د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

افغانستان کې د کرونا ویروس پراختیا؛ نړیوال بانک ۴۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي


د افغانستان مالیې وزارت وايي، نړیوال بانګ په افغانستان کې د کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف ۴۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي.

د دې وزارت ویاند شمروز مسجدي د جمعې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۱۹» ازادي راډیو ته وویل، د دې پیسو یوه برخه به چې ۱۰۰ میلیونه ډالر دي، تر راتلونکو دوو اوونیو پورې افغانستان ته انتقال شي.

ښاغلی مسجدي زیاتوي: "د دې لپاره چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د عوایدو په راټولولو کې کمښت راغلی د نړیوال بانک دغه مرسته به له کرونا سره په مبارزه کې اغېزمنه وي او د دې مرستو یو اندازه به په پرختیایي برخو کې هم ولږول شي، نړېوال بانګ له افغانستان سره په دې برخه کې د نورو مرستو ژمنه هم کړې ده چې د کال په جریان کې به افغانستان ته انتقال شي."

د افغانستان مالیې وزارت ویاند شمروز مسجدي
د افغانستان مالیې وزارت ویاند شمروز مسجدي

د ښاغلي مسجدي په خبره، دغه ۴۰۰ میلیونه ډالره به د افغانستان د ملي بودجې له لارې مصرف شي.

نړیوال بانک له دې وړاندې هم ۲۰ میلیونه ډالره د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره افغانستان سره مرسته کړې وه.

دغه بانک دا مرستې په داسې حال کې کوي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۱۵ مثبتې پېښې شوې دي.

د دې وزارت مرستیال وحید مجروح رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې له تازه شمېر سره په ټول هېواد کې د کرونا ویروس ټولې پېښې ۳،۷۷۸ ته ورسېدې.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح
د افغانستان عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح

ښاغلی مجروح زیاتوي: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس ۷۱۴ سمپله اخیستل شوي چې له ډلې یې ۲۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوې، ټول شمېر د کرونا ویروس په افغانستان کې ۳،۷۷۸ پېښې دي."

د ښاغلي مجروح په خبره، تر دا مهاله ۱۰۹ نفره د دې ویروس له امله مړه شوي او ۴۷۲ بېرته خپله روغتیا ترلاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG