د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

افغانستان کې په کرونا ویروس ۷۱۴ کسان اخته او ۲۳ مړه شوي


افغانستان کې په کرونا اخته کسانو شمېر ۷۱۴ کسانو ته رسېدلی.
افغانستان کې په کرونا اخته کسانو شمېر ۷۱۴ کسانو ته رسېدلی.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس ۴۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، له دې پېښو ډېرې یې په کابل او کندهار کې ثبت شوې دي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو په زیاتېدو سره د ماسکونو او محافظتي کڅوړو د جوړولو يوه نوې فابریکه هم پرانیستل وشوه.

د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۲۶» په کابل کې د یوه تړون د لاسلیک پر مهال وویل، په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۷۱۴ ته رسېدلی چې له دې پېښو ډېرې یې په کابل او کندهار ولايتونو کې دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز
د افغانستان عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز

هغه زیاته کړه: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۹ مثبتې پېښې ثبت شوي چې کابل کې ۱۸، کندهار کې ۱، بلخ ۶، هرات ۴، غزني ۴ او ننګرهار ۲ پېښې ثبت شوي چې له دې سره په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۷۱۴ ته ورسېد."

ښاغلي فېروز وویل، تر اوسه په کرونا ويروس اخته ۲۳ تنه مړه شوي او ۴۰ تنه روغ شوي دي.

نوموړي وویل، د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر مخ په ډېرېدو دی او دوی نږدې یو میلیون محافظتي ماسکونو او کڅوړو ته اړتیا لري.

عامې روغتیا وزیر وویل چې په نړیوال مارکېټ کې د محافظتي کڅوړو کمښت رامنځته شوی او قیمتونه‌یې ۶۰ ډالرو ته رسېدلي چې په وینا یې افغان حکومت د دې محافظتي کڅوړو د اخیستلو توان نه‌لري.

د ماسکونو د جوړولو فابریکه
د ماسکونو د جوړولو فابریکه

د روغتیا وزیر وویل چې دوی به له دغه کورني شرکت څخه هره محافظتي کڅوړه ماسک و محافظتي کالي به په ۵ ډالرو واخلي چې دې سره به وتوانېږي ټول روغتیايي پرسونل ته محافظتي کڅوړې ووېشي.

د دغې فابریکې مسؤل الله محمد کاکړ ازادي راډيو ته وویل چې دوی په یادې فابریکې یو میلیون ډالر پانګونه کړې او ۱۶۷۰ کارکوونکي لري چې اکثریت‌یې مېرمنې دي.

هغه زیاته کړه: "دغه فابریکه کې په شخصي لګښت په‌کې پانګونه شوې ده، یو میلیون ډالر پرې لګښت راغلی، د پنځه میلیونه ماسکونو جوړولو لپاره موږ خام مواد لرو، له دې سره به مارکېټ کې د ماسکونو ۵۰ سلنه قیمتونه راټيټ شي."

ارشیف
ارشیف

دی ډاډ ورکوي چې د دوی کارکوونکو ته د روغتیا نړیوال سازمان «WHO» او عامې روغتیا وزارت له لوري روزنه ورکړل شوې او له روغتیايي پلوه په غوره سټنډرډ کار کوي.

له دې ټولو سره د عامې روغتیا وزیر له خلکو هم وغوښتل څو ګرځ‌بنديز جدي مراعت کړي او د کرونا ویروس د لا پراخېدو مخنیوي لپاره له دوی سره همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG