هم په دې خبره ټینګار وشو چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتېدل به د سولې بهیر زیانمن کړي.

خو طالبان بیا ټینګار کوي چې د دوی او امریکا ترمنځ د توافق‌نامې بشپړ پلي کېدل د افغانستان د مسئلې حل دی.

ښاغلي صدیقي نن پنجشنبه "۱۳۹۹ د غبرګولی ۰۱" ازادي راډيو ته وویل چې د ولسمشر غني، د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ترمنځ د تازه لیدو کاتو په ترڅ کې په دې بحث وشو چې طالبان باید ژر تر ژره بین‌الافغاني خبرو اترو ته زمینه برابره کړي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

هغه زیاته کړه: "د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي او جګړې دوام په ځای اقدام نه‌دی او دا به د سولې پروسه له ګواښ سره مخ کړي، د افغان حکومت، نړیوالې ټولنې او ښاغلي خلیل‌زاد ټينګار دا دی چې اوربند او یا هم د تاویخوالي کمښت موجود وي تر څو مستقیمو مذاکراتو ته زمینه برابره شي."

ښاغلی صدیقي وایي په دې لیدو کتو کې د بندیانو د خلاصون پر مېکانیزمونو هم بحث شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد قطر او کابل ته د خپلو تازه سفرونه په اړه پر خپله ټویټرپاڼه معلومات خپاره کړي دي.

ښاغلي خلیل‌زاد قطر ته د خپل سفر او د طالبانو له سیاسي مشرانو سره د خبرو اړوند لیکلي چې "د تاوتریخوالي په اړه ما طالبانو ته وویل چې تاوتریخوالی باید د ټولو خواوو له لوري کم شي، د دې جګړې لګښتونو بې‌ګناه افغانان خورا ډېر او د اوږدې مودې لپاره کړولي دي."

نوموړي دغه‌راز کابل کې له ولسمشر غني او د مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره د لیدلو په اړه لیکلي چې موږ د نورو هغو ژمنو په بېړه په ترسره کولو توافق وکړ چې د متحده ایالاتو-طالبانو په توافق‌لیک او د متحده ایالاتو-افغانستان په ګډې اعلامیې د دواړو لورو د بندیانو د خلاصون او د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل په ګډون کې راغلي.

له دې سره د په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ملا برادر اخند له زلمي خلیل‌زاد سره په ناسته کې ټینګار کړی چې د افغانستان د مسئلې حل د دوی او امریکا ترمنځ د هوکړې په بشپړ تطبیق کې دی.

د سهیل شاهین په وینا، د بندیانو خلاصونه به د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له لوري د وروستیو بریدونو په غبرګون کې د ولسمشر غني له لوري افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته له فعاله دفاعي حالت نه د تهاجمي حملو امر شوی دی.

او په دې امر سره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو له لوري بریدونو یو ځل بیا زور واخیست.

اوس پوښتنه دا ده چې په دې حال کې چې تاوتریخوالی د تېر په پرتله زیات شوی او د طالبانو له لوري د بندیانو پر خلاصون ټینګار کېږي، د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره به زمینه برابرېدای شي؟

په افغانستان کې د سولې او شخړې د انسټټیوټ مرستیال حکمت‌الله اعظمي په دې باور دی چې طالبان باید د بندیانو د خلاصون مسئله باندې زیات ټینګار پر ځای د بین‌الافغاني خبرو او تاوتریخوالي د کمښت زمینه برابره کړي.

حکمت‌الله اعظمي
حکمت‌الله اعظمي

دی وايی: "زه فکر کوم چې طالبان دې دا د پنځه زره بندیانو مسئله ډېره جدي ونه‌نیسي، تر دې مهاله چې زر بندیان‌یې هم خوشې شوي دا دې ورته د منلو وړ وګرځي، او دا به کافي وي چې بین‌الافغاني مذاکرات پیل شي، ځکه کله چې بین‌الافغاني مذاکرات کامیاب شي په هغه صورت کې به له پنځه زره زیات بندیان هم ازاد شي، که طالبان په رښتیا د سولې پروسې ته ژمن وي او غواړي چې بالاخره جګړه پای ته ورسېږي، نو د بندیانو موضوع دې نه پلمه کوي."

د ښاغلي اعظمي په خبره، دا مهال د افغان حکومت لپاره ښه فرصت دی چې تر څو د سولې بهیر په برخه کې هڅې چټکې کړي ځکه د نوموړي په خبره اوس سیاسي اختلافات حل او په سوله دې تمرکز وکړي او امریکا هم باید د دوی او طالبانو ترمنځ د هوکړې بشپړ جزئیات له افغان حکومت سره شریک کړي تر څو د هغه په اساس اقدام وکړي.

XS
SM
MD
LG