د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

ارګ: له داعش څخه طالبان او سیمه ییزې استخباراتي کړۍ ملاتړ کوي


ارګ
ارګ

د افغانستان حکومت وايي، داعش ډله لا هم په افغانستان د یوه جدي خطر په توګه مطرح ده او د طالبانو سربېره ترې په سیمه کې استخباراتي کړۍ ملاتړ کوي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي وايي، د داعش پر ضد افغان ځواکونه ښې لاسته راوړنې لري او زرګونه وسله‌وال یې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

که څه هم په تېرو نږدې درېیو اوونیو کې د افغانستان حکومت د داعش د دوو مهم مشرانو سربېره، د دې ډلې ځینې قوماندانان او وسله‌وال نیولي دي، خو بیا هم داعش د افغانستان لپاره جدی خطر بولي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیق وايي، داعش د افغان ځواکونو له‌خوا له ماتې سره مخ دی، خو لا یې هم خطر شته.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي

هغه زیاته کړه: "ټول هېوادوال خبر دي چې افغان ځواکونو داعش ته شکست ورکړی، د داعش په زرګونه وسله‌وال افغان ځواکونو ته تسلیم شول، د افغانستان په شرق کې چې د دې ډلې ځای د افغانستان ځواکونو عملیات وکړل، داعش د افغانستان لپاره تهدید دی خو زموږ ځواکونه یې پر وړاندې ښې لاسته راوړنې لري. "

په تازه ډول د افغانستان حکومت پرون اعلان کړ چې د لویدیځې او ختیځي اسیا لپاره یې د د داعش ډلې مشر ضیاالحق چې په ابو عمر الخراساني مشهور و، نیولی دی.

د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست لخوا د هغه د نیول کېدو او د فعالیت په اړه ډېر جزئیات نه دي خپاره شوي، خو زیاتوي، له هغه سره یې د لویدیځي اسیا لپاره د داعش ډلې د اړیکو مسوول ابو صهیب هم نیولی دی.

په دې وروستیو کې په کابل او د هېواد په یو شمېر نورو سیمو کې د داعش له‌خوا د ځینو خونړیو بریدونو د مسوولیت منلو وروسته، افغان حکومت هم د دې ډلې پر ضد عملیاتو او نیونو ته شدت ورکړی دی.

تېره اوونۍ هم افغان ځواکونو په کابل کې د دې ډلې پر یوه مرکز برید وکړ چې په پایله یې اته تنه ونیول شول او پنځه نور ووژل شو.

نږدې درې اوونۍ وړاندې د افغانستان د ملي امنیت ریاست له‌خوا د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر عبدالله اورکزی هم له خپلو یو شمېر مهمو ملګریو سره نیول شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا بیا وايي، له داعش ډلې څخه د طالبانو او په سیمه کې استخباراتي کړۍ ملاتړ کوي.

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوېد فیصل ازادي راډیو ته وویل، له دې ډلې سره په سیمه او نړیواله کچه مبارزې ته اړتیا ده.

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوېد فیصل
د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوېد فیصل

هغه زیاته کړه: "داعش ډله په افغانستان کې د طالبانو او په سیمه کې د استخباراتو څخه مستقیم ملاتړ تر لاسه کوي او تر څنګ یې دا یوه نړیواله تروریستي ډله ده، دا ډله لا هم په افغانستان کې د یوه خطر په توګه مطرح دي، نو له دې کبله چې له‌منځه ولاړه شي، باید په له افغانستان د باندې یې هم دولتونو پر ضد مبارزه جاري وساتي."

په افغانستان کې د داعش د فعالیت او خطر په اړه نظر داسې مهال مطرح کېږي چې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې لوړې په مراسمو کې وویل، داعش ډله له طالبانو سره اړیکې لري او تر هغه چې دا اړیکې پرې نه شي، په افغانستان کې تل‌پاتې سوله نه شي راتلای.

د افغانستان حکومت وايي، له دې ډلې په افغانستان کې یو شمېر بهرنیان هم شته چې یو شمېر نیول شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG