د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

له کابل د واشنګټن غوښتنه؛ 'باید د افغان کډوالو د ډوبېدو پېښه تعقیب کړئ'


ډوب شوي افغانان
ډوب شوي افغانان

امریکا وایي د افغانستان حکومت باید د ایران د سرحدي ځواکونو له لوري د لسګونو افغان کډوالو د ډوبېدو پېښې راپورونه تعقیب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت د کابل او تهران ترمنځ د هغه توافق خبر ورکړی چې له مخې به‌یې د دواړو هېوادونو ګډ پلاوی دا پېښه څاري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي د ایراني پوله‌ساتو ځواکونو له‌خوا له افغان کډوالو سره د بد چلند او ځورونې راپور خواشینی کړی دی.

مایک پومپیو د چهارشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د مې ۰۶» په ایران کې امریکایي بندیانو ته په اشارې وویل چې امریکا یوازنی هېواد نه‌دی چې وګړي یې د ایران له ظالمانه چلند سره مخامخ دي.

نوموړي وویل: "د تېرې اوونۍ راپورونه وایي ایراني پوله‌ساتو د افغانستان د هرات ولایت په پولو کې له افغان کډوالو سره چې د ډوډۍ په لټه کې وو او جرئت‌یې وکړ له پولو واوړي، بد چلند شوی دی او هغوی یې ځورولي او ډوب کړي یې دي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د افغانستان حکومت باید د لسګونه کډوالو د ډوبېدو پېښه په بشپړو تحقیقاتو تعقیب کړي څو د دې کار عاملین ځواب ووایي.

بله‌خوا د افغانستان حکومت وایي ایران ژمنه ورسره کړې چې په سرحدي سیمو کې د دې بد چلند په اړه راپورونه وارزوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه وایي ایران د یوه رسمي لیک په لېږلو سره ویلي چې دواړه هېوادونه یو ګډ پلاوی د تحقیقاتو لپاره د پېښې سیمې ته استوي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم د چهارشنبې په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه د ایراني پوله‌ساتو دا چلند "وحشیانه، غیر انساني او د نه‌بخښنې وړ جنایت" بللی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا پېښه د عدالت د تطبیق په هدف په جدي ډول تعقیبوي.

افغان چارواکي وایي شاوخوا ۷۰ تنه افغانان چې د جمعې په ورځ‌یې غوښتل په غیر قانوني ډول د ایران خاورې ته دننه شي، د هغه هېواد د پوله‌ساتو له‌خوا ونیول شول او تر وهلو او ځورونې وروسته‌یې اړ ایستي چې ځانونه اوبو ته وغورځوي.

دغې پېښې د افغانستان په ټولنیزو رسنیو کې تند غبرګونونه راوپارول.

طالبانو هم د ایراني ځواکونو له‌خوا دا اقدام ظالمانه بللی او د یوې اعلامیې په خپرولو سره‌یې د ایران له حکومت څخه غوښتي چې له افغان کډوالو سره د "ترحم، اسلامي اخوت او ګاونډیتوب له اصولو سره سم" چلند وکړي.

د هریرود سیند
د هریرود سیند

د هرات ولایت چارواکي وایي د هریرود له سیند څخه‌یې ۱۲ مړي موندلي دي.

هریرود سیند څخه د غورځول شویو افغانانو د موندلو عملیات پیل شوي

ایراني چارواکي بیا د دې پېښې په اړه بېلې څرګندونې کړې دي.

په لومړي سر کې په هرات کې د ایران قونسلګرۍ دا راپورونه په کلکه رد کړل او ویې‌ویل چې بېلابېلو سرچینو لکه د تایباد سرحدي مسؤلینو دا موضوع رد کړې ده.

تر دې وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي د یکشنبې په ورځ د غویي ۱۴ وویل چې دا پېښه د افغانستان په خاوره کې شوې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس موسوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس موسوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اوس وایي ایران د یوه رسمي لیک په استولو سره منلې چې دواړه هېوادونه به د پېښې د ارزولو لپاره یو ګډ پلاوی سیمې ته واستوي.

XS
SM
MD
LG