د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

اتمر او ظریف د افغانانو د ډوبېدو پلټونکې ‌ډلې پر موندنو خبرې وکړې


د محمد حنیف اتمر او جواد ظریف ګډ انځور
د محمد حنیف اتمر او جواد ظریف ګډ انځور

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې "سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر یکشنبه ناوخته د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره د ایران په پوله کې د افغان مسافرینو د ځورونې او وژلو په راپورونو ټيلیفوني خبرې وکړې."

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د پېښې په اړه د ګډو څېړنو پيل او د پلټونکو ډلو مشخصول د دغو ټیلیفوني خبرو د بحث اجنډا وه.

د ایراني پوله‌ساتو ځواکونو له‌خوا هریرود سیند ته د لسګونه افغانانو د اچولو د پېښې پلټونکي افغان ټيم ویلي د دې پېښې د ثابتولو لپاره‌یې کره شواهد موندلي.

د ایران د سرحدي ځواکونو له‌خوا هریرود سیند ته د لسګونه افغانانو د ورغورځولو له پېښې ۱۰ ورځې تېرې شوې.

افغان حکومت دا پېښه "نه‌بخښونکی جنایت" بللی او ویلي یې دي چې په اړه‌یې جدي څېړنې کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې دواړو لورو په یادې پېښې خواشیني ښودلې او ټینګار یې کړی چې د مخکېنیو موافقو په اساس به‌یې په اړه ګډې څېړنې وشي.

حقیقت موندونکی پلاوی: کره شواهد شته چې افغانان د ایران په خاوره کې مړه شوي

د ایراني ځواکونو لخوا د افغانانو د وژلو او شکنجې د ادعاوو څېړنه پیل شوې

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د یادې پېښې څېړونکي ټیمونه به د پېښې په سیمه او په مشهد او هرات ښارونو کې ګډې غونډې دایرې کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د حقایقو تر موندلو وروسته به پرېکړې کېږي څو په راتلونکي کې د دغو پېښو مخه ونیول شي.

اخوا د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني له‌خوا د دغې پېښې حقیقت موندونکي ټیم پرون له رسنیو سره د خپلو پلټنو لومړني جزئیات شریک کړل.

د افغانستان د وسله‌وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ سرمفتش حمید طهماسي چې د ولسمشر غني له‌خوا د دې پېښې د حقیقت موندونکي پلاوي مشر ټاکل شوی پرون وویل د هغو ۴۶ افغانانو له ډلې چې د ایران خاورې ته ننوتي و او اړ شوي چې ځانونه اوبو ته واچوي ۲۱ تنه ژغورل شوي، د ۱۰ تنه مړي پیدا شوي او د ۱۵ نورو کسانو د مرګ او ژوند درک نه‌لګېږي. طهماسي زیاته کړه چې د پېښې د اثبات کره شواهد په لاس ورغلي او په اړه‌یې له ایراني چارواکو سره خبرې کوي.

محمد حمید طهماسي
محمد حمید طهماسي

هغه زیاته کړه: "د دې لپاره چې دا موضوع ثابته شي او موږ ایراني لوري ته د هغو اسنادو او شواهدو په رڼا کې چې لرو یې، قناعت ورکړو چې دا پېښه د ایران په خاوره کې شوې ده، دې ته اړ یو چې له ایراني چارواکو سره خبرې وکړو، اسناد، شواهد او معلومات وروسپارو."

ایران له اولې ورځې په دې پېښه کې د خپلو سرحدي ځواکونو لاس لرل په کلکه رد کړي، خو ویلي یې دي چې د افغانستان په غوښتنه به په څېړنو کې همکاري وکړي.

اخوا د هرات والي سید وحید الله قتالي د هرات ګلران ولسوالۍ ته تللی و چېرته چې د ذوالفقار په تنګي سیمه کې یې لسګونه افغانان د ایراني پوله‌ساتو له‌خوا اوبو ته اچول شوي و.

د هرات والي سید وحید الله قتالي
د هرات والي سید وحید الله قتالي

ښاغلي قتالي په دې اړه رسنیو ته وویل: "دا پېښه زموږ (ایران او افغانستان) په سرحدي سیمه کې شوې چې له امله‌یې زموږ یو شمېر افغانان مړه شوي. دوی اړ شوي چې د سرحدي سیند په سېلابي اوبو کې ځانونه واچوي او ځانونه ونه‌شي ژغورلی. غواړم ووایم چې په دې اړه موږ ډېر ښه اسناد ترلاسه کړي."

په دې پېښه کې مړه شوي او لادرکه شوي د هرات او فاریاب ولایتونو اوسېدونکي و چې د کار په لټه ایران ته روان و.

د افغانستان ولسي جرګه وایي د ایراني پوله‌ساتو ځواکونو له‌خوا هریرود سیند ته د افغانانو د غورځولو پېښه په نړیواله کچه مطرح کوي څو عدالت تأمین شي.

مدني فعالان د ډوب شوي افغانانو لپاره عدالت غواړي
مدني فعالان د ډوب شوي افغانانو لپاره عدالت غواړي

د دې جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون مشر هلمند هلمند یکشنبه ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې د پېښې حقیقت موندونکي پلاوي شواهد راټول کړي او دوی به د همدغو پایلو او راپور په رڼا کې خپل شکایتونه مطرح کړي.

هغه وویل: "راپور ټول چمتو دی او دې ته منتظر یو چې سبا یا بل سبا د ایران پلاوي سره لیدنه وشي او دغه راپور هغوی ته مخ ته کړي. له هغې وروسته ولسي جرګه په تېره بیا د نړیوالو اړیکو کمېسیون غواړي چې د نړۍ سره دغه موضوع شریکه کړي. دا موضوع د نړیوالو مقرراتو او هغو پروتوکولونو په اساس چې موږ یې له ګاونډيو هېوادونو سره لرو وڅېړل شي او نتیجه به‌یې بیا ولس سره شریکه شي."

له افغانانو سره د ایراني پوله‌ساتو ځواکونو دغه چلند سخت غبرګونونه وپارول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وویل چې له افغانانو سره د ایران د سرحدي ځواکونو دې چلند ډېر خواشینی کړی او افغان حکومت باید دا قضیه په بشپړه توګه وڅېړي څو یې عاملین عدالت ته وکاږل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مایک پومپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مایک پومپیو

د بخښنې نړیوال سازمان امنیسټي انټرنیشنل د اسیا برخې مرستیالې پټرېشیا ګاسمن هم ازادي راډیو ته وویل چې ایران تر دې مخکې هم له افغانانو سره ناوړه چلند کړی، خو دا وار دې پېښه کې ډېرو خلکو ته زیان رسېدلی او د ا د بشري حقونو یوه جدي سرغړونه ده.

XS
SM
MD
LG