د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

د پلچرخي له زندان څخه ۱۹۶ طالب بندیان خوشې شوي


ارشیف، ازاد شوي طالبان
ارشیف، ازاد شوي طالبان

د افغانستان له پلچرخي زندان څخه دوه پرله‌پسې ورځو کې ۱۹۶ طالب بندیان خوشې شوي دي.

د افغانستان امنیت شورا وايي چې پرون‌یې د پلچرخي له زندان څخه د وړمې ورځې په دوام ۹۸ نور طالب بندیان خوشې کړي چې له دې سره د خوشې شویو طالبانو شمېر ۷۴۸ ته رسېږي.

د دې شورا ویاند جاوېد فیصل د دوشنبې 《۱۳۹۹ کال د غويي ۱۵》 په ورځ ازادي راډیو ته وویل، افغان حکومت سولې ته د رسېدو لپاره طالب بندیان خوشې کوي، خو طالبان لا هم سولې ته ژمن نه‌دي.

جاوېد فیصل
جاوېد فیصل

ښاغلي فیصل وویل چې د طالب بندیانو د خوشې کېدو لړۍ به نن هم دوام کوي.

د ولسمشر له فرمان سره سم پرون هم د پلچرخي له زندان څخه ۹۸ تنه ازاد شول، ترڅو کرونا سره مبارزه چټکه او د سولې پروسه کې پرمختګ وشي، دا لړۍ نن هم دوام پیدا کوي، ټول کسان چې ازاد شوي یا له دې وروسته ازادېږي د هغه لېست په اساس دي چې افغان حکومت ته د طالبانو تخنیکي پلاوي کابل کې سپارلی و.

افغان حکومت تېره ورځ هم له پلچرخي زندان څخه ۹۸ طالب بندیان خوشې کړي و.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د مې میاشتې په لومړۍ نېټه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد له افغان حکومت او طالبانو غوښتي و چې د بندیانو د خوشې کېدو لړۍ چټکه کړي ترڅو د افغان سولې پروسه هم چټکه او له افغان وژنې مخنیوی وشي.

تر دې دمه د افغان حکومت له‌خوا د طالبانو له ۵۰۰۰ بندیانو ۷۴۸ بندیان خوشې شوي او د طالبانو خوا د افغان حکومت د زرو زندانیانو له ډلې ۱۱۴ زندانیان خوشې شوي دي.

د ولسمشر غني د فرمان پر بنسټ به د طالبانو ۱۵۰۰ زندانیان خوشې کېږي، خو طالبان بیا وايي چې د امریکا او د طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې له مخې باید د دوی ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې شي.

د سولې او شخړې مطالعاتو مرکز مرستیال حکمت‌الله اعظمي وایي، افغان حکومت د طالب بندیانو د خوشې کېدو او کورني سیاسي جنجالونو له امله سختو فشارونو سره مخ دي، خو د حکومت رهبرۍ ته بیا هم په‌کار ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسليک شوې هوکړه ومني او د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان خوشې کړي.

د سولې او شخړې د مطالعاتو مرکز مرستیال حکمت‌الله اعظمي
د سولې او شخړې د مطالعاتو مرکز مرستیال حکمت‌الله اعظمي

ښاغلی اعظمي زیاتوي: "د طالبانو د ۱۵۰۰ بندیانو خوشې کېدل به د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره بسنه نه‌کوي، طالبان په دې ټینګار کوي چې له امریکا سره د هوکړې پر بنسټ باید د دوی ۵۰۰۰ بندیان خوشې شي، نو هغه وخت به موږ بین‌الافغاني مذاکرات پیلوو، که چېرې د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان ټول خوشې شي، نو هغوی ته به د بین‌الافغاني خبرو د پيل لپاره کومه بهانه نه‌وي پاتې."

طالبانو له دې وړاندې څو ځله ټینګار کړی که افغان حکومت‌یې ۵۰۰۰ بنديان خوشې نه‌کړي، نو بين‌الافغاني خبرې به پيل نه‌شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه لاسليک شوه او د دغې هوکړې پر بنسټ ټاکل شوې وه چې یوه اوونۍ وروسته افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان خوشې کړي، خو دا لړۍ تر اوسه بشپړه نه‌ده عملي شوې.

XS
SM
MD
LG