د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

د طالب زندانیانو په نوملړ کې جنايي مجرمین، دا ډله وايي حکومت ورته 'دوسیې جوړې' کړي


ارشیف، د افغان حکومت له لوري د طالب زندانیانو د خوشې کولو لړۍ.
ارشیف، د افغان حکومت له لوري د طالب زندانیانو د خوشې کولو لړۍ.

د طالب بندیانو نوملړ چې ازادي راډیو ته رسېدلی ښيي چې په دوی کې نږدې ۱۰۰ تنه داسې کسان شامل دي چې د دې ډلې غړي نه‌دي او د قتل، قاچاق او جنسي تېري په جرمونو زنداني شوي دي.

د طالبانو ډله دغه نوملړ تأییدوي، خو د هغوی د جرمونو په اړه وايي چې حکومت ورته "دوسیې جوړې" کړې دي.

  • خو دا کسان چې په ښکاره د طالبانو غړي نه‌دي، څه ډول د دې ډلې په نوملړ کې ځای شول؟

د عدلي او قضايي ارګانونو یوې باخبره سرچینې ازادي راډیو ته د دې فهرست د سپارلو پر مهال ویلي، دا نوملړ د یو شمېر طالب قوماندانانو له‌خوا چې خپله زندانیان دي، چمتو شوی او د خوشې کولو لپاره‌یې ملي امنیت شورا ته استول شوی دی.

په دې ۱۷۶۷ کسیز نوملړ کې له ۶۰ زیات کسان شته چې حق‌العبدي دعوا لري.

له دې شمېر زندانیانو ډېری یې د کابل 'پلچرخي' زندان کې دي.

سرچینه د دې موضوع د مهم‌والي او تر خوا یې رسنیو سره د خبرو د اجازې د نه‌درلودو له کبله نه‌غواړي چې نوم‌یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، دا نوم‌لړ مخکې له دې چې د افغانستان حکومت ته وسپارل شي، د طالبانو هغه تخنیکي ټیم ته سپارل شوی چې د زندانیانو د ازادۍ په اړه د خبرو کولو لپاره کابل ته راغلی و.

په دې زندانیانو کې د ۸۱ تنو نومونه شته چې د طالبانو د ډلې هېڅ غړیتوب نه‌لري.

له دوی ۲۵ تنه په قتل، ۳۳ تنه په قاچاق او یا هم د نشه‌‌يي موادو په خرڅلاو، ۸ تنه په اختطاف او پاتې هغه‌یې په جنسي تېري، برمته‌نیونې او له دندې د ناوړه ګټنې په تور مجرم پېژندل شوي دي.

په دې ۸۱ تنو کې یې ۴ په اعدام محکوم شوي او د پاتې کسانو یې له ۳ تر ۱۸ کلونو د بند موده پاتې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، نوملړ د دوی د زندانونو د چارو کمېسیون له‌خوا چمتو شوی دی او په زندان کې پراته طالب قوماندانو په‌کې هېڅ ونډه نه‌درلوده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته ومنله چې دا نږدې ۲ زره کسیز نوملړ چې ازادي راډیو ترلاسه کړی، د طالب زندانیانو دی.

خو ښاغلی شاهین ادعا کوي چې د افغانستان حکومت له دې کبله چې نه‌غواړي له دې زندانیانو ډېری شمېر یې ازاد شي، ورته دوسیې جوړې کړې دي.

ښاغلی شاهین زیاتوي: "هغه زندانیان چې په نوملړ کې یې نومونه شته، د اسلامي امارت د زندانیانو د سوانحو دفتر له مخې جوړ شوي دي، خو د کابل ادارې د یو شمېر هغو زندانیانو لپاره چې نوملړ کې شته او د اسلامي امارت اړوند دي، بېلابېلې دوسیې ورته جوړې کړې دي. له همدې کبله اړینه ده، هغه مهال چې زندانیان ازادېږي، باید موږ یې تصدیق او تأیید کړو."

خو د دې زندانیانو څخه د یو شمېرو یې د محکمې د سندونو کاپي ازادي راډیو ترلاسه کړې ده.

په دې سندونو کې لیدل کېږي چې له دې کسانو دوه تنه‌یې د قتل په جرم د محکمې له‌خوا په ۱۶ کاله بند محکوم شوي دي.

همدا ډول ۳ تنه نور د ۶۰۲ کیلوګرامه چرسو د قاچاق په جرم په ۱۳ کلن بند محکوم شوي.

په سندونو کې یو بل تن چې د طالبانو له‌خوا یې د ازادۍ غوښتنه شوې او په نوملړ کې یې نوم شته، د جنسي تېري په جرم په ۱۶ کاله زندان محکوم شوی دی.

له دې پرته د طالبانو له‌‌خوا په دې نږدې ۲ زره کسیز کې نوملړ کې ۱۳ تنه هغه کسان دي چې د اعدام حکم پرې شوی او ۶۳ نور بیا چې ډېر شمېر یې د طالبانو غړي دي، داسې کسان دي چې حق‌العبدي دعوا لري.

د عدلي او قضايي ارګانونو دې باخبره سرچینې ازادي راډیو ته وویل، دا نوملړ د ملي امنیت شورا له‌خوا لوی څارنوالۍ ته هم استول شوی دی، خو د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

د افغانستان لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي
د افغانستان لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي

موږ په ځلونو د دې نوملړ او په دې اړه د لا وضاحت لپاره د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل سره اړیکه ونیوله، خو هغه خبرو ته حاضر نه‌شو.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې یوه برخه د ۵ زره طالب بندیانو ازادي تشکیلوي او دا ډله هم ټینګار کوي چې د بین‌الافغاني خبرو د پیل وړاندې یې باید دا شمېر زندانیان له بنده ازاد شي.

د افغانستان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان
د افغانستان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان

د افغانستان حکومت تر اوسه د طالب زندانیانو ۶۵۰ تنه له بنده ازاد کړي او د طالبانو د ویاند له قوله، په دوی کې یو شمېر کسان شته چې د دې ډلې غړیتوب نه‌لري.

همدا ډول طالبانو د افغانستان حکومت یو شمېر زندانیان له بنده ازاد کړي دي، خو د افغانستان حکومت هم ویلي چې دا کسان نظامیان نه، بلکې ملکي وګړي دي.

که څه هم د افغانستان حکومت د طالبانو ۶۵۰ زندانیان له بنده ازاد کړي، خو دا ډله پرې قناعت نه‌لري او وايي، ټول ۵ زره زندانیان باید د دوی د څارنې لاندې ازاد شي.

XS
SM
MD
LG