د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

سرچینې: د غني نوي امر د افغانستان جګړې په اړه د ټرمپ پروګرام ننګونو سره مخ کړی


ارشیف، افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان په بګرام هوايي ډګر کې د لیدنې پر مهال.
ارشیف، افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان په بګرام هوايي ډګر کې د لیدنې پر مهال.

د طالبانو پر وړاندې د ولسمشر اشرف غني د نوي اقدام سره د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر پروګرام له نویو ننګونو سره مخامخ شوی دی.

څلورو سرچینو چې یو امریکایي چارواکی، یو د کانګرس سلاکار، یو اروپایي ډیپلومات او یو د افغانستان د حکومت پخوانی چارواکی په‌کې شامل دي، د نومونو د نه‌ښودلو په شرط روېټرز خبري اژانس ته دغه موضوع ویلې ده.

د سې شنبې ورځې بریدونو کې یو یې د پلازمېنې کابل په ختیځ کې پر یوه ملکي روغتون وشو ۲۴ تنه ملکیان او د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د جنازې پر مراسمو یوه ځانمرګي برید ۳۲ تنه ملکیان ووژل.

په دواړو بریدونو کې تر ۱۰۰ ډېر کسان ټپیان شول.

طالبانو په دې بریدونو کې لاس لرل رد کړل. واشنګټن د یادو بریدونو په غبرګون کې د افغانستان له حکومت او طالبانو وغوښتل چې په ګډه د تاوتریخوالي پر وړاندې مبارزه وکړي او د سولې یوه توافق ته ورسېږي.

په کابل او ننګرهار ولایتونو کې تر خونړیو بریدونو وروسته د افغانستان حکومت د طالبانو په ګډون پر وسله‌والو ترهګرو ډلو د تهاجمي بریدونو امر وکړ.

روېټرز خبري اژانس د امریکایي چارواکي له قوله لیکلي چې د وسله‌والو ډلو پر وړاندې چې طالبان هم په‌کې راځي، د تهاجمي بریدونو د پیل په اړه د افغان حکومت نوې پرېکړه کولای شي د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د دوحې د سولې پر تړون منفي اغېز وکړي.

د دغه چارواکي په خبره، طالبان احتمالاً هېڅکله له افغان حکومت سره د سولې غوښتونکي نه‌ول او د ولسمشر تازه فرمان چې د تهاجمي بریدونو د پیل په اړه‌یې ورکړ، یوه داسې پلمه کېدای شي چې د طالبانو ډله له امریکا سره د سولې تړون ته ژمن پاتې نه‌شي.

دغه امریکایي چارواکی ټینګار کوي چې د کابل برید د طالبانو ډلې د بریدونو تاکتیکونو ته ورته نه‌و.

نوموړي دغه‌راز روېټرز ته ویلي چې واشنګټن لا هم په پام کې نه‌لري چې په افغانستان کې خپل سرتېري له ۱۳۰۰۰ څخه ۸۶۰۰ ته راکم کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چې له طالبانو سره د سولې خبرو مشري یې کوله او هم سپینې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه څرګندونې نه‌دي کړي، خو د امریکا کانګرس یوه سلاکار روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو پر وړاندې د افغان حکومت تهاجمي بریدونه دوام وکړي، د دواړو لورو ترمنځ د سولې توافق به ستونزمن وي.

د نوموړي په خبره په دې شرایطو کې د امریکا له لوري د ځواکونو کمول هم عملي نه‌ښکاري.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په اوسني وضعیت کې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له‌منځه تلو اندېښنې شته؟ وویل چې د افغانستان خلک باید پر امریکایي ځواکونو د اتکا پر ځای په خپله د خپل هېواد ساتنه وکړي.

د افغانستان د سیاسي چارو شنونکی خوشحال خلیل هم په دې باور دی چې پر طالبانو د افغان ځواکونو د تهاجمي بریدونو پیل کولای شي د واشنګټن او کابل ترمنځ لانجې راپورته کړي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "د پومپیو او خلیل‌زاد له اعلامیې ښکاره ده چې د طالبانو پر ضد د تهاجمي بریدونو د پیل په اړه د افغانستان حکومت له پرېکړې سره موافق نه‌دي. امریکا له طالبانو سره د تړون د خوندیتوب په هڅه کې ده او له بل لوري امریکا د افغان ځواکونو تمویلوونکی هېواد هم دی او که امریکا پر خپل دریځ ودرېږي او پر اساس‌یې طالبان په رسمیت وپېژني، دا په دې معنی ده چې د افغانستان وضعیت به ښه نه‌وي او د امریکا-کابل په اړیکو کې به لانجې رامنځته شي."

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې لاسلیک شو چې په هغه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو ټینګار شوی، خو د یاد تړون د لاسلیک سره سره افغانستان د تاوتریخوالي د ډېرېدو شاهد دی.

د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک غونډه
د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک غونډه

د افغانستان یوه پخواني لوړپوړي چارواکي روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې په کابل او ننګرهار کې د سې شنبې د ورځې بریدونو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لپاره یو فرصت برابر کړ چې په یو ډول د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون سره خپل مخالفت څرګند کړي، ځکه د دغه چارواکي په خبره افغان ولسمشر له لویه سره د دوحې تړون ته د ده د حکومت پر وړاندې د یوه ګواښ په سترګه ګوري.

بل‌خوا یوه کابل مېشتي اروپایي ډیپلومات د کابل او ننګرهار تر بریدونو وروسته د خلکو د غصې په پام کې نیولو سره د ولسمشر غني دریځ معقول بولي، خو د هغه په خبره اوس دا پرېکړه په امریکا پورې اړه لري چې ایا په دې بریدونو کې له افغان ځواکونو سره همکاري کوي؟

د دغه ډیپلومات په خبره چې د موضوع د حساسیت له کبله‌یې ونه‌غوښتل نوم‌یې واخیستل شي، په هغه صورت کې چې امریکایان له طالبانو سره په جګړه کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي، نو د واشنګټن او طالبانو ترمنځ تړن به خامخا له‌منځه ولاړ شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG