د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۸

بهرنیو چارو وزارت: ایران سره په پوله د ځینو افغانانو د وژنې راپورونه څېړوو


ویل کېږي چې د ځینو جسدونه له اوبو ایستل شوي خو تر ۲۲ زیات نور تري تم دي.
ویل کېږي چې د ځینو جسدونه له اوبو ایستل شوي خو تر ۲۲ زیات نور تري تم دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران سره په پوله د یو شمیر افغانانو د وژل کېدو راپورونه څېړې.

عیني شاهدان وايي، ایراني پوله ساتو، لسګونه هغه افغانان چې دې هېواد ته په قاچاقي لاره اوښتل په ډزو اړ کړي چې اوبو ته ځانونه وغورځوي.

ویل کېږي چې د ځینو جسدونه له اوبو ایستل شوي خو تر ۲۲ زیات نور تري تم دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران سره په پوله د یو شمېر افغانانو د وژل کېدو د راپورونو د څېړنې لپاره یې یو پلاوی ټاکلی دی، څو دا موضوع وڅېړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په دې اړه هر اړخیزو څېړنو غوښتنه کړې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد

هغه زیاته کړه: "ښاغلي اتمر د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي مرستیال په مشرۍ یو پلاوی ټاکلی څو دا قضیه په هر اړخیزه توګه وڅېړي، او د حقیقتونو په رڼا کې لازمې پرېکړې وشي."

په هرات کې عیني شاهدانو ازادي رادیو ته ویلي، له پنځوسو زیات زیاتو هغو افغانانو چې هڅه یې کوله له هرات څخه په غیرې قانوني لارو ایران ته داخل شي، د ایراني پوله ساتو له خوا درول شوي، نیول شوي او یو شمېر یې اوبو ته غورځول شوي دي.

د فاریاب اوسېدونکي شاه ولي چې وايي د ایراني پوله ساتو له خوا نیول شوی و، په هرات کې ازادي راډیو ته وویل، ایراني پوله ساتو پر ډزو افغانان مجبور کړل چې په سرحدي سیمه کې اوبو ته ځانونه وغورځوي. نوموړې وویل د اوو تنو جسدونه یې له اوبو ایستلي او پاتې ۲۳تنه نادرکه دي.

هغه زیاته کړه: "خلکو د ایراني پوله ساتو پښې ښکلولې خو دوی په قمچینو وهل او ډزې یې پرې کولې، پر ما یې هم ډزې وکړې ویل هغوی چې اوبو کې ډوب شول، ته هم ځان ډوب کړه، هغوی چې سیند کې ډوبېدل دوی ورته کتل او خپلو کې یې خندل."

د هرات په حوزوي روغتون کې چارواکي وايي، چې د ایران سره له پولې د پنځو تنو جسدونه چې په اوبو کې ډوب شوې دې، روغتون ته انتقال شوې دي.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکتر محمد عارف جلالي ازادي راډیو ته وویل، د پنځو تنو جسدونه نن سهار د سرحدي ساتونکو له خوا د هرات حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.

مولوي محمد او غلام یحیی د خپلوانو د جسدونو د ترلاسه کولو لپاره دې روغتون ته ورغلي.

دوی په هرات کې د ازادي راډیو خبریال سره خبرو کې د ایران حکومت د افغانانو په وژلو تورن کړ.

مولوي محمد زیاته کړه: "خو دې نامردانو به دا کسان خپلو پوستو ته وړي وای، وهلي ډبولي به یې وای، لاس و پښې به یې پرې ماتې کړې وې، او سپارلي به یې وای، خو داسې به یې په سیند نه ډوبول."

غلام یحیی وايي: "چې نیول یې بيرته به یې له پولې را اړولي وای، نه دا چې سیند ته یې وغورځوي او ویې وژني، زموږ خلکو څه بد کړي وو."

د هرات حوزوِي روغتون مخې کې هغه کسان چې د خپلو دوستانو د مړو د ترلاسه کولو په هدف ورغلي.
د هرات حوزوِي روغتون مخې کې هغه کسان چې د خپلو دوستانو د مړو د ترلاسه کولو په هدف ورغلي.

ناامني، بې وزلي او بیکاري، دا درې مهم سببونه دي چې ګڼ افغانان یې اړ کړي د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه ایران ته له قاچاقي لارو په کار پسې ولاړ شي.

د هرات د ولایتي شورا غړي سردار محمد بهادري وايي، ایران باید پر افغان کارګرو ډزې ونه کړي.

هغه زیاتوي: "د افغانستان خلک له د ایران له اسلامي جمهوریت دا تمه نه لري چې په هغو کارګرو دې ډزې وکړي چې له جبر او بې وزلۍ ایران ته ځي."

له بلې خوا د هرات سیمه ایز چارواکي وايي، دوی هم د ایراني پوله ساتو له خوا په سیند کې د افغانانو د ډوبولو ادعاوې څېړي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل: "د هرات د والي د لارښونې پر بنسټ هغه ادعاوې چې د دې پېښې په اړه شوي، په هر اړخیزه توګه څېړل کېږي، د هرات د والي له خوا اړوند برخو ته سپارښتنه شوې چې په جدي او هر اړخیزه توګه دا ادعاوې وڅیړي او د ډیپلوماټیکو لارو هم تعقیبېږي."

خو په هرات کې د ایران قونسلګرۍ په یو بیان کې دا رد کړې چې افغانان دې د هرات د ګلران ولسوالۍ په یوې سرحدي سیمه کې د ایراني پوله ساتو له خوا نیول شوي وي.

بل پلو یو افغان امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته ویلي دوه پنځوس تنو افغانانو چې په قاچاقي لار ایران ته روان وو، د ایراني پوله ساتو د ډزو له کبله ځانونه سیند ته غورځولي چې د ۱۲ مړي یې پیدا شوي دي او اوس د سیمه ییزو خلکو سره دي.

نوموړې وویل، تر اوسه د ۲۲ نورو برخلیک نه دی څرګند.

دا لومړی ځل نه دی چې ایراني پوله ساتي له افغانانو سره دا ډول چلند کوي، تر دې مخکې هم وار په وار ایران افغان کډوال، په بېلابېلو بڼو شکنجه کړي، ځورولي او ان وژلي دي.

د بشري حقونو ډلو پرلپسې له ایران غوښتي چې د افغان کډوالو په وړاندې دې زور زیاتی پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG