د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۳

روسیه کې د کرونا ویروس پېښو شمېر د چین تر شمېرو واوښت


ارشیف
ارشیف

په روسیه کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر د چین تر شمېرو واوښت.

رسمي راپورونه وايي تر پرون دوشنبه په روسیه کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۸۷ زرو واوښت.

په دې ډول چین د روسیې پرتله د کرونا ویروس ۵۰۰۰ کمې پېښې ثبت کړې دي.

په روسیه کې په کرونا ویروس د مړینو شمېر نږدې ۸۰۰ ته رسېدلی دی، یوازې د دوشنبې په ورځ په دې ویروس په‌کې ۴۷ کسان مړه شول.

روسیې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې عمومي قرنطین اعلان کړی او دغه وضعیت د همدې اوونۍ تر پنجشنبې دوام کوي.

XS
SM
MD
LG