د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

امریکا: افغان حکومت او طالبان دې د وروستیو بریدونو عاملان عدالت ته راکاږي


در حمله گروهی به شفاخانۀ در کابل ۱۴ غیر نظامی کشته و ۱۵ تن زخمی شدند
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:10 0:00

په کابل کې برید

د امریکا متحد ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له حکومت او طالبانو غوښتي چې د کابل او ننګرهار د سې شنبې د ورځې د بریدونو عاملان عدالت ته راکاږي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د کابل په دشت برچي کې پر سل بستره روغتون حمله د ملکیانو پر ضد یوه ناوړه حمله توصیف کړې ده.

د دې وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې پر بې‌دفاع خلکو حمله د بخښلو نه‌ده.

وړاندې په ننګرهار کې د یوه سیمه‌ییز پولیس د قوماندان جنازې پر مراسمو ځان وژونکي برید ته اشاره شوې ده او لیکل شوي چې ترهګر به کله هم د ملکیانو د وژلو له لارې خپل اهداف ترلاسه نه‌کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت دا دواړه بریدونه ډېر وېروونکي یادې کړې دي او ویلي یې دي چې طالبانو په دې حملو کې لاس لرل رد کړې دي، نو اوس باید د افغانستان حکومت او طالبان په همغږۍ سره د دغه ډول بریدونو مسؤلین عدالت ته راکاږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې څرګندوي چې ترڅو په افغانستان کې شخړې په عمومي ډول کمې نه‌شي او د سولې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ رانه‌شي، افغانستان به د ترورېزم له شره خوندي نه‌شي.

په همدې سې شنبې چې په کابل او د ننګرهار په ښېوه ولسوالۍ کې بریدونه وشول د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د امریکا فاکس نیوز ڼلوېزیون ته وویل چې د تېر کال په پرتله سږکال په افغانستان کې شخړې کمې شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د پومپيو په وینا تېر کال په اوسط حساب هره ورځ له ۸۰ تر ۱۰۰ پېښې رامنځته کېدې، خو د امریکا او طالبانو د سولې تر موافقې وروسته دا شخړې د پام وړ کمې شوې دي.

د سولې تر دې تړون مخکې چې د فبرورۍ په ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شو د افغانستان د حکومت او طالبانو له لوري د اورکم اوونۍ اعلان شوه او له هماغه وخت راپه دې خوا افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو دفاعي حالت غوره کړ، دا وضعیت پرون وروسته تر دې بدل شو چې په کابل او ننګرهار کې خونړۍ پېښې رامنځته شوې او ولسمشر اشرف غني ځواکونو ته امر وکړ چې تعرضي حالت خپل کړي.

ښاغلي غني زیاته کړه: "د طالبانو او ټولو ترورېستي ډلو او ګروپونو د بریدونو او تهدیدونو د دفع کولو او د دوی د ځپلو په موخه د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دستور ورکوم چې د دفاعي حالت پر ځای بېرته تعرضي حالت اختیار کړي او د دښمن په وړاندې خپل عملیات پيل کړي."

طالبانو د حکومت پر دې پرېکړې غبرګون ښکاره کړی دی او خبرداری یې ورکړی دی چې جنګ ته به په جنګ ځواب ووایي. د طالبانو په اعلامیه کې راغلي دي چې اشرف غني غواړي جګړه تر خپل واک لاندې سیمو کې زیاته کړي، طالبانو د کابل او ننګرهار د سې شنبې د ورځې بریدونه هم غندلي دي.

سربېره پر دې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د شخړو د کمېدو خبره کوي، خو جګړې لا هم په افغانستان کې نه‌دي سړې شوي.

لوېدیځ اژانسونه خبر ورکوي چې په تېرې شااوخوا یوې نیمې میاشت کې طالبانو نږدې پنځه زره ځله په افغانستان کې حملې کړې دي.

د امریکا او طالبانو د توافق له مخې تمه وه چې بین‌الافغاني مذاکرات د مارچ تر ۱۰مې پيل شي، خو د دې خبرو لپاره د طالبانو شرط دا و چې د دوی نږدې پنځه زره زندانیان دې د افغانستان حکومت له زندانونو خوشې شي او دوی به د حکومت نږدې زر تنه بندیان ازاد کړي.

د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان
د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان

دا لړۍ ورو ورو روانه وه او دوه ورځې مخکې د افغانستان د ملي امنیت شورا وویل چې طالبانو شخړې نه‌دي کمې کړي، نو دوی د زندانیانو پر خوشې کولو لاس نیسي.

د زندانیانو د تبادلې درېدل او د افغان پوځيانو تهاجمي وضعیت ښایي هغه هیلې پر ځای نه‌کړي چې تر دې مخکې د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت ویلي و چې د اختر په ورځو کې د اوربند لپاره هڅې روانې دي.

XS
SM
MD
LG