د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

خلیلزاد: داعش ډله په کابل او ننګرهار کې د بریدونو مسئوله ده


خلیلزاد
خلیلزاد

د امریکا متحدو ایالتونو د اسلامي دولت وسله واله ډله یا داعش په کابل او ننګرهار کې د وروستیو بریدونو مسئوله بللې او خبرداری یې ورکړی چې افغانان باید د سولې د ماتېدونکي بهیر په ګډوډولو د دې ډلې په دام کې رانه شي.

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره شپه په دې اړه پر ټویټر ویلي: "د متحدو ایالتونو حکومت ارزونه کړې چې داعش-خراسان دا اونۍ په افغانستان کې پر یوه زېږنتون او د جنازې پر مراسمو وحشتناکه بریدونه وکړل، داعش پر ولسي خلکو دغه راز شریرو بریدونو ته پرلپسې لیوالتیا ښودلې ده، او افغانانو او نړۍ ته یو ګواښ ده."

زلمي خلیلزاد زیاته کړې: " داعش-خراسان څانګې همداراز د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ د سولې د یوه تړون مخالفت کوي، او هڅه کوي چې د عراق او سوریې په څير فرقوي جګړې راوپاروي."

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپل ټویټر خبرداری ورکړی چې: "د داعش دام ته د لویدلو او د سولې د ځنډولو یا ورته د خنډونو د جوړولو پر ځای، افغانان باید سره راغونډ شي چې دغه ګواښ ته ماتې ورکړي او د سولې د تاریخي فرصت ګټه واخلي."

د خلیلزاد په وینا: "نورې پلمې نشته، افغانان، او نړۍ، تر دې د ښو مستحق دي."

ښاغلي خلیلزاد دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې افغان حکومت د وروستیو بریدونو وروسته د طالبانو پر ضد د یرغلیزو یا تهاجمي بریدونو د پیل اعلان وکړ او ویې ویل، طالبان په یو ډول نه یو ډول له وروستیو بریدونو سره تړلي دي.

وسله والو طالبانو د کابل کې پر یو روغتون او ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو خونړیو بریدونو کې لاس لرل رد کړي، خو د افغان حکومتي ځواکونو پر ضد یې د یو شمير بریدونو مسولیت منلی دی.

وسله والو طالبانو د افغانستان د ننه او له بهره د اوربند هغه غوښتنې پرلپسې رد کړي چې د کرونا وبا د خپریدو پر مهال د دې ستونزې سره د مبارزې د اسانتیا او همدارنګه د روژې د مبارکې میاشتې په پار ترې شوې دي.

افغان چارواکي وايي،د طالبانو له خوا د افغان حکومت پر ضد د جګړې دوام دا ډول خونړیو بریدونو ته زمینه برابره کړې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو افغانانو د طالبانو په وړاندې د امریکايي چارواکیو وروستۍ نرمې څرګندونې هم د پوښتنې وړ بللي دي.

د امریکا متحدو ایالتونو تر دې مخکې له طالبانو غوښتي وو چې د افغان حکومتي ځواکونو په وړاندې دې موقت اوربند ومني.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG