د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۴۰۴ ته ورسېد


آرشیف
آرشیف

یوازې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس ۶۱۴ مثبتې پېښې ثبت شوي.

د افغانستان د عامې روغیتا وزارت وايي، تر دا مهاله د دې ویروس له کبله ۱۲۰ کسه مړه شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۴۰۲ ته پورته شوې.

ددې وزارت مرستیال وحیدالله مجروح د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۹۵ سمپلونه ټېسټ شوي چې له ډلې یې ۲۶۱ مثبتې پېښې دي ۵ کسه مړه شوي او ۶۵ کسه بېرته روغ شوې، له دې سره په ټول افغانستان کې د مثبتو پېښو شمېر ۴۴۰۴ شوې، تر دا مهاله ۱۲۰ کسن مړه شوي او ۵۶۶ ته بېرته روغ شوي دي."

وحیدالله مجروح
وحیدالله مجروح

د ښاغلي مجروح په خبره، د خلکو نه پاملرنه د دې لامل شوي چې د مثبتو پېښو شمېر په افغانستان کې پورته لاړ شي.

دغه وزارت ګواښ کوي که قرنطین په جدي ډول په پام کې ونه نیول شي راتلونکي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د عامې ورغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۷ پېښې کابل کې ۵۹ هرات،۳۱ بلخ، ۲۶ کندهار، ۲۱ بغلان، ۱۸ فراه، ۱۲ لغمان او یو شمېر نورې پېښې هم په ځینو نورو ولایتونو کې ثبت شوي.

XS
SM
MD
LG