د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

کرونا ویروس؛ له ایرانه راستانه شویو کډوالو ته افغانستان کې هم په بده کتل کېږي


ارشیف، له ایرانه یو شمېر راستانه شوي کډوال
ارشیف، له ایرانه یو شمېر راستانه شوي کډوال

یو شمېر افغان کډوال چې په ایران کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله افغانستان ته راستانه شوي، له ایرانه ښه زړه نه‌لري او په کور هم ځیني خلک بد ورته ګوري.

ایران د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې د کرونا ویروس په ډېره چټکۍ په‌کې خپور شو.

د دې خطرناک ویروس د خپرېدو له امله، چارواکي وایي چې هره ورځ جوپه جوپه کډوال له ایرانه افغانستان ته ستنېږي.

یوه افغان کډوال حبیب‌الله ظفري چې تازه له ایرانه ستون شوی، اسوشیټد پرس خبري اژانس ته ویلي، کرونا ویروس داسې دی لکه باد، په چټکۍ خپرېږي او سړی هېڅ نه‌پوهېږي چې له کومه راغی او څرنګه‌یې ونیولې.

ظفري ویلي چې له ایرانه تر ستنېدو وروسته‌يې دوه اوونۍ له خلکو او کورنۍ جلا په قرنطین کې تېرې کړې څو معلومه شي چې د کرونا ویروس لري که نه.

په هرات کې له ایرانه د راستنېدونکو کډوالو معاینه
په هرات کې له ایرانه د راستنېدونکو کډوالو معاینه

بل افغان کډوال، مهدي نوري ویلي چې په ایران کې شرایط دومره ورته سخت وو چې له ټولو ممکنو خطرونو سره افغانستان ته ستون شو.

هغه د ډبرو د ماتولو په یوه فابریکه کې کار کاوه.

خو نوري اسوشیټد پرس اژانس ته ویلي چې په ایران کې د ویروس له خپرېدو سره هغه فابریکه چې ده کار په‌کې کاوه، بنده شوه، ده پيسې نه‌درلودې او وېره‌یې دا وه چې 'کوویډ-۱۹' مرض به‌یې ونیسي، نو له دې کبله د کډوالو په یوه لویه ډله کې افغانستان ته ستون شو.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې تر اوسه څه باندې ۱۹۸ زره افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دې سازمان په وینا، یوازې د مارچ په میاشت کې ۱۴۵ زره افغانان له ایرانه افغانستان ته تللي دي.

خو د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي ویلي چې د ستنېدونکو شمېر له هغه راهیسې لږ څه کم شوی دی.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي

خو په افغانستان کې هم چې د جګړې تر بار لاندې او له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره‌یې امکانات ډېر کم دي، شرایط ډېر سخت دي.

۲۰ کلن مهدي نوري د افغانستان او ایران پر ګډه پوله د وضعیت په اړه اسوشیټد پرس ته ویلي: "په سرحد کې دومره ښځې او کوچنیان ولاړ وو چې ما ویل که دا ټول خلک همدلته کرونا ویروس ونیسي بیا به څه کېږي؟"

افغانستان ته ډېر کډوال پرته له دې چې دقیقه معاینه‌یې وشي او وکتل شي چې کرونا ویروس لري که نه، هره ورځ پر پوله اوړي او د اسوشیټد پرس په حواله، دا وېره‌یې زیاته کړې چې په افغانستان کې ښایي داسې وبا ګډه کړي چې د دې هېواد د روغتیا سیستم به‌یې د کنټرول توان ونه‌لري.

کومې شمېرې چې د افغانستان حکومت تر اوسه خپرې کړي څرګندوي چې په کرونا ویروس د اخته کسانو لویه برخه هغه وګړي دي چې له ایرانه ستانه شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز اسوشیټد پرس اژانس ته ویلي چې کرونا ویروس په بېرته ستنوو شویو کډوالو کې ډېر دی.

فېروز الدین فېروز ویلي چې که دا پېښې زیاتې شي، له کنټروله به ووځي.

فېروز او یو شمېر نورو افغان چارواکو مخکې له مخکې له دې کبله چې ایران ښايي هغه نږدې یو میلیون افغانان چې به غیر قانوني ډول‌یې هلته کار کاوه او د کرونا ویروس د خپرېدو له امله‌یې کارونه بند شوي، بېرته افغانستان ته ستانه کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز

ایران له افغانستانه د خلکو پر ورتګ بندیز لګولی دی.

د ایران حکومت ویلي چې هلته څه باندې ۵۸ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي او له ۳۶۰۰ ډېر وګړي له دې امله مړه شوي دي.

خو څارونکي په دې باور دي چې د ایران حکومت په دې اړه حقیقي شمېرې نه‌دي خپرې کړي او وضعیت ښايي تر دې بد وي.

د مهاجرت نړیوال سازمان له ایران سره پولې ته نږدې، هغو وګړو ته چې بېرته ستنېږي، خو د استوګنې ځای نه‌لري خیمې ورکوي او هغو وګړو ته چې خپلو خپلوانو ته د ورتګ لپاره پیسې نه‌لري، د موټر کرایه ورکوي.

خو د افغانستان حکومت او نړیوالې مرستندویه ټولنې دومره امکانات نه‌لري چې ټول وګړي معاینه او د اړتیا په وخت کې قرنطین کړي.

اسوشیټد پرس ویلي چې تقریباً ټول هغه افغانان چې له ایرانه ستنېږي په ښاري موټرو کې خپلو کلیو او کورونو ته ځي. له دې وګړو تقریباً په څلورو کې یو په هرات کې مېشت شوی دی.

په اسلام قلعه کې له ایران راستانه شوي کډوال
په اسلام قلعه کې له ایران راستانه شوي کډوال

هغوی په کور هم له ستونزو سره مخامخ دي.

مهدي نوري اسوشیټد پرس ته ویلي چې ۱۵ کلن و چې ښوونځی یې پرېښود او د کار لپاره ایران ته ولاړ.

نوري ویلي چې د ایران په اصفهان ښار کې یې کار کاوه، د میاشتې یې ۱۸۰ ډالره ګټل او په افغانستان کې يې له خپلې کورنۍ سره مرسته کوله.

هغه ویلي چې په ایران کې مېشتو افغانانو ته په روغتونونو کې د درملنې په وخت اولویت نه‌ورکول کېږي، نو له دې کبله‌یې وېره درلوده چې که ناروغ شو څه به کوي.

هغه ویلي چې په ایران کې یې د ځان د معاینه کولو هڅه وکړه، خو هغوی رد کړ.

مهدي نوري ویلي چې له ډېرو نورو کډوالو سره یوځای له ایرانه ستون شوی او نه‌پوهېږي چې په هغوی کې به څومره کسان په کرونا ویروس اخته وو. دی له هراته تر کابله په عادي موټر کې له نورو مسافرو سره یوځای تللی دی.

له هرات څخه کابل ته د زیاتو مسافرینو په راتګ اندېښنې
له هرات څخه کابل ته د زیاتو مسافرینو په راتګ اندېښنې

نوري ویلي: "په موټر کې ځیني خلکو سختې خبرې راته کولې، ویل‌یې چې کرونا ویروس دې راوړ چې نور خلک پې ووژنې؟

هغه د مارچ په ۱۷مه په کابل کې خپل کور ته رسېدلی او اسوشیټد پرس ته‌یې ویلي چې ځان‌يې له دې وېرې چې د خپلې کورنۍ غړي به په ویروس اخته کړي، دوه اوونۍ قرنطین کړی و.

مهدي نوري ویلي: "ما تر ډېر وخت وروسته خپل مور، پلار او خویندې او وروڼه ولیدل، خو زما د ژوند تر ټولو سخته ګړۍ وه ځکه هغوی ته نږدې نه‌شوئ ورتلئ.

د افغانستان حکومت د مارچ په ۲۸مه په کابل او هرات کې بندیزونه ولګول چې پر اساس‌یې ټول رسټورانټونه، تجارتي شرکتونه، د ودونو سالونونه او هوټلونه بند شول.

له پاکستان راستنېدونکي افغان مسافر
له پاکستان راستنېدونکي افغان مسافر

د دوشنبې په ورځ پاکستان وویل چې د چمن او تورخم پولې هغو افغانانو ته چې غواړي چې بېرته افغانستان ته ستانه شي، خلاصوي.

په افغانستان کې مېشت پاکستانیان هم کولائ شي چې ستانه شي.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې د جنورۍ له پیله د مارچ ترمنځه نږدې ۱۸۲۷ غیر قانوني افغان کډوال له پاکستانه هم افغانستان ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG