د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

د اشرف غني او عبدالله عبدالله د سیاسي تړون له لاسلیکه په نړیواله کچه هرکلی


ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله
ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

په افغانستان کې د ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي تړون له لاسلیکه په نړیواله کچه تود هرکلی وشو.

له امریکا متحده ایالاتو تر نړیوالو معتبره سازمانونو او سیمه‌ییزو هېوادونو د افغانستان سیاسي توافق ستایلی او هیله‌یې ښوولې چې په مټ‌یې بین‌الافغاني خبرې پيل او حکومتوالي غښتلې شي.

پرون په ارګ ماڼۍ کې دوو سیاسي سیالانو ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله یو سیاسي تړون لاسلیک کړ.

د دغه تړون په اساس عبدالله عبدالله د ملي مصالحې په نوم د نوې تأسیس شوې عالي شورا مشر وټاکل شو او د هغه د ټاکنیز ټیم ملګرو ته هم په کابینه کې ګډون ورکړل شو.

د امریکا متحده ایالاتو چې سیاسي تړون ته د نه‌رسېدو لپاره ان له افغانستان سره د یو میلیارد ډالره مرستو د کمولو ګواښ کړی و، وروستی تحول ستایلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د تړون تر لاسلیک څو ساعته وروسته یکشنبه په خپل ټویټر ولیکل: "خوشحاله یم چې اشرف غني او عبدالله عبدالله د ټول‌شموله حکومت په اړه موافقې ته ورسېدل."

پومپيو په همدې ټویټ کې زیاته کړې: "موږ د دوی {اشرف غني او عبدالله} له تعهده هرکلی کوو چې اوس په افغانستان کې د سولې لپاره اقدام کوي."

پومپیو وروسته له هغه چې د مارچ په وروستیو کې د اشرف غني او عبدالله عبدالله د جوړجاړي په هڅو کې پاتې راغی اعلان وکړ چې متحده ایالات له افغانستان سره سمدستي خپلې یو میلیارد ډالره مرستې د روان ۲۰۲۰ کال په مخه کموي.

پومپیو دا ګواښ هم کړی و چې که په افغانستان کې سیاسي مشران هوکړې ته ونه‌رسېږي امریکا به خامخا په ۲۰۲۱ کال کې هم د مرستو یو میلیارد ډالریزه کمښت تطبیقوي.

په افغانستان کې سیاسي کړکېچ وروسته له هغه اوج ته ورسېد چې د ۱۳۹۸ کال د دلوې په ۲۹مه د ټاکنو کمېسیون محمد اشرف غني د افغانستان د جمهور رئیس په توګه اعلان کړ.

عبدالله عبدالله په هماغه ورځ دا نتیجه رد کړه او ویې‌ویل چې په خپله ټول‌شموله حکومت تشکیلوي.

د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د لوړې مراسم
د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د لوړې مراسم

هماغسې وشول ځکه په کومه ورځ چې افغان ولسمشر اشرف غني په ارګ کې د لوړې مراسم ترسره کړل ورسره جوخت په سپېدار ماڼۍ کې عبدالله عبدالله د ټول‌شموله حکومت د جمهور رئیس په نوم لوړه وکړه.

په امریکا سربېره ناټو، ملګرو ملتونو سازمان، اروپايي ټولنې هم په دې ټینګار درلود چې افغان مشران دې سره جوړ راشي او داسې یو حکومت رامنځته کړي چې وکولای شي د دغه هېواد د سولې او سیاسي راتلونکې تضمین وکړي.

بالآخره له شااوخوا درېیو میاشتو پرله‌پسې مذاکراتو، نړیوالو فشارونو او موجوده ننګونو اشرف غني او عبدالله عبدالله د پرون جوړجاړي ته ورسول.

دغه تړون په اساس عبدالله عبدالله د نوې تأسیس شوې ملي مصالحې عالي شورا مشر دی چې د افغانستان د سولې د پروسې ټولې اړوند چارې به رهبري کوي او د دې پروسې د پر مخ بیولو لپاره به د نړیوالو مرستو جلب او د دې پروسې د کامیابۍ لپاره د سیمې او نړۍ د اجماع د غونډولو مسؤلیت ور په غاړه وي.

په دې سربېره د هغه د ټاکنیز ټیم ملګرو ته په کابینه کې سهم ورکول کېږي او هم یوه سیاسي متحد جنرال عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبه منظور شوې.

افغان ولسمشر اشرف غني د دغه تړون تر لاسلیک وروسته پرون خوښي وښوده چې دی او عبدالله عبدالله د بهرنیو له منځګړیتوب پرته سیاسي توافق ته ورسېدل.

ولسمشر غني د عبدالله عبدالله سره د سیاسي تړون د لاسلیک مراسمو کې وینا وکړه
ولسمشر غني د عبدالله عبدالله سره د سیاسي تړون د لاسلیک مراسمو کې وینا وکړه

ښاغلي غني زیاته کړه: "موږ وښوده چې د بهرنیو دوستانو له منځګړیتوب پرته د یو معقولې لارې نه په ګټې اخیستنې اساسي حل لارې ته ورسېږو، د مصالحې عالي شورا د رئیس جناب ډاکتر صیب عبدالله نه مننه کوم چې د ملي ګټو د ساتلو ژمنه‌يې پر ځای کړه او دا ستر مسؤلیت‌يې ومانه."

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هم وویل چې دا هوکړه به سولې ته لاره هواره کړي او حکومتوالي به ښه کړي.

ښاغلی عبدالله وايي: "هیله‌من یم په دې فرصت کې چې رامنځته شوی تېرو تجربو ته په پام او ښې راتلونکې ته په کتو د دې هوکړه‌لیک د عملي کېدو لپاره هڅې وکړو او دا د افغانستان د خلکو په خیر دی او د افغانستان د خلکو ملاتړ له هر نظام نه مهم دی او هیله‌من یم چې دا هوکړه‌لیک سولې ته د رسېدو لپاره موږ نږدې کړي."

اشرف غني او عبدالله عبدالله د سیاسي رقابت مخینه لري.

دوی یو وار په ۲۰۱۴ کال کې له میاشتو میاشتو کړکېچ وروسته د امریکا په منځګړیتوب د ملي یووالي حکومت رامنځته کړ او دا دی تر شااوخوا درېیو میاشتنیو لانجو وروسته په یوه نوي سیاسي تړون سره سلا شول.

د دوی د تازه تړون په اړه په امریکا سربېره ملګرو ملتونو، ناټو سازمان او د سیمې او نړۍ ګڼو نورو هېوادونو هرکلی کړی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما ویلي چې د افغان ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د شوې هوکړې هرکلی کوي.

یوناما په بیانیه کې راغلي چې د دغه تړون په مټ به غني او عبدالله خپل سیاسي مخالفتونه هواروي او د موجوده ننګونو د له‌منځه وړلو لپاره به ګډ کار کوي.

یوناما ویلي پوهېږي چې دواړو خواوو دې مهم تړون ته د رسېدو لپاره نرمښت وښود.

د ملګرو ملتونو استازولۍ هېله ښوولې چې د همکارۍ روحیه دوام وکړي او افغان مشران وکولای شي د بین‌الافغاني خبرو د پيل په لور ګام پورته کړي او هم ورسره تړلې نورې ننګونې هوارې کړي.

په کابل کې د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د تړون تر لاسلیک وروسته د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي له دې چې افغان سیاسي مشرانو خپل مخالفتونه یو خوا پرېښودل او ټول‌شموله حکومت جوړوي، دی یې هرکلی یې کوي.

د سټولټنبرګ په حواله د ناټو سازمان په بیان کې راغلي چې د 'کووېډ-۱۹' وبا او د افغانانو په وړاندې د طالبانو د تاوتریخوالي له دوام سره سره دا تر ټولو مهمه خبره ده چې افغان مشران متحد شي او په ګډه د یوې دایمي سولې د راوستلو لپاره کار وکړي.

سټولټنبرګ په افغانستان کې د اوربند په تأمین ټینګار کړی او له طالبانو یې غوښتي چې تاوتریخوالی کم او په بین‌الافغاني خبرو کې برخه واخلي.

هند چې په سیمه کې د افغانستان یو نږدې ملګری او مرستندوی دی په کابل کې له پروني سیاسي توافق هرکلی کړی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې هیله ښودلې چې په افغانستان کې دا سیاسي تړون او د ملي مصالحې عالي شورا په تأسیس سره يوې دایمي سولې ته د رسېدو او د ثبات د راوستلو په هدف هڅې نوې شي.

هند چې په سیمه کې د طالبانو د یوه اصلي ملاتړي پاکستان سرسخته سیال دی په دې وروستیو کې یې د افغان سولې په برخه کې رول فعالانه او مثبت ارزول شوی دی.

امریکا ان له هنده غوښتي چې له طالبانو سره خبرې وکړي.

اخوا د افغانستان لوېدیځ ګاونډ ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف افغان ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله ته جلا جلا ټیلیفونونه کړي او یوه سیاسي تړون ته د هغوی له رسېدو یې هرکلی کړی دی.

ظریف د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره د ایران د همکارۍ ډاډ ښودلی.

اخوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې هیله لري په افغانستان کې دا سیاسي تړون په منصفانه شکل تطبیق او ټولې خواوې په ګډه د بین‌الافغاني خبرو د پيل په لور ودانګي.

خو تر ټولو مهمه د افغانستان د جګړې او ښايي هم سولې اصلي لوری طالبان د اشرف غني او عبدالله عبدالله د سیاسي توافق په اړه څه وايي؟

د طالبانو ډله د ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه د افغانستان د لانجې حل نه‌بولي.

په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل چې باید د دوحې توافق‌نامه تطبیق شي.

ښاغلی شاهین وايي: "په کابل کې چې څه وشول دا مخکې هم تکرار شوي، خو دا د افغانستان د مسئلې حل نه‌دی او نه ولسي ملاتړ لري. افغانستان یوې دایمي سولې ته اړتیا لري او دا هغه وخت ممکنه ده چې د دوحې توافق‌نامه په کامل ډول تطبیق شي. باید زموږ ټول بندیان راخلاص او د توافق‌نامې د مندرجاتو مطابق بین‌الافغاني مذاکرات شروع شي. په دې کې د مسئلې حل دی."

د طالبانو ویاند سهیل شاهین
د طالبانو ویاند سهیل شاهین

امریکا د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه له طالبانو سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې تړون لاسلیک کړ.

د دغه تړون په اساس افغانستان د طالبانو پنځه زره بندیان خوشې کوي او طالبان‌یې په بدل کې زر حکومتي بندیان خوشې کوي.

په دې سربېره دا ډله له ترهګرو سره د اړیکو پرې کولو ته ژمنه ښودلې او هم‌یې ویلي چې تاوتریخوالی به کموي.

خو په عمل کې که څه هم د بندیانو د خلاصون پروسه یو څه مخته تللې، مګر د بین‌الافغاني خبرو پیل، د ترهګریزو بریدونو د بندېدو او د تاوتریخوالي د کمښت هېڅ څرک نه تر سترګو کېږي.

XS
SM
MD
LG