د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

سوپکو: ښايي د کرونا ویروس له امله افغانستان کې ناورین رامنځته شي


د افغانستان د بیارغونې لپاره د ځانګړي سرمفتش جان سوپکو
د افغانستان د بیارغونې لپاره د ځانګړي سرمفتش جان سوپکو

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش خبرداری ورکړی چې د کرونا ویروس د خپرېدا له کبله ښايي افغانستان له یوه ناورین سره مخامخ شي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش کانګریس ته په خپل راپور کې ویلي، افغانستان چې د جګړې تر څنګ کمزوری روغتیايي سیستم لري او ډېر خلک یې له سوتغذیې او ګڼو نورو ستونزو سره مخامخ دي، ښايي د کرونا ویروس له کبله په دې هېواد کې ناورین رامنځته شي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د ځانګړي سرمفتش جان سوپکو دا راپور، چې پرون (پنجشنبه) ناوخته خپور شو، په دې اړه د امریکايي چارواکو او د کانګریس د غړیو اندېښنه نوره هم زیاتولی شي چې د کرونا وبا به د افغانستان د سولې ولاړې پروسې ته نور خنډونه پېښ کړي.

د طالبانو او امریکا د موافقې پر اساس ټاکل شوې وه چې د مارچ په میاشت کې بین الافغاني خبرې پیل شي خو تر اوسه پورې دواړه خواوې خبرو ته نه دي ناست او داسې کوم څرک هم نه لیدل کېږي چې په لنډ وخت کې دې دواړه خواوې د جګړې د بس کولو لپاره خبرې پیل کړي.

په راپور کې ویل شوي، د کرونا ویروس خپرېدا له وړاندې لا د سولې د پروسې له ستونزمنولو رانیولې د پولو تر بندېدو پورې چې د تجارتي راکړو ورکړو او د بشري مرستو رسېدا ته یې خنډونه پېښ کړي، پر افغانستان ډېر بد اغېز لرلی دی.

په راپور کې راغلي، افغانستان بې شمېره او په ځینو مواردو کې بې سارې ستونزې لري؛ لکه کمزوری روغتیايي سیستم، په پراخه پیمانه خوارځواکي (سوتغذیه)، بې کنټروله پولې، ډېر شمېر کورني بې ځایه شوي، له ایران سره تګ راتګ او روانه شخړه چې دا ټول د دې سبب کېږي چې دا هېواد ممکن په راتلونکو میاشتو کې له روغتیايي ناورین سره مخامخ شي.

جان سوپکو همداراز وویل، ښايي د کرونا ویروس د خپرېدا له کبله په دغه بېوزله هېواد کې د خوراکي توکو د بیو لوړېدا ستونزې نورې هم ډېرې کړي.

د کرونا ویروس له خپرېدو سره سم، امریکا د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او طالبانو وغوښتل چې د یو بل بندیان خوشې کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تر پرون پورې د شاوخوا ۲۲۰۰ تنو کرونا ویروس او په دې ویروس د ۶۴ تنو مړینه تایید کړې وه.

XS
SM
MD
LG