د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

افغان حکومت د بین‌الافغاني خبرو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع غوښتنه لري


په قطر کې د طالبانو ډله
په قطر کې د طالبانو ډله

ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي موافقې تر لاسلیک وروسته، د افغانستان حکومت اوس د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع غوښتنه لري.

په پام کې وه دغه خبرې د مارچ میاشتې پر ۱۰مه پیل شي، خو تر اوسه‌یې د پیل څرک نه‌لګېږي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري دوشنبه ماښام «۱۳۹۹ کال د غويي ۲۹» ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د سولې لپاره د سیمې او نورو هېوادونو صادقانه همکاري ضروري ده.

ناجیه انوري
ناجیه انوري

اغلې انوري زیاتوي: "د افغانستان حکومت د سیمې او نړۍ د هېوادونو پر نقش او د افغانانو په مالکیت او د دولت په رهبرۍ د سولې پروسې د بریا لپاره د هغو د ملاتړ پر تأثیر باور لري. ځکه نو حکومت د افغانستان د سولې لپاره تل د سیمې او نړۍ د اجماع پر پیاوړتیا کار کړی او تمه لري چې هېوادونه د افغانستان د سولې له پروسې سره صادقانه همکاري وکړي."

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله سیاسي موافقه د یکشنبې په ورځ لاسلیک کړه چې له مخې یې ښاغلی عبدالله د مصالحې عالي شورا د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي توافق لاسلیک
د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي توافق لاسلیک

که څه هم نړیوالو د دې سیاسي موافقې هرکلی کړی، خو طالبانو د سولې د هڅو لپاره دا موافقه بریالۍ نه‌ده بللې.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په ټویټر کې په هغه ورځ لیکلي وو: "د افغانستان د ستونزې حل هغه وخت ممکن دی چې د دوحې موافقه بشپړه عملي، زندانیان ازاد او بین‌الافغاني خبرو ته لار اواره شي."

طالبانو تر اوسه د مخامخ مذاکرو د پیل لپاره د حکومت غوښتنې ته مثبت ځواب نه‌دی ویلی او خپلې جګړې ته‌یې دوام ورکړی دی.

بل‌خوا ولسمشر محمد اشرف غني پرون یو وار بیا وویل چې بریا په جګړې نه‌ترلاسه کېږي.

ښاغلي غني چې د کورنیو چارو وزارت په انګړ کې خبرې کولې وویل، د سولې د کومې هڅې لپاره به پر امنیتي ځواکونو معامله ونه‌شي.

هغه طالبانو ته وویل: "دا ملي اراده ده. سوله د دې لپاره غواړو چې وینه، بحران او ناامني په بنیادي توګه ختمه شي. هغه شی چې د مذاکرې پر مېز یې ګټلی شئ، په زور یې نه‌شئ ګټلی."

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پرون ماښام په یوه اعلامیه کې وویل چې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د قطر او افغانستان په سفر وتلی.

ښاغلی خلیل‌زاد به په قطر کې د طالبانو له استازو او په کابل کې له حکومتي چارواکو سره د بین‌الافغاني خبرو د پیل پر لارو چارو خبرې وکړي.

داسې ښکاري چې د سیاسي موافقې تر لاسلیک وروسته د افغانستان د سولې هڅې او بین‌الافغاني خبرې تازه مرحلې ته داخلې شوې دي.

د امریکا متحده ایالاتو ترڅنګ ځینو هېوادونو او سازمانونو هیله ښوولې چې دا موافقه به د مذاکرو پیل ته د یوه پیاوړي ټیم د ټاکلو سبب شي.

ناټو، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ، هندوستان او ترکیې هم د دې موافقې د لاسلیک هرکلی کړی دی.

طالبانو له امریکا سره د موافقې تر لاسلیک وروسته یوازې د خپلو پنځه زره بندیانو پر خوشې کېدو ټینګار کړی دی.

تر اوسه د طالبانو شاوخوا ۱۰۰۰ بندیان خوشې شوي، خو حکومت تېره اوونۍ وویل، څرنګه چې طالبانو خپلې حملې کمې نه‌کړې، نو د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ یې په مشروط او موقته توګه وځنډوله.

د تېرې سې شنبې په ورځ تر یو لړ خونړیو حملو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني امنيتي او دفاعي ځواکونه له دفاعي حالت څخه فعال تعرضي حالت ته ستانه کړل.

XS
SM
MD
LG