د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

د کندز اوسېدونکي: د مرستو وېش عادلانه نه دی


ارشیف
ارشیف

د کندز ولایت اوسېدونکي د مرستو پر وېش نيوکه کوي او زیاتوې، چې په دغه ولایت کې مرستې پر اړمنو کورنیو نه وېشل کېږي.

د کندز ولایت ګڼ شمېر اوسېدونکي شکایت کوي، چې په دغه ولایت د دولتي او غیر دولتي ادارو له لورې مرستې په عادلانه ډول نه وېشل کېږي.

د دوی د خبرو پر بنسټ، چې د ځینو چارواکو او د ګذر وکیلانو له لورې مرستې پر هغو کسانو وېشل کېږي چې پېژندګلوي ولري، خو بې وزله او اړمنو ته څوک پاملرنه نه کوي.

د دې ولایت یو تن اوسېدونکي عبدالقدیر په دې اړه وویل: "مرستې په عادلانه توګه نه وېشل کېږي، ځکه د ګذر وکیلانو او د شوراګانو رئیسانو له لورې مرستې پر واسطه دارانو او خپلوان وېشل کېږي او موږ له چارواکو غواړو چې باید مستحق خلک وپيژني او کمک پرې ووېشي."

دوی زیاتوې، چې په ښار کې د قرنطین غځېدو دوی له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي، خو تر اوسه پورې مرستې نه دې ترلاسه کړي.

د نوموړې ولایت یو تن بل اوسېدونکي صلاح الدین په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ د ښار په درې کلیومترۍ کې اوسېږو خو دلته زموږ په سیمې کې تر اوسه پورې هېچا کمک نه دې ترلاسه کړي، زموږ په سیمې کې ناداره خلک ژوندې کوي او له دولت نه هېله کوو چې د مرستو له وېشلو څارنه وکړي څو مستحق کورنۍ ورڅخه برخمنې شي."

په ورته وخت کې د کندز د ولایتي شورا یو شمېر غړي هم نیوکه کوي، چې مرستې په عادلانه توګه نه وېشل کېږي او دغه راز تېنګار کوي، چې له دې بهېر څخه باید په جدې توګه څارنه وشي.

امرالدین ولي
امرالدین ولي

د ولایتي شورا غړي امرالدین ولي په دې اړه وویل: "یقیناً مرستې په ښه توګه نه وېشل کېږي او په کومو سیمو کې چې بې شمېره مستحق خلک ژوندې کوی هلته چارواکي د ناامنیو له کبله نشي تللي او بې وزله کورنۍ چارواکي نشي موندلاي، یعنې په ټوله کې مرستې مستحقو کورنیو ته نه رسېږي."

بل خوا د کندز سیمه ییز چارواکي هم مني چې د مرستو د وېشلو په بهېر کې ستونزې موجود دي، خو ټېنګار کوي چې د مرستو د وېشل له بهېره په جدې توګه څارنه کېږي.

د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي په دې اړه وویل: "د دولتي او غیر دولتي ادارو له لورې مرستې د سروې له مخې وېشل کېږي، خو ولایتي ادارې یوه طرح جوړه کړي، له مخې به یې دولتي او غیر دولتي مرستې په یو واحد مرکز کې راټوليږې او بیا له هغه ځای به پر مستحقو کورنیو وېشل کېږي څو عدالت تأمین شي."

کندزیان په داسې حال کې د مرستو د وېشلو پر بهېر نیوکه کوي، چې له درېیو ورځو راهیسې د سیمه ییزې ادارې له لورې پر اړمنو کورنیو د وچې ډوډۍ د وېش بهېر پیل شوی.

د کندز د سیمه ییزو چارواکو په خبره، هره ورځ د کندز ښار په ۸ ناحیو کې له ۲۰۰ نانوایانو څخه پر ۱۱زره ۶۵۰ اړمنو کورنیو وچه ډوډۍ ویشل کېږي، هرې کورنۍ ته لس ـ لس ډوډۍ ورکول کېږي او دغه به بهېر به تریوې میاشتې پورې دوام ولري او د اړتیا په صورت کې تمدید کېږي.

XS
SM
MD
LG