د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

په جګړو کې د بشري وقفې پر غوښتنې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غور


د ملګرو ملتونو امنیت شورا
د ملګرو ملتونو امنیت شورا

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په جګړو کې د بشري وقفې پر غوښتنه غور کوي.

د اسوشیېټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې د امنیت شورا د دې وړانديز په مسوده کې راغلي چې د کرونا ویروس د بحران پر مهال دې په ټوله نړۍ کې جګړه د درېیو میاشتو لپاره ودرېږي چې مرستندویه ادارې خلکو ته بشري مرستې ورسوي.

تېره اوونۍ د فرانسې او تونس په مشرۍ لیکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د وړاندیز په مسوده کې یوازې د یوې میاشتې د اوربند راغلي ترڅو جګړه‌ځپلو هېوادونو ته د کرونا ویروس پر ضد مرستې ورسول شي.

خو په نوې مسوده کې چې د دوشنبې په ورځ بیا وارزول شوه، په وسله‌والو جګړو کې له ټولو لورو غوښتل شوي چې په چټکۍ سره دې په جګړه کې لږ تر لږه ۹۰ ورځې بشري وقفه رامنځته کړي.

په مسوده کې راغلي چې په جګړه کې وقفه به بې‌پرې ادارو ته لاره هواره کړي چې خلکو ته په خوندي توګه بشري مرستې ورسوي.

ملګرو ملتونو نښان
ملګرو ملتونو نښان

تر اوسه په دې اړه په ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د رأی ورکولو نېټه نه‌ده ټاکل شوې. په دې اړه تر ټولو ستونزمنه مسئله د روغتیا نړیوال سازمان د رول مشخصولو ده ځکه امریکا په دې وروستیو کې پر دغه سازمان سخت انتقادونه کړي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د مارچ په ۲۳مه نېټه په ټوله نړۍ کې د چټک اوربند غوښتنه کړې وه.

وروسته له هغه هم په یو شمېر هېوادونو لکه یمن، لیبیا، جنوبي سوډان کې تاوتریخوالي دوام وکړ.

په کولمبیا کې د ملي ازادۍ پوځ په نوم ګوریلا ډلې د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د مې په لومړۍ نېټه به خپل عملیات بېرته پیل کړي.

د مارچ په ۲۵مه نېټه ملګرو ملتونو د بشري پلان اعلان وکړ چې هغو هېوادونو ته به مرستې لېږي چې د کرونا ویروس له تر ټولو زیات خطر سره مخامخ دي او له غړو هېوادونو یې دوه میلیارده ډالر مرسته وغوښته.

د چارواکو په وینا په یوه میاشت کې د مرستې لپاره یو میلیارد ډالر راټول شول.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د دې لپاره چې تر ټولو زیانمنېدونکي کسان وژغورل شي، ۹۰ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده چې خلکو ته د خوړو او نورو مهماتو مرسته ورسول شي.

د اټکل له مخې د دې فنډ په درېیو کې دوه برخې نړیوال بانک او د پيسو نړیوال صندوق پوره کولای شي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG