د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

د افغانستان دفاع وزارت د 'طالبانو او نورو ترهګرو' ضد تهاجمي بریدونه پیل کړي


د افغان ځواکونو یو سرتېری
د افغان ځواکونو یو سرتېری

د افغانستان دفاع وزارت د وسله‌والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په پټن‌ځایونو د تهاجمي بریدونو د پیل خبر ورکوي.

افغان ولسمشر اشرف غني افغان ځواکونو ته پر 'طالبانو او ټولو ترهګرو ډلو' د بریدونو امر وروسته له هغه ورکړ چې د پلازمېنې کابل په شمول د دغه هېواد په بېلابېلو برخو بریدونو زور واخیست.

سره له دې چې طالبانو په دغو وروستیو پیښو کې لاس لرل رد کړي، خو د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي طالبان د دې حملو مسؤل ګڼي.

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۲۴» ازادي راډیو ته وویل، وسله‌والې ډلې به د هېواد په هېڅ ګوټ کې خوندي پاتې نه‌شي.

فواد امان
فواد امان

هغه زیاته کړه: "د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه اوس‌مهال له دفاعي حالت څخه تهاجمي حالت ته ورګرځېدلي دي، د تهاجمي عملیاتو لپاره یو شمېر پروګرامونه تر لاس لاندې دي، وسله‌وال طالبان او نورې ترورېستي ډلې به د هېواد په هېڅ ګوټ کې خوندي پاتي نه‌شي، په هغوی به تهاجمي بریدونه وشي، دغه تهاجمي بریدونه به د هوا او ځمکې له لارې ترسره شي."

له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډیو ته وویل چې له تېرې شپې راهیسې افغان ځواکونه له دفاعي حالت څخه وتلي او په وینا یې چې تر دې وروسته به قضیه متفاوته وي.

د کابل په دشت برچي سیمه کې وسله‌‌والو پرون پر سل بستریز نسایي او ولادي روغتون باندې حمله وکړه او د ننګرهار د کوز کونړ ښېوې ولسوالۍ کې هم په همدې ورځ د یوه سیمه‌‌ییز پولیس د جنازې پر مهال ځانمرګی برید وشو چې په دې دوو بریدونو کې لږترلږه ۴۲ تنه ووژل شول او تر ۹۰ ډېر ټپیان شول.

ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام په یوه وېډیویي پيغام کې د کابل او ننګرهار "د حملو مسؤل طالبان او داعش" ډله یاده کړه او ویې‌ویل چې تر دې وروسته به امنیتي او دفاعي ځواکونه تهاجمي حالت خپل کړي.

خو طالبانو په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې د کابل او ننګرهار بریدونه دوی نه‌‌دي کړي او تر دې وروسته د جګړو د شدت عواقب د "کابل ادارې" په غاړه دي.

خو د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي نن چهارشنبه په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې طالبان سولې ته ژمن نه‌دي او د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي هغه خبرې چې بیا طالبان‌یې بېرته پر حکومت اړوي.

که څه هم د کابل د پروني برید مسؤلیت طالبانو نه‌دی منلي، خو صدیقی د دې حملو اصلی عامل طالبان بولي.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي
د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي

هغه زیاته کړه: "له دغو حملو څخه د طالبانو انکار دوی ته برائت نه‌شي ورکولای، د سولې اصلي خنډ طالبان دي، افغان دولت په تېرو پنځو کلونو کې په کراتو دا غوښتنه کړې چې سوله وکړي، خو طالبان‌یې نه‌مني."

وروسته تر دې چې د کب پر ۱۰مه یا د فبرورۍ په ۲۹مه، د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړ افغان چارواکو وویل چې ځواکونه‌‌یې په یو ډول دفاعي حالت کې دي.

خو په دې موده کې د افغانستان حکومت ادعا کړې چې طالبانو تاوتریخوالی زیات کړی او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه‌یې تر پښو لاندې کړې. هغه څه چې طالبان‌یې ردوي.

طالبانو ویلي دي چې د سولې په تړون کې دوی دا ژمنه کړې ده چې یوازې به پر بهرنیو ځواکونو بریدونه نه‌کوي، خو د دې ترڅنګ په خپلو حملو کې ۴۰ سلنه کموالی راوستی.

طالب پلاوی
طالب پلاوی

یو شمېر پوځي کارپوهان بیا وايي، د سولې د خبرو اترو په رانږدې کېدو سره دا ډول احساساتي پرېکړه دغې پروسې ته زیان رسوي.

پخوانی جنرال او پوځي کارپوه امرالله امان ازادي راډيو ته وویل، دغه بریدونه د یو شمېر کړیو له‌خوا تنظیم شوي او هڅه دا ده چې د سولې پروسه کې خنډونه رامنځته شي.

XS
SM
MD
LG